شپاړسمه برخه:

قاضي اختيارالدين

قاضي اختيارالدين حسن د علي زوی د سلطان حسين بايقرا د امارت په وخت کي قاضي و.

دې قاضي په نستعليق خط کي هم لوی لاس درلود. دئ په ۹۲۸ هجري کي مړ دی. د ده د منشآتو نسخه د ده په خط د ایران په سلطنتي کتابتون کي سته.

منبع: اريانا دايرة المعارف – اووم ټوک – ۷۰۲ مخ.

قاضي هروي

محمد د احمدعبادي زوی مشهور په ابوعاصم له نوميالیو شافعي پوهانو او فقيهانو څخه و، چي په ۳۷۵ هـ ق کال په هرات کي زېږېدلی، لمړی يې په هرات او بیا په نیشاپور کي د هغه وخت له لويو پوهانو څخه زده کړه وکړه، او په ۴۵۸ هـ کال کي مړ دئ.

تأليفات يې درلودل چي ځيني یې دا دي:

۱- ادب القضاة

۲- الهادي

۳- طبقات الفقه

۴- المبسوط

منبع: اريانا دایرة المعارف- اووم ټوک – ۷۰۳ مخ.

قبولي هروي

د حسن خواجه په قول له چغتايي اميرزادګانو څخه و. د دیني علومو زده کړه يې کړې وه. دی ليکي هغه وخت چي مولانا قبولي مړ و، امیرعلي شير د هرات د مخورو سره د هغه کور ته ورغی او د مولانا دیوان يې د حسب حال د پاره پرانيست دا مقطع راغله:

اگر قبول تو باشم قبولیم ورنه

بهر دو کون چو من نا قبول نتوان یافت

قبولي د هرات د ساداتو په هديره کي ښخ دئ. دا مقطع يې هم له لطفه خالي نه ده:

عجب نبود اگر امروز نشناسی قبولی را

که روی زرد او از اشک ګلګون رنګ ديګر شد.

منبع: اريانا دایرة المعارف – اووم ټوک – ۷۱۲ مخ.

کمال الدين بهزاد

استاد کمال الدين بهزاد د هرات اوسېدونکی په ۸۵۴ هجري قمري او په ۱۳۴۰ ميلادي کال زېږېدلی دئ. دی د لسمي  هجري قمري پېړۍ ستر نقاش او هنر مند وُ، چي کټ مټ يې د رنسانس په دوره یعني په همهغه پېړۍ کي چي په اروپا کي مستظرفه صنايع د ترقۍ اوج ته رسېدلی وو، ده په هرات کي د نقاشۍ صنعت د کمال پايې ته ورساوه او لکه ليورناردو داوينچی او رافائل يې اعجاب انګېزه آثار په يادگار پرېښوول او ځان ته يې جاويدان نوم وګاټه.

د بهزاد ترقي او شهرت د سلطان حسين بايقرا (۸۷۳- ۹۱۲ هـ – ۱۳۴۸ – ۱۵۰۶ م) د اميرعلي شير نوائي په پالنه او قدر داني چي هغه پخپله هم شاعر، موسیقي پوهان او نقاش و، داسي حد ته ورسېد چي زموږ د هیواد نوميالی مؤرخ خواندمير د ده په باره کي داسي ليکي:

« بهزاد اشکال شګفت انګيز و نوادر صنعت خويش را در مقابل ما مجسم میکند، طراحی و هنر مندی او چون قلم مانی آثار همه نقاشان دنيا را از صفحه روزگار سترده و انګشتان معجزه آسايش صور و نقوش همه صنعتگران و نقاشان فرزندان آدم را محو کرده است، ماني از قلم او با مهارت و استادی با شکال بیجان جان میدهد».

بهزاد وروسته تر هغه چي خپل صنعت يې د کمال پوړۍ ته ورساوه او ډېر شاګردان يې وروزل په دې هڅه کي سو چي د نقاشۍ يوه اکاډمي جوړه کړي، او هغه يې د خپل وخت د استادانو؛ لکه: خواجه غياث الدين هروي، سلطان ابراهيم هروي، امیر شاهي سبزواري، ميرک هروي، سلطان علي، سلطان محمد خندان  او نور په مرسته د هرات په ښار کي تأسیس کړه، چي په هغه وسيله د صنعت او هنر د ژوندي ساتلو او انکشاف په لاره کي لا ډېر زيار وباسي. نو په دې توګه بهزاد نه يوازي په هرات کي د نقاشي هنر او مخصوص اسلوب خپور کئ او پرمخ يې بوت، بلکې له دغه لوی ښاره يې د نقاشۍ او ميناکارۍ د پاره لوی مرکز جوړ کئ چي د دنيا نورو ښارو هم له هغه څخه فيض وموند.

د سلطان حسين ميرزا تر مړيني وروسته که څه هم يوه سستي منځ ته راغله، مګر بیا هم بهزاد هلته پاته سو، څو چي په (۹۱۶ هجري) کال کي شاه اسمعيل صفوي ( ۹۰۸- ۹۳۱ هـ- ۱۵۰۲- ۱۵۲۳ م) پر هرات يرغل وکئ او بهزاد يې له ځان سره تبريز ته بوت او د سلطنتي کتابتون د چارو اداره يې چي د صنايعو په شاهکاريو پوري يې اړه درلودله بهزاد ته وسپارله، او د هغه زوی شاه طهماسب يې شاګرد سو. په دې توګه نو که څه هم هرات تر يوې مودې پوري صنعتي او هنري مرکز پاته و، خو د نقاشۍ شغل له هرات نه د تبريز خواته تمایل پيدا کئ، یعني هغه وخت نو د بهزاد د هنر نفوذ هم په هرات او هم په تبريز کي ادامه درلودله او په هرات کي د بهزاد شاګردانو د خپل ستر استاد سبک تعقيباوه، او پخپله بهزاد په تبريز کي د صفوي دورې د نقاشۍ د مکتب مؤسس ګاڼه کېده.

سربېره پر دې په بخارا کي هم د نقاشۍ هنر رواج درلود چي د بهزاد له مکتبه يې فيض مونده او تفصيل يې داسي و، چي د محمد شيباني په دوره کي په ( ۹۴۲ هـ= ۱۵۳۵ م) کال د هرات د مکتب یو زيات شمېر نقاشان او خوشنويسان بخارا ته ولاړل چي هغو هلته دهرات د هنري مکتب په ډول او په تېره بیا د بهزاد پر سبک کار کاوه. نو د دې مطالبو په يادوني سره دا نتيجه اخيستله کېدای سي چي د هرات، تبرېز او بخارا د نقاشي مکتبونه له یوې چینې څخه خړوبېدل او له یوې منبع څخه یې الهام اخيست او هغه « بهزاد» و.

بهزاد د اروپا او آسیا د نقاشۍ اسلوبونه سره ګډول او په خپل کار کي يې داسي دقت کړی او داسي زيار يې ایستلی چي اوس د ده تابلوګاني د نړۍ له بې سارو او نفيسو آثارو څخه ګڼل کیږي.

د استاد بهزاد آثار د جهان په موزيمو کي ډېر دي، خو د دوو خطي نسخو تصاوير د ده د آثارو له بهترينو نمونو څخه باله کېږي، دا خطي نسخې یوه د نظامي خمسه ده چي په ۸۴۶ هـ – ۱۴۴۲ م کال کي ليکلې سوې او د بريتانيا په موزيم کي ده او بله د سعدي د بوستان خطي نسخه ده چي په ۸۹۳ هـ – ۱۴۸۸ م کال ليکلې سوې او د قاهرې په موزيم کي ده. په دې دواړو نسخو کي د بهزاد په قلم زړه وړونکي تصاوير نقش سوي دي. له دې نقاشيو څخه څرګندیږي چي بهزاد د طبيعيت په ليدلو کي خورا زيات دقیق او تېزبينه و، او د ترکيب او رنګ آمېزۍ له مخي د ده مهارت او استادي ثابتوي. پر دې سربېره د بهزاد له ډېرو ښو صورتو څخه چي بل هیڅ یو نقاش داسي بديع اثر نه دئ جوړ کړی یوه لوحه ده چي په هغه کي يې د پسرلي روح خوشالوونکې منظره د روڼې هوا او د لمر د وړانګو سره انځور کړې ده او د سلطان حسين ميرزا بايقراء یو تصوير يې هم کښلی دئ.

لنډه دا چي د استاد بهزاد له آثارو او انځورونو څخه هر يو د ده هنر د ښکلا او کمال په اوج کي ښيي، چي د ده د استادانه ذوق او سليقې معرفي کوونکي دي.

ختيز پېژندونکو هم د بهزاد د هنر او د ده د قيمتي آثارو زياته ستاينه کړې ده چي دا پخپله د هغه ستر هنرمند پر استادۍ دلیل دئ.

استاد بهزاد د خپل عصر د لويانو او پوهانو سره لکه نورالدين عبدالرحمن جامي د نهمي هجري پېړۍ ستر او نوميالی شاعر،  او اميرعلي شير نوائي او نورو سره نژدې روابط درلودل چي د ده قدر او حمايه يې کوله.

بهزاد د هنر او صنعت د انکشاف په لاره کي تر يوه عمر زيار وروسته په ۹۴۲ هجري قمري کال په هرات کي مړ سو، او د هرات ښار د شمال خوا غره په لمنه کي د خواجه عبداللهمختار زيارت ته نژدې ښخ دئ.

د ده په خاصو شاګردانو او همکارانو کي د قاسمعلي نوم د یادوني وړ دئ چي د اشخاصو د تصاويرو په ايستلو کي يې لوی لاس درلود، د قاسم علي آثار چي ټول د ده د استاد – بهزاد، پر سبک دي د نړۍ په موزيمو کي ډېر دي.

منبع: اريانا دایرة المعارف – اووم ټوک – ۸۴۰ – ۸۴۱ مخونه

کمال الدين هروي

د هرات په ښار کي زېږېدلی او هم د هرات په ښار کي مړ او ښخ دئ. په هرات کي يې وده او روزنه موندلې ده او په ادبياتو کي یې لوی لاس درلود. د «رياض الشعراء» د تذکرې خاوند يې له جهانيانو؟څخه د کلام په وفرت کي ممتاز بولي، او دابيت يې د ده په نامه ثبت کړی دئ:

دوستان گر گشت مارا دوست، ما دانيم و دوست

چون هلاک ما ز جای اوست، ما دانيم و دوست

منبع: اريانا دایرة المعارف – اووم ټوک – ۸۳۹ مخ.

لطف الدين (خواجه)

خواجه عزيز واعظي یو عالم سړی و او ډېر کلونه د هرات د لوی مسجد په مقصوره کي خلکو ته په وعظ او نصیحت کولو بوخت و، په ۸۲۳ هـ کي مړ شو او د هرات په خيابان کي د علامه امام رازي د مزار تر څنګه ښخ کړل شو.

منبع: اريانا دايرة المعارف – اووم ټوک- ۹۱۳ مخ.

محب علي هروي

مولينا محب علي د مولينا رستم علي خطاط «نائي» زوی دئ، د هرات په ښار کي زېږېدلی دئ په بديهه ویلو (حاضر ځوابۍ) او خطاطۍ کي د ښه لاس خاوندو، محب علي زياته موده په مسافرت مشغول و او د خپل شعر ویني او خطاطۍ په برکت يې د شاه اسمعيل صفوي او طهاسپ صفوي دربار ته لار وموندله. ده په ځانګړې توګه له سام ميرزا سره ناسته ولاړه درلوده، محب علي په ۹۷۳ هـ ق کي له نړۍ نه سترګي پټي کړې. لاندني بیتونه د ده له طبعې راوتلي دي:

نيست غیر از بلا مراتب عشق

ز اول عشق تا نهايت عشق

آن مجنون عشق پیشه کجاست

تا برم پیش او شکايت عشق

منبع: اريانا دايرة المعارف – اووم ټوک – ۹۶۰ مخ.

محمد افضل افضل

دی له بېخه هراتی دئ، په ماوراءلنهر کي لوی شوی  او روزل شوی دئ، د خپل وخت په رواجي علمونو، مخصوصاً په دري او عربي ادبياتو کي پياوړی عالم و. هغه د « تذکرهٔافضل» په نامه د یوې تذکرې مؤلف دئ. نوموړی د ۱۴ هـ  پېړۍ په لومړي نيمايي کي ژوندی و.

منبع: اريانا دايرة المعارف – اووم ټوک – ۹۷۳ مخ.

محمد حسين نور بخش

محمد حسين ابن ميرقوام الدين په هرات کي طب زده کړ، یوه موده د سلطان حسين ميرزا په خدمت کي و. په طب کي د زياتو نظريو او اطلاعاتو خاوند دئ. او د یو لړ ناروغيو نومونه يې هم راوړي دي.

د «خلاصة التجارب» په نامه د يوه کتاب مؤلف هم دئ، نوموړی طب پوه په ۸۸۵ هـ ق کال وفات شوی دئ.

منبع: اريانا دایرة المعارف -اووم ټوک – ۹۷۶ مخ.

مظفر هروی

د افغانستان د نهمي پېړۍ له شاعرانو څخه دئ. د ملک معزالدين حسين کرت په عصر کي مشهور شو . د شاعرانو او مداحانو له کتار نه په ادبياتو کي په دوهم مظفر خاقاني سره مشهور دئ. وايي چي دی له بېخه د خاف ولایت د خضروان په کلي کي زېږېدلی دئ. هغه یو خبر لوڅ او پوه سړی و؛ په خپلو شعرونو نازېده او د خپل وخت له شاعرانو څخه یې هیڅ یو شاعر خپل سیال نه ګاڼه. مشهوره ده چي خپل د شعر دېوان يې د مړيني په وخت کي اوبو ته وغورځاوه او وې ویل څرنګه چي په دې عصر کي پوهه او ادب مړه دي نو ځکه څوک زما د شعرونو په قدر او احترام نه پوهېږي. د مظفر هروي وفات يې په ۸۶۷ هـ ق کال کي ثبت کړی دئ.

منبع: اريانا دايرة المعارف – اووم ټوک – ۱۰۰۸ مخ

معين الدين چشتي هروي

د خواجه ګانو خواجه معین الحق و الشرع و الّدين حسن سنجری د هرات په شاوخوا کښي د چشت له کلي او په ۵۳۷ هجري کال کښي زېږېدلی دئ. څرنګه چي د طريقت پيشوا او د حقيقت د مسلک لارښوونکی شو نو له دې کبله د چشتي طريقې د ده په نامه شهرت وموند. خواجه معین الدين چشتي په هندوستان کښي د نبوي دين ناشر او د  علوي چشتي طريقې خپروونکی شو.

منبع: اريانا دایرة المعارف – اووم ټوک – ۱۰۱۳ مخ

منصور هروي

عتاب الدين منصور د هرات د لسمي پېړۍ د وروستیو وختو څخه د يوولسمي پېړۍ تر لومړيو وختو پوري ژوندی و.

والهداغستاني وايي، چي دوه ځلي هند ته تللی او بیرته راغلی دئ او په آخر کښي يې په هندوستان کي له ډېري غوسې څخه ځان په ترياکو وواژه. نوموړی څو موده د صفوي ميرزا رستم په خدمت کښي تېره کړې ده.

دغه څو بیتونه «رياض الشعراء» د ده په نامه ثبت کړي دي:

غزل

ما بذوق خود بدام دوستی افتاده ایم

منتهی بر صيدِ مرغِ ما نباشد دانه را

هر شراری را که بینی آفت صد خرمن است

میتواند سوختن یک شمع، صد پروانه را

منبع: اريانا دايرة المعارف – اووم ټوک -۱۰۳۵ مخ

مقصود هروي

نوم يې یوسف شاه او په «دروېشِتيرګر» مشهور دئ. «مذکر احباب» کښي راغلي چي تيرګر آزاد، بې کوره او کهول، مجرد او يواځي اوسېده  او د حضرت شيخ حاجي محمد له مريدانو څخه دئ او د تيرګرۍ په صنعت بوخت و. طبعه يې د لطيفو ویلو ته مايله وه. ډېرو تذکره ليکونکو دروېش هروي ګڼلی دئ. مقصود نژدې نوي کاله عمر کړی دئ. دا مطلع د ده ده:

خوبان هری خوبتر از آب حياتند

بسيار رباينده و شيرين حرکاتند

دایرة المعارف – اووم ټوک – ۱۰۳۷ مخ.

منصور هروي (ميرزا )

منصور په هرات کښي پيدا شوی شاعر دئ او نصر آبادي وایي چي د هرات له يوې لويي کورنۍ څخه راوتلی، د طبعې قوت او ښه شعرونه يې درلودل. نوموړی په یوولسمه هجري پېړۍ په اصفهان کښي مړ شوی دئ. دغه لاندي شعر د ده ګڼلی شوي :

بسکه محزونم لبم کی خنده نو بر میکند

ګریه تا کردم هوس مژګان قلم سر میکند

منبع: اريانا دايرة المعارف – اووم ټوک – ۱۰۳۷

منصور هروي

ابو منصور عبدالرشید بن ابي یوسف الهروي د سبکتگين د کورنۍ د شاعرانو څخه و او د هرات يو مخور و. دغه لاندي څلوريځه د د هغه ده:

څلوريځه

گفتم که چه دارد عَلَمَت گفت قمر

گفتم که چه بارد قلمت گفت گهر

گفتم که چه دارد حَشَمَت گفت ظفر

گفتم که چه کارد کَرَمَت گفت خطر

منبع: اريانا دایرة المعارف اووم ټوک- ۱۰۳۷ مخ

مهري هروي

د شاهرخ ميرزا د زمانې يوه شاعره ده چي ظريفه طبعه او ښکلی کلام يې درلود. مهري د شاهرخ د ماندينې ګوهرشاد آغا سره ناسته ولاړه درلوده. د هرات د آثارو مؤلف ليکي چي «مهري يوه رڼا ډېوه وه؛ شجاع خوی يې درلود او د دې د لطيفو تخيلاتو وړانګه د دري ادبياتو په آسمان کښي وځلېده او د دغي طايفې په مخه يې د پوهي ور پرانېست». د مهري مېړه حکيم عبدالعزيز د شاهرخ ميرزا طبيب دئ چي يو په کالو مشر او مُسِن سړی و.

مهري له هغه څخه خوشاله نه وه؛ خو  د دې اشعار خواږه او متين دي. دغه غزل د ادعا شاهد او د دې د ذوق پېژندوی دئ:

حل هر نکته که بر پیر خرد مشکل بود

آزموديم بیک جرعهٔ می حاصل بود

گفتم از مدرسه پرسم سبب حرمت می

در هر کس که زدم بیخود و لايعقل بود

خواستم سوز دل خويش بگويم با شمع

داشت او خود بزبان آنچه مرا در دل بود

درچمن صبحدم از گريه و از زاری من

لالهٔ سوخته، خون در دل و يا درگل بود

آنچه از بابِل و هاروت روایت کردند

سِحرِ چشم تو بديدم، همه را شامل بود

دولتی بود تماشای رُخت مهری را

حیف صد حيف که این دولتِ مستعجل بود

منبع: اريانا دایرة المعارف – اووم ټوک – ۱۰۵۳

د هرات نوميالي تېري برخي:

لومړۍ- دوهمهدرېیمهڅلورمهپنځمهشپږمهاوومهاتمه نهمه  – لسمه یولسمهدولسمهديارلسمهڅوارلسمه پنځلسمه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *