پنځلسمه برخه:
عبدالله ملکيار
عبدالله ملکيار د عبدالاحمد خان زوی او د عبدالملک خان لمسی دئ، د عبدالله تخلص «ملکیار» د هغه د نيکه له نامه څخه را اخيستل سوی دئ.
عبدالله ملکيار د ۱۲۸۸ ل کال( ۱۹۰۹ م کال د اپريل په ۱۶ مه) په غزني ښار کي زېږېدلی دئ. ملکيار تر سفير، وزير، د صدارت تر مرستیال د هرات د نائب الحکومه په نوم ډېر مشهور دئ.
د ښوونځي زده کړي يې د کابل په استقلال او اماني لېسو کي او نوري زده کړي يې د ایران د فرانکو پرسان په مؤسسه کي بشپړي کړي. نوموړي د نبراسکا له پوهنتون څخه افتخاري ډاکټري هم ترلاسه کړه.د ده دوه نور وروڼه (ګل احمد خان او عبدالاحد خان) یو يې د مشرقي او بل يې د مزارِ نايب الحکومه تېر سوي دي.
د هرات ښار د ولایت مقام ته مخامخ واټ د ده په نوم نومول سوی دئ. د دې ستر ښار د هري تاريخي آبدې، جامع جومات او یا هم بلي پخوانۍ ودانۍ موضوع چي یاديږي د ده نوم خامخا ورسره تړلی وي. د ده په دوره کي اکثره تاريخي ودانۍ له ویجاړېدني وژغورل سوې، او په دغه حوزه(هرات) کي يې ډېري نوي دولتي ودانۍ جوړي کړې ، د ښاري پراختيا پلان ته يې عملي بڼه ورکړه او ښار ته يې وسعت ورکړ.
د عبدالله ملکيار دندي:
– د صدارت د درېیمي شعبې د تحريراتو مدير
– د جرمني په یوه بانک کي د نماينده په توګه
– د سوداګرۍ وزارت معين او د افغانستان بانک مرستيال
– د هرات نايب الحکومه (دوې دورې- لومړۍ دوره : ۱۳۲۰ تر ۱۳۲۸ او دوهمه دوره: ۱۳۳۰تر ۱۳۳۳ ))
– د هلمند د ناوې د رئیس په توګه
– د ماليې وزير
-په لندن کي د افغانستان سفير
– دصدارت لومړی مرستيال
عبدالله ملکيار د خپل مامؤريت په دورو کي د افغانستان په سطحه ډېر ستر کارونه وکړل، دلته یواځي د هغو کارونو یادونه سوې ده چي دی د هرات د سيمي نایب الحکومه وو.
د هرات په حوزه کي د عبدالله ملکيار د ځينو کارونو یادونه:
- د ظاهر شاه په دوره کي د عبدالرحمن جامي د زيارت رواق(ایوان) د سترو مناور سره، او د همدې زيارت د جامع مسجد احداثول.
- د خواجه مودود چشتي د مزار آبده چي د تېموري پاچاهانو په عصر کي جوړه سوې وه ، د ده (ملکيار) په عصر کي په اساسي ډول ترميم سوه.
- د ملا حسين واعظ کاشفي (رح) د زيارت د رواق(ايوان) جوړول.
- د د ه په امر په کال ۱۳۲۲ کي د خواجه علي مؤفق (رح) د زيارت ترڅنګ د پاخه مسجد جوړول.
- په ۱۳۲۶ هجري شمسي کال کي د سيد عبدالله مختار د زيارت د ایوان بیا رغونه.
- د مسجدجامع کاشي کاري، د ګلدستو تزئين (ښايست) او د جامع شرقي خوا ته د ستر پارک جوړول.
- د غور په دولتيار کي د پاخه هوټل جوړول.
- د بادغېس د رباط سنګي ودانۍ( اوس د رباط سنګي سره د بادغېس نوم نه یاديږي، بلکې د یوې ولسوالۍ په نوم شهرت لري، په داسي حال کي چي رباط سنګي د ګلران ولسوالۍ مربوط ده).
- د هرات ولایت پارک.
- پارک هوټل ( چي اوس د ښاروالۍ د ځينو ناحيو شعبې پکښي فعالي دي).
- د هرات سېنما ( دا سېنما د طالبانو لخوا ړنګه سوه او پر ځای يې د ترانسپورټ او د مسجد ودانۍ جوړي سوې، پخوا به د مسجد دروازه د ټولو خلکو پر مخ پرانيستې وه، خو اوس یواځي دولتي مامؤرين پکښي لمونځ کوي).
- شاهي باغ ته نږدې د یوه ښوونځي ودانۍ.
- د عامه کتابتون ودانۍ( اوس د عامه کتابتون لپاره نوې ودانۍ جوړه سوې ده).
- د محاکمو لپاره ودانۍ
- د (اوسني) هرات د انجيل، کرُخ، اوبه، ګذره، ادرسکن، ګلران،غوريان، چشت، کشک کهنه ، فرسي د ولسواليو ودانۍ.
- د بادغېس د قادس، جوند، بالامرغاب، غورماچ د ولسواليو ودانۍ.
- د غور د ساغر، پسابند، تولک، تيوره، شهرک د ولسوالیو ودانۍ.
- د شنیډنډ د لوی ولسوالۍ حکومتي ودانۍ او نوري دولتي ودانۍ.
- د هرات – کندهار پر لاره جوړ سوي پلونه، لکه د ادرسکن پل، شينډنډ پل، جيجه پل، فراه رود پل، دلارام پل، هلمند او ارغنداب پلونه.
- – هاشمي پل (دا نوم د هاشم خان له نامه څخه سرچينه اخلي، ځکه پل د هاشم خان د صدارت پر وخت جوړ سوی دئ).
- د ده په لومړۍ دوره کي د لومړي ځل لپاره هرات کي ښځينه ښوونځی جوړ سو، او په دوهمه دوره کي دا ښوونځی لېسې ته لوړ سو.
- د ده په دوره کي د هرات یواځينۍ دولتي چاپي خپرونه (اتفاق اسلام) له جريدې څخه و ورځپاڼي ته واړول سوه.
عبدالله ملکيار*په ۱۳۸۱ ل (۲۰۰۲م) کال د اګسټ په ۴مه د امريکا په ويرجينا کي ومړ او هم هلته ښخ دئ.
* د عبدالله ملکيار بشپړه بيوګرافي د وطن معماران کتاب په ۸۳ تر ۹۴ مخونه کي ولولئ.
عيني هروي
د هرات د « ۱۰ هجرۍ» پېړۍ له شاعرانو څخه دئ. دی د هرات په اوبې کي زېږېدلی او په هغه ځای کي روزل شوی دئ. د خطاطۍ په فن کي يې پوره مهارت درلود. په تېره بیا نستعليق خط يې ډېر ښه ليکه. ده خپل زياتره وخت د شاعرانو د دېوانونوپه استنساخ او لاسليکنه کي تېراوه. پخپله هم شاعر و او د شعر يوه نمونه يې دا ده:
ز هر کی یاد درین بزم میکنیم نماند
پیاله رفت و قدح رفت و جام و مينا رفت
مطلع
به سرِ خويش کسی را مکن چو نَی دمساز
که تا نفس زده يی، ميدهد برون آواز
او…
هیچ معشوقی وفا با عاشق شيدا نکرد
گل بصد ناخن گِرِه از کار بلبل وانکرد
منبع: آريانا دايرة المعارف – اووم ټوک – ۶۰۹ مخ
غباري
دی د هرات په ښار کښي زېږېدلی دئ او خپل تحصيلات يې هم په دغه سيمه کي سرته رسولي. سربېره په شعر وُ ادب په موسيقي کښي يې هم مهارت درلود. په «رياض الشعراء» کښي دغه بیت د ده په نامه ثبت شوی دئ:
مانند سبزه خط لعلش نديده خضر
هر چند گرد چشمه حیوان برآمده
منبع: دایرة المعارف – اووم ټوک – ۶۱۴ مخ
غزالي هروي
د هرات يو شاعر دئ چي په «چسپک» باندي مشهور و.
دی له هرات نه عراق ته ولاړ او هلته يې استوګنه غوره کړه. سام ميرزا دغه وروسته بیتونه د ده بللي دي:
تا در اقليم جمالت پادشاهی داده اند
مهر و مه بر خوبی حُسنت گواهی داده اند
د امطلع هم د هغه ده:
دود آه دل من کين همه پر کاله در اوست
گرد باديست که صد برگ گل و لاله دروست
منبع: دایرة المعارف – اووم ټوک – ۶۱۸ مخ
غلام پاکی
د هرات يو شاعر دئ چي په لسمه پېړۍ کښي اوسېده. ده په هرات کښي نايي توب کاوه او له دې لاره يې خپله ګوزاره کوله. د شعر طبعه يې لرله او ښه شعرونه يې ویل.
سام ميرزا دغه وروسته څلوريزه د ده په نامه راوړې ده:
تيغ اجل آندم که عَلَم خواهد شد
این جسمِ چو موی ما قلم خواهد شد
گر جُرم و گناه ما بپاکی ببری
از کيسهٔ رحمتت چه کم خواهد شد.
منبع: دایرة المعارف – اووم ټوک – ۶۲۸ مخ
فخر الدين خطاط۱
دی د هرات دئ، د «رياض الشعراء» د ليکني سره سم د لوړي مرتبې شاعر او پخپل وخت کي منلی يو خوش نويس او په وعظ کي نادره د دوران وُ. د عوفي معاصر و، او د هغه سره يې صحبت کړی و. دا بیتونه د ده دي:
برگل از سنبل چليپا میکنی
بس مسلمانرا که ترسا میکنی
می ستانی عمر و عشوه میدهی
راستی را نیک سودا میکنی
منبع: اريانا دایرة المعارف – اووم ټوک – ۶۵۶ مخ
فخري اميري
سلطان محمد فخري د اميري زوی د هرات د لسمي پېړۍ له ليکوالو څخه و، او دی لومړی سړی دئ چي د امير علي شير نوائي «مجالس النفايس۲» يې د چغتايي ترکي ژبي څخه په دري خوږه ژبه په (۹۲۷ هـ او ۹۲۸ هـ ) کلو کي ترجمه کړی، او څه يې هم پر زيات کړي دي. نور آثار هم لري چي يو له هغو څخه د « جواهرالعجايب۳» په نامه د ښځو تذکره ده. همدارنګه يې د هغو سلاطينو او اميرانو د ژوند پيښو تذکره ليکلې ده چي شاعران او سخن سنجان وو، او بل تأليف يې «بوستان خيال» دئ چي ځينو هغه د ده د غزلياتو دېوان بللی او زياترو هغه یوه منظومه ګڼلې ده . فخري یو بل اثر د « تحفة الحبيب۴» په نامه هم لري، او په دې کتاب کي يې د پخوانيو او د ده د معاصرو شاعرانو هغه غزلي راغونډي کړي دي چي ټولي په يوه رديف او يو وزن او يوه قافيه ويلي سوي وې. دوني څرګنده ده چي فخري له هراته د غربيخُراسان او همدان خواته تللی، او د لسمي هجري قمري پېړۍ په پای کي مړ دئ. دا غزله د هغه ده:
گهی آن يار را بینم برا هی بگذرد
در رهش افتم چنان بیخود که ماهی بگذرد
جان فدای آن که ناگاهش ببینم در گذر
صد جفا برجانم از بهر نگاهی بگذرد
در گذر ترکان چشمش غارت جان ودل اند
وای بر ملکی که زین مردم سپاهی بگذرد
از خدنگش حيفم آید بردل پرخون زار
ورنه هر ظلمی بود بيگناهی بگذرد
گفت خاک راه شو تا بر تو هردم بگذرم
خاک گرديدم کجا آن هم که گاهی بگذرد
بر سر ره زرد و زارم کی بود کان سرو ناز
همچو آب زندگانی برگیاهی بگذرد
بر درش از ضعف نتوانم بفرياد آمدن
آه اگر سلطان بسوی دادخواهی بگذرد
روز هجران را مگو خواهد گذشتن ای رفیق
نیست ممکن کينچنين روزِ سياهی بگذرد
گفته يی گر بگذرم فخری بسويت چون بود
سوی درویشی برحمت پادشاهی بگذرد
منبع: دایرة المعارف – اووم ټوک – ۶۵۷ مخ
۱- د دایرة المعارف د درېیم ټوک په ۷۰۸ مخ کي يې هم یادونه سوې ده.
۲- امير علي شير نوائي دا کتاب د خپل مرګ نه لس کاله مخکي لیکلی دئ ا و د خپل عصر تقريباً ۳۸۰ شاعران يې پکښي معرفي کړي دي.
دا (مجالس النفائس) څو ځلي د بېلابېلو ليکوالانو په اهتمام چاپ سوی دئ، چي د ځينو نسخو یادونه یې دا ده :
– د پرويز بيگي حبيب آبادي په اهتمام ، چاپ کال: ۱۳۸۹، د چاپ ځای: تهران
– د علي اصغر حکمت په اهتمام، چاپ کال ۱۳۶۳ ل، چاپ ځای: تهران.
۳- جواهر العجايب د روضة السلاطين سره یو ځای د هند په حيدرآباد ښار کي د سندي ادبي بورډ لخوا په کال ۱۹۶۸م کي چاپ سوی دئ. د کتاب بشپړ نوم (تذکره روضة السلاطين و جواهر العجايب ( مع ديوان فخری هروی)) دئ.
۴- دا کتاب د ایران د اسلامي شورا د مجلس د موزيم په کتابخانه کي په دغه شمېره ۴۸۹۳۵۹ خوندي دئ.
فرح الدين (ملا)
د احمدشاه بابا د وخت له نومياليو او نامتو پوهانو څخه و، چي بیا يې په زهد او تقوا او ارشاد هم زياد شهرت وموند.
په (۱۱۵۹ هجري) کال زېږېدلی او په (۱۲۴۱ هجري) کال مړ او د هرات په ښار کي ښخ دئ.
ملا فرح الدين د خپل وخت اديب او مؤلف و، په اخلاقو او تصوف کي تأليفات لري، يو منظوم کتاب يې «تعداد الکبائر» نوميږي او په لنډه مثنوي په پښتو ليکل سوی دئ. دا کتاب د دوو زرو بیتونو په شاوخوا کي ابيات لري. لاندي بیتونه د ده دي:
بل حلال حلال ګڼل دي
هر حرام حرام منل دي
شفقت پر مسلمان کړه
له هر چا سره احسان کړه
په ښادي د ده ښادمن سه
هم په غم دده غمجن سه
چي د کفر موجبات دي
په دوه کونه مهلکات دي
له همه وو احتراز کړه
بيا وشرعي ته اعراز کړه
که افعال وي که اقوال وي
يا چي نور باقي احوال وي
محرم چي دا شرعي وي
پر وارد دليل قطعي وي
اجتناب ورځني فرض دئ
واوره زما و تاته عرض دئ
ښه هغه دئ غوږ کړه ګوره
چي په شرعه ښه دئ وروره
ياغه عقل چي سليم وي
پر بد والي يې جازم وي
منبع: دایرة المعارف – اووم ټوک – ۶۶۳ مخ
فصيحی هروي
په هرات کي د يوولسمي هجري پېړۍ له مقتدرو شاعرانو څخه و. دی د هغه ځای د ساداتو د يوې کورنۍ غړی او همهلته يې روزنه او پالنه موندلې ده. لومړی د هرات د حاکم حسنخان سره اوسېد بیا هغه وخت چي شاه عباس ماضي په ۱۰۳۱ هـ کال هرات ته راغی د فصيحي له صحبت څخه خوشاله سوئ او هغه يې له ځان سره عراق عجم او مازنداران ته بېولی و. فصيحي په شعر کي مقتدر او پر خپلو معاصرينو پورته و. دا بیتونه دده له فکره دي:
تماشا مکن آئینه که حیران نشوی
زلف بر خويش ميفشان که پريشان نشوی
***
شاخ ترم که تازه زبانم بريده اند
محروم بوستانم و مر دود آتشم
منبع: اريانا دایرة المعارف – اووم ټوک – ۶۷۱ مخ
فضلي هروي (مولانا)
د لومړۍ مرتبې له شاعرانو څخه دئ چي د سلطان حسين بایقرا په عصر کي ژوندی و. د ده د زېږېدو، ودي او روزني ځای هرات و. او د نوايي په قول په کوچنيوالي کي يې نقاشي کوله او بیا يې په شعر ویلو خوله پوري کړې ده. د ده ښه او ښکلي شعرونه د جونګو او بياضو د مخو ښکلا ده، دا غزله له هغې څخه ده:
دل من خون شد و هر گل که دمد از گل من
در ره عشق گواهيست بخون دل من
ديده ګريان و سرم شد بره محنت خاک
باميدی که شود سروِ قدت مايل من
من نه آنم که سر از تيغ ملامت بکشم
گر کشد صد رهم از تيغِ ستم قاتل من
گفتمش لب بګشا، پرده برخسار افگند
وه که نګشاد از آن غنچه دهن مشکل من
خرمی از دل «فضلی» مَطَلب چون نبود
حاصلی غیر الم از دل بیحاصل من
منبع: اريانا دايرة المعارف – اووم ټوک – ۶۷۱ /۶۷۲ مخ
فقيري هروي
د هرات له شاعرانو څخه و، چي د تېموري اميرانو په دوره کي يې ژوند کاوه. اميرعلي شير نوايي د ده د هراتي والي معلومات راکړي دي او دا مطلع يې د ده راوړې ده:
ميروم در گوشهٔ ميخانه جا خوش میکنم
جام می ميګيرم و آنجا فرا مُش میکنم
منبع: اريانا دايرة المعارف اووم ټوک – ۶۷۴ مخ
فنائي هروي
د هرات و، او په هرات کي يې د علومو زده کړه کړې وه. په شعر کي يې پوره قدرت او مهارت درلود. بیا هند ته تللی او د همايون دربار ته رسېدلی و، تر هغه وروسته د اکبر پاچا ملازم سو. خواږه شعرونه په يادگار ځني پاته دي، له هغې جملې څخه دا غزله ده چي د فخري امير په «تحفة الحبيب» کي راغلې ده:
مهيا شد می و ساغر حريفم يار بايستی
بجام باده عکس آن رخ گلنار بايستی
بسی گفتم بخوابت آیم و مردم من از حسرت
که چشم من بخواب و بخت من بیدار بايستی
زکويش تا بردی هر طرف باد فنا چشم؟
تن فرسوده چون کاهی برين دیوار بایستی
مرا پرسید یار و يافتم صحبت چه بیدَردم
زبهر این عادت سالها بیمار بايستی
فنائی بيرُخش گلهای رعنا دیدم و گفتم
بجای هر گلی در چشم من صد خار بايستی
منبع: اريانا دايرة المعارف – اووم ټوک- ۶۷۹ مخ
قُدسي
په اصل کي د هرات دئ او د تېموري سلاطينو په وخت کي يې ژوند کاوه. د لقوه ناروغي يې درلودله او تل به يې تر خولې اوبه بهېدلې لکه چي پخپله وايي:
با وجود چنین دهن که مراست
شعر گويم که آب ازو بچکد
حسن خواجه پخپله تذکره کي د مولانا قدسي داسي یادونه کوي: « بپاکيزه رويی مشهور است، ابيات مرغوب و اشعار خوب دارد».
دا غزله ده ته منسوبه ده:
ای بخنده لعلت را ميل شکر افشانی
زان دولب چه شيرین است خنده های پنهانی
از دو چشم تو هر گز رسم مردمی نايد
کافران کسی دانند شيوهٔ مسلمانی
چون تو یوسف مصری ای پری عجب نبود
بر درت عزيزان را آرزوی دربانی
بسکه کو کب سعدی بر سپهر نیکويی
می سزد که گويندت مهر و ماهِ تابانی
میکنی شکر ريزی از شکر لبان قدسی
طوطی شکر خوانی در فن سخن رانی
حسن خواجه د یو بل قدسي: د قدسيترمذي په نامه هم یادونه کوي، نو له دې څخه داسي معلومیږي چي دا قدسي هغه څوک دئ چي نوائي يې د هراتي په نامه راوړی ؤ. دا مطلع يې د هغه په نامه ليکلې ده:
ای که منعم میکنی از دیدن آن گل عذار
حالت دل را نمیدانی مرا معذور دار
منبع: اريانا دایرة المعارف – اووم ټوک – ۷۱۷ مخ.
قاري هراتي
علي د سلطان محمد زوی ملقب په نورالدين او معروف په ملاعلي قاري حنفي المذهب، په هرات کي زېږېدلی او په مکه کي اوسېدلی. د یوولسمي هجري پېړۍ د سر له نومياليو فاضلانو څخه و، او وروسته تر هغه چي په هرات کي يوه برخه علمي زده کړه يې وکړه او په هغه کي بريالی سو نو مکې ته ولاړ، او دهغه ځای له مشايخو څخه يې نوره علمي زده کړه بشپړه کړه، څو چي هري خواته يې آوازه خپره سوه او د څلورو امامانو پر هر يوه يې په تېره بيا امام شافعي او د هغه پر اتباعو د اعتراض خوله پرانيستله، او پر امام مالک يې هم د لاس ایله نمونځ کولو په باب اعتراض وکئ او يوه رساله يې په دې موضوع کي تأليف کړه. په ۱۰۱۴ يا ۱۰۱۶ هـ ق کال په مکه کي وفات سوی دئ. ډېر تأليفات لري چي څو تأليفونه يې دا دي:
۱- الاحاديث القدسيه والکلمات الانسيه
۲- الحررالتمين.
۳- الحصن الحصين من کلام سيدالمرسلين
۴- فتح الرحمان بفضائل شعبان
۵- مرقاة المفاتيح لمشکوة المصابيح.*
منبع: دايرة المعارف – اووم ټوک – ۶۹۸-۶۹۷مخونه
* دا اثر یو ځل په ۲۰۰۲ م او بل ځل په ۲۰۱۰ م کي د دارالفکر خپرندويي ټولني لخوا د لبنان هیواد په بیروت کي چاپ سوی دئ (یوسفزی).
د هرات نوميالي تېري برخي:
لومړۍ- دوهمه – درېیمه – څلورمه – پنځمه – شپږمه – اوومه – اتمه – نهمه – لسمه – یولسمه – دولسمه – ديارلسمه – څوارلسمه