څوارلسمه برخه:
شيخ صدرالدين رداهي
د هرات د آثارو د صاحب په وینا هغه د شېخ زين الدين خافي له خلفاوو څخه و؛ په رياضت او طريقت کښي مشهور و. نوائي سره معاصر او د هرات د ښار له اوسېدونکو څخه دئ او د شغانيانو؟ په قريه کښي مدفون دئ. دغه بیت له ده نه رانقل سوئ:
زهی از عارضت چشم مرا نور
همیشه از جمالت چشم بد دور
منبع: اريانا دایرة المعارف – شپږم ټوک – ۴۳۱ مخ
* صدرين الدين رداهي نه بلکې صدرالدين رواسي دئ.
صارمي هروي
احمد قلي د سکندر خان نظام الدوله د هرات د ۱۳ پېړۍ د لويو شاعرانو د جملې څخه دئ. د نديمانو په کلي کښي زېږېدلی دئ او په شاعرۍ کښي يې غټ قدرت درلود. دی د هغو شاعرانو د احوال په باب چي د حضرت بیدل د وخت نه يې د ده تر وخته ژوندي وو يوه تذکره ليکلې او د هغې نوم يې «ميکده» ايښې ده. هغه په ۱۳ پېړۍ کي مړ او د احمد جام په روضه کي خاورو ته سپارل شوی دئ. د هغه د قصيدې د يوه بیت څخه معلومیږي چي تر ۱۲۶۵ کال پوري ژوندی و. دا غزل د ده دئ:
بدست آمد زمام از دولت عقلِ رسا کم کم
شود از دام مرغِ زیرک افتاده رها کم کم
ساقیا سر خوشم و باده صافم دادی
تبسم میکند بيگانگان را اشنا کم کم
برو مئ خور، ریا کم کن؛ کزین شیخ ریا پیشه
بگردون میرسد بوی ریا از بوريا کم کم
زلطفم پیرِ دُردیکش نهانی داد این پاسخ
که در کش آشکارا می که پر هی[؟] از ريا کم کم
ندانم کاروان دوست را منزل کجا باشد
ولی در گوش جانبازان رسد بانگِ درا کم کم
مرا گر خون بريزد نرگس مستت چه با کم زان
ز زلف سر کشت خواهم گرفتن خونبها کم کم
مرنجان صارمی خاطر پی تأديب هر نا اهل
که آید نا سزائی ها یقين از نا سزا کم کم
منبع: دایرة المعارف – شپږم ټوک – ۴۵۲ مخ
صافي هروي
د هرات د ښار څخه و او په هرات کي روزل شوی و او د شعر طبعه يې درلوده. دغه بیت د هغه دئ چي په رياض الشعرا کي ثبت دئ:
ز شوق تنگ دهانی دم از عدم زده ام
به لوح هستی خود نیستی رقم زده ام
* د مجالس النفائس په ۱۵۲ مخ کي دغه بیت هم د صافي هروي د پورتني بیت سره راوړل سوی دئ:
بجز حدیث تو با کس نگفته ام سخنی
اگر به کس سخنی گفتم از تو دم زده ام
صالح
د هغه نوم مير محمد هروي دئ، د «رياض الشعرا» له قول څخه هغه د سلطان حسين بایقرا د نامتو منصبدارانو څخه و او په هرات کي پيدا شوی او همالته خاورو ته سپارل شوی دئ. دئ په شعر او ادب کي د لوی قدرت خاوند دئ. دا غزل د هغه دئ:
ای شده خاک رهت چشم بلا پرور من
چه شود گر قدمی رنجه کنی بر سر من
رشکم آید بخدا ورنه تر ا میگفتم
که نمايی رخ خود را بملامت گرمن
چون بميرم زغمت تا به ابد خواهد ماند
آتش عشق نهان در تهِ خاکسر من
منبع: دایرة المعارف- شپږم ټوک – ۵۴۳
صفي کاشفي
نوم يې فخرالدين علي او پلار يې مولانا حسين واعظ کاشفي دئ؛ په صفي معروف او په هرات کښي زېږېدلی او لکه چي د واعظ کاشفي د حال په ژباړه کښي اشاره ورته وشوه په ۹۰۴ هجري کال يې د خواجه اکبر د لور سره چي د سعدالدين کاشغري په لویخواجه سره معروف دئ، د هرات په ښار کي واده وکړ. وروسته یې له جامي-عليه الرحمه- سره هم خپلوي پیدا کړې او د هغه لور يې په خپل نکاحکړه. فخرالدين علي د خپل پلار په شان د نقشبندي طریقې پيرو دئ.
په ۹۳۷ کال کښي یعني د ازبيکانو او عبيدالله شيباني او د طهاسب صفوي د الېګولې په وخت کښي یو کال په هرات کي زنداني شو او وروسته بیا د غرجستان پاچا سلطان محمد ته ورغی او په ۹۳۹ کال د هرات دښار څخه دباندي مړ شو او مړی يې په ښار کي د ننه خاورو ته سپارل شوی دئ. فخر الدين علي د خپل پلار په شان عالم او پوه و او څو اثره يې ليکلي دي چي ډېر معروف يې دادي:
۱- رشحات عین الحیات: دغه کتاب د نقشبنديه مشايخو د احوال په باب یو ډېر نامتو کتاب دئ. فخرالدين علي هغه د پلار په ژوندانه کښي پای ته رسولی دئ.
۲- لطايف الطوايف: يو د کيسو او نکلو کتاب دئ چي د غرجستان د پاچا سلطان محمد په دربار کښي يې په ۹۳۹ کال ليکلی دئ.
۳- حرزالامان من فتن الزمان: د قرآن کريم د حروفو او اسرارو د خواصو او منافعو په باب یو کتاب دئ چي دوولس بابونه لري.
۴- د قاسمي اسرارو د کتاب خلاصه: په سحر او طلسماتو کښي یې د پلار د قاسمي اسرارو د کتاب خلاصه ده.
منبع: دایرة المعارف – شپږم ټوک – ۴۶۶ مخ
صلاح الدين (سلجوقي)
مرحوم صلاح الدین سلجوقي د مرحوم سراج الدين ځوی په ۱۲۷۶ لمريز کال د هرات په ښار کي وزېږېد. په ۱۲۹۶ کال کي د هرات د ښار د محکمې د مفتي په توګه مقرر شو او د هیواد د خپلواکۍ نه وروسته کابل ته لاړ او په ۱۲۹۸ کي د په حبيبيې ښوونځي کي د ښوونکي په حیث مقرر شو او په همدغه کال د هرات د پوهني د مدير او د هغه ځای د «فرياد» جريدې د سرمحرر په حيث يې وظيفه په غاړه واخيسته. په ۱۳۰۰ ش کال کي بیرته کابل ته لاړ او د پوهني د وزارت په دارالتأليف کي يې د مصحح او په کابل دارالمعلمين کي يې د ښوونکي دنده ترسره کوله او هم يې دوه نیم کاله د هغه وخت په شاهي دارالتحرير کي د واقعه ليکلو د درېیمي څانګي سرکاتب و.
په ۱۳۰۷ کي د خارجه چارو د وزارت د مطبوعاتو د مدير په حيث مقرر شو. په ۱۳۰۸ کي د کورنۍ جګړې په وخت څلورنيمي مياشتي بندي و او د وطن د نجات او د بند نه د خلاصېدو څخه وروسته په ۱۳۰۸ کي بیا د خارجه وزارت د مطبوعاتو او اطلاعاتو مدير شو. وروسته له هغه په بمبيي کي د افغاني جنرال قونسل په حیث و ټاکل شو. په ۱۳۱۵ کي له بمبيي نه تبدیل او د هند له وېش نه د مخه د هند په مرکز ډيلي کي د افغاني جنرال قونسل په توګه و ټاکل شو.
نوموړی په ۱۳۱۸ کي د مطبوعاتو د مستقل رئیس په حیث وګومارل شو او د دغه وزارت په تشکيلولو کي يې د يادولو وړ برخه واخيستله. لکه چي آريانا دايرة المعارف د همده د رياست په وخت رامنځ ته شو، رادیو افغانستان په ۱۳۲۰ کال کي د ده د رياست په وخت پرانستل شو. د انيس هفته واره مجله په همدغه وخت په ورځپاڼه بدله شوه. کابل نندارې منځ ته راغله او عامه کتابخانه جوړه شوه. په ځينو ولایاتو کي لکه فارياب، پکتیا، بدخشان، سيستان(فراه) او داسي نورو کي د ده په وخت «اخبارونه» او مطبعې پرانستلې شوې. په راډيو او ورځپاڼو کي د پښتو برخي ته پوره پاملرنه وشوه او يو شمېر نوي ليکوال منځ ته راغلل.
په ۱۳۲۷ کال کي استاد سلجوقي په کراچۍ کي د افغاني لومړني لوی سفارت د مستشار په توګه د مختار وزير په رتبه مقرر شو. تر دې وروسته يوه دوره د شورا وکیل هم و او په ۱۳۳۳ کي بیا د مطبوعاتو د مستقل رئیس په حیث او وروسته له هغه په همدې کال په مصر کي د جمال عبدالناصر په وخت د افغاني لوی سفير په حیث مقرر شو او د ۱۳۴۰ کال تر پایه پوري يې دغه وظيفه سرته ورسوله.
استاد سلجوقي خپل تحصيلات په خصوصي ډول په مدرسو کي سرته رسولي؛ په ديني علومو کي يې لوی لاس درلود او له خارجي ژبو څخه يې په عربي او انګليسي خبري او لیک لوست کولای شو. دئ د قاهرې د عربي ژبي د ټولني د غړي په توګه هم ټاکل شوی وُ. استاد سلجوقي شوروي اتحاد، هند، ایران، پاکستان، عربستان، مصر او امريکې ته سفرونه کړي وه.
د سلجوقي تأليفات:
استاد سلجوقي د هیواد په مطبوعاتو کي د یو زيات شمېر مقالو او منظومو او منثورو آثارو په خپرولو سربېره دغه کتابونه هم تألیف کړي دي:
۱- د اخلاقو په علم باندي مقدمه دوه ټوکه په ۱۳۳۱ کال کي.
۲- نيکوماکوسي د اخلاقو د علم ترجمه د افلاطون اثر په علمي تمهيد او مقدمې سره.
۳- افکار شاعر، یو ټوک.
۴- نگاهي به زيبايی، یو ټوک په ۱۳۴۲ کال کي.
۵- د تعليمي نصاب د پاره اخلاقي مرکه.
۶- د بديع او بیان په علم کي یوه رساله.
۷- نقدِ بيدل په ۱۳۴۲ کي.
۸- تجلی خدا در آفاق و انفس، په ۱۳۴۴ کال کي.
ترجمې:
۱- تهذيب اخلاق ابن مسکويه، په ۱۳۳۴ کال کي.
۲- سياست ارسطو.
۳- محمد در شير خوارگی.
۴- جبيره.*
نوت: د لمر د مجلې د ۱۳۵۰ کال د سرطان په ۴ ګڼه کي دغه دوه کتابونه ( الاضوأ فی ميادین التفکير والفلسفه، او المرئة فی التاريخ و الشرائع) هم د استاد د آثارو په جمله کي ښودل شوي دي چي افکار شاعر او الاضواء په خارجي ژبو هم ترجمه شوي. استاد سلجوقي د خپل عمر په وروستیو وختو کي بې د کومي دولتي وظيفې له لرلو څخه په دارالامان په خپل شخصي کور کي اوسېده او د (۷۳) کالو په عمر د زړه د سکتې په ناروغۍ د ۱۳۴۹ شمسي کال د جوزا په ۱۶ نېټه د شنبې په شپه د (۱۹۷۰ د جون ۶ نېټه ) مړ او دهغه جنازه د کابل د شهدای صالحينو په هدیره کي ښخ کړی شوه.
منبع: اريانا دایرة المعارف – شپږم ټوک -۴۶۸مخ
* د پورتنیو آثارو سربېره دغه درې هم د ده بلل کېږي: تقويم انسان، آيينۀ تجلی، اشعار پراګنده.(یوسفزی).
ضياءالدين
ابن امام فخر رازي يو پوه او په علم او پوهه کښي مشغول سړی و. د پلار د مړيني وروسته په هرات کښي اوسېده.
طاهر هروي
د «آثارهرات» خاوند هغه د نوائي په تصديق سره هراتی ښودلی. د ده ژوند په ډېرې پرېشانۍ او سختيو سره تېر شوی دئ. د طاهر هراتی توب د حسيني تذکرې خاوند هم تأيیدوي او ليکي: ملا طاهر هروي لومړۍ موچڼې ګنډلې بیا د ليک په زده کړه مشغول شو. په هر حال هغه هم له شاعرانو څخه دئ چي خپل آثار يې د ادب په نړۍ کي په يادګار پرېښې دي. هغه د اميرعلي شېر او سلطان حسين ميرزا سره معاصر و. فخري اميري په خپل «تحفة الحبیب» کي د هغه د غزلياتو نمونې راوړي دي چي موږ د بيلګي په ډول د هغه يو غزل دلته رايادوو:
بدرد من دل آن سروِ سيمينتن نمیسوزد
بغیر از شمع کس را دل بدرد من نمی سوزد
نمی دوزد کسی چاک دل پر آتش زارم
که از سوز دلم هم رشته هم سوزن نمی سوزد
زبس بر آسمان آه دلم ره کرد حیرانم
که چون از برق آهم ماه را خرمن نمی سوزد
چنان از دودِ آهم تېره شد ګردون که روز وشب
چراغِ مِهر و مه بر آسمان روشن نمی سوزد
چنین کز شوق ګل بلبل کند افغان عجب دارم
که از سوز درونش چون ګل و ګلشن نمی سوزد
اګر بلبل ز آه و ناله آتش در ګلستان زد
چه حاصل زانکه ګل را زین شرر دامن نمی سوزد
نمی.؟ ز داع فرقت او طاهری یکشب
که خلقی را جګر زان ناله وشیون نمی سوزد
منبع: اريانا دایرة المعارف- شپږم ټوک -۴۹۰ مخ
عارفي هروي
دی د شاهرخ ميرزا او بایسنقر د عصر خورا مشهور او پياوړی شاعر دئ. اصلي نوم يې محمد او عارفي يې تخلص دئ. ده ته په شاعرۍ کي « دوهم سلمان» وايي او دا ځکه چي دی هم د سلمان ساوجي په څېر د سترګو په خوږو اخته و، او هم يې شعرونه د سبک له پلوه د خواجه سلمان شعرونو ته ورته وه. ده د «حال نامه» تر سرليک لاندي يوه مثنوي چي په «گوی و چوگان» سره مشهوره ده په ۸۴۲ هجري قمري د دوو هفتو په موده کي ليکلې. سربېره پر دې يې د حنفي « مالابد منه» هم په شعر اړولې ده. همدا ډول يې د شاهرخ د وزير خواجه غياث الدين پير احمد ابن اسحق خوافي په نامه «دهنامه» هم ليکلې ده. (بايد وویل شي چي نوموړی وزير د کينه کښانو او مخالفانو په لمسون په ۸۵۶ هجري قمري کي د ابوالقاسم بابر ميرزا له لاسه ووژل شو). عارفي له پاروونکو غزلو او غوره قصيدو نه د یوه ډک دېوان مؤلف دئ. دی په ۷۹۱ هجري قمري کي زېږېدلی او په ۸۵۳ هجري قمري کال کی د خپل ژوند په ۶۲ کلني عمر په هرات کي وفات شوی دئ.
لاندينۍ بدله د ده د شعرونو څخه ده:
به سرخم که نیا یم بدر از میخانه
تا به آن دم که مرا پُر نه شود پيمانه
باده پیش آر چه جای سخنِ جام وجم است
راستی را که ندارم سر این افسانه
چشم ساقی اگر این شب که من می بینم
سرمهٔ دیده کنم خاکِ در میخانه
عقل پروانه و می، شمع شب افروز بود
در سر شمع شب افروز شود پروانه
عارفی چون ز در صومعه کارت نګشاد
خیز و در گوشهٔ میخانه نشین مردانه
منبع: دایرة المعارف -شپږم ټوک – ۵۱۹ مخ
عاشق
نوم يې عبدالرحمن ابن ملاابوبکر سليم ابن ملا مولا داد هروي دئ. د ۱۳ هجري قمري پېړۍ په منځونو کي زېږېدلی، په شعر او ادب کي لوړ پوړ ته رسېدلی دئ. په غزل او قصيده کي د ښه مهارت خاوند و او هر ډول شعرونه يې له ځانه پرېښي دي. دی په ۱۳۰۷ قمري هجري کال په هرات کي مړ شوی دئ. لاندنی شعر د ده دئ:
آن پری روکه برو پردۀ نازی دارد
عین خوبی است که مژگان درازی دارد
دل کبوتر صفتش صيد شود کان شه حسن
مژه گيرنده تر از چنگال بازی دارد
ناز زيباست به آن حور پری روکه مدام
جان ابرار بر آن ناز نيازی دارد
فتوی عشق چو جو ياشدم از مفتی شرع
گفت اگرطبع وهوانيست جوازی دارد
نزد عارف به حقيقت بخدا پیوسته است
هر که باروی بتی عشق مجازی دارد
زاهد خام طمع پی نه برد با مقصود
خالی از صدق، دلِ زرق طرازی دارد
هست شایستهٔ ایمان حقیقی عاشق
که به ابروی تو پیوسته نمازی دارد
منبع: دایرة المعارف – شپږم ټوک – ۵۲۰ مخ
عبدالقادر هروي(سيد)
دې شاعر د لسمي پېړۍ په آخر کي ژوند کاوه، په هرات کي زېږېدلی دئ، د تاريخ په فن کي يې ښه مهارت درلود، لاندنۍ قطعه يې د سلطان حسين ميرزا د يوې ماڼۍ په تاريخ کي ویلې ده:
این عمارت که خيره ګشت ازو
چشم صورتگران چين و ختا
اسم بانی و سال تاريخش
شاه سلطان حسين بایقرا
منبع: اريانا دایرة المعارف – شپږم ټوک – ۵۵۷
تېري برخي: