پنځمه برخه
ابوالحسين پوشنگي
د احمد زوی او د سهل نمسی د المقتدر بالله او نورو عباسي خليفه ګانو په وختو (يعني د څلرمي پېړۍ په سر کي) لوی عالم او صوفي تېر سوی دئ. په عراق کي يې د ابوالعباس بن عطا اوجريري سره او په شام کي يې د طاهر مقدمي او ابو عمرو دمشقي سره صحبتونه کړي او شبلی يې ليدلی و. دی د هرات په پوشنګ کي زېږېدلی او بیا د علومو د زده کړي د پاره نيشاپور ته تللی او هلته یې د تصوف لاره غوره کړې ده. څو چي په لاره کي لوی شېخ او صوفي سو. څو کاله له وطنه ليري و خو هغه وخت چي بیرته وطن ته راغلی نو په زنديقيت تورن سو، بیرته نیشاپور ته ولاړ او پاته ژوند يې هلته تېر کی شېخ فريد الدين عطار دی د زمانې له خورا محتشمو او د طريقت او تجريد په علم يې له ډېرو پوهانو څخه ګڼلی او د ده کرامتونه يې را نقل کړي دي.
مولانا جامي د ده داسي ستاينه کړې ده : « از يگانگان جوانمردان خراسان بود…» بیا په عربي ژبه د ده په باب کي ليکي: « و هو من اعلم مشایخ وقته بعلوم التوحيد و علوم المعاملات احسنهم طريقة فی الفتوه و التجريد و کان خلقا دينا متعهد اللفقراء».
وايي چي له ده څخه چا پوښتنه وکړه چي: « تصوف څه شی دئ؟».
ده په جواب کي ورته وویل: « تصوف نن ورځ یو بې حقيقته نوم دئ، او پخوا يو بې نومه حقيقت و.»
د جامي په قول په (۳۴۰ هـ ) کال کي او د داراشکوه په روایت په (۳۵۰ هـ ) کي او دهخدا ليکي چي په (۳۴۸هـ) کال د نيشاپور په ښار کي وفات سوی، او همهلته ښخ دئ.
منبع: د افغانستان نوميالي – لومړی ټوک -۲۸۵ مخ
ابوالعلا صاعد غوسنانی هروي
د ابي بکر زوی، او د ابي منصور غوسناني* نمسی؛ د حديثو عالم و، او حديثونه يې له ابا اسماعيل انصاري څخه اورېدلي و چي بیا له ده څخه ابوسعد سمع کړې ده.
منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک – ۵۱ مخ
* په معجم البلدان کي غوسنان د هرات د یوه کلي په نوم یاد سوی دئ.
ابوالعلا هروي
شېخ ابوالعلا د هرات له روحانيونو څخه و، په هرات کي د خواجه ابوالوليد احمد هروي د قبر تر ګنبدي د باندي د قبلې خواته ښخ دئ.
منبع: رساله مزارات هرات – ۶۷ مخ
ابوالفتح عبدالملک کروخي هروي
شېخ امام صالح ابوالفتح عبدالملک د عبدالله زوی او د ابي سهل هروي کروخي نمسی د خپل وخت نوميالی عالم او محدث و. په (۴۶۲ هـ) کال د هرات په کروخ کي زېږېدلی او په هرات کي يې وده موندلې ده. د شېخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري زلمی او رښتينئ شاګرد و، د خپل استاد ویناوي به يې په ډېر دقت او صداقت ليکلې، او د «علل المقامات» عربي رساله يې له خپل استاده اورېدلې او په خپل کتاب کي يې ليکلې وه، بیا يې د حديثو په علم کي په بغداد او مکه کي شهرت و موند، او دجامع ترمذي نسخه يې وليکله او وقف يې کړه، ځکه نو د جامع ترمذي راوي بللی سوی دئ.
د (۵۴۸ هـ) کال د ذی حجه په مياشت کي مړ دئ، او د خپل استاد خواجه عبدالله انصاري د مړيني پر وخت نولس کلن و.
منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک- ۹۹ مخ.
ابوالفتح مختار پوشنګی
د عبدالحميد زوی، د منفني نمسی، د محمد کړوسی، او د علي کوسی مشهور په پوشنگي، نوميالی محدث او اديب و، په (۵۹۶ هـ ) کال مړ دئ، او يو کتاب يې د «وفياث الشيوخ فی التاريخ والتراجم» په نامه ليکلي دي.
ابوالفتح نصر هروي
د ابراهيم هروي زوی د خپل وخت نوميالی محدث او حافظ او د شېخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري شاګرد و، چي د «المسند فی الحديث» په نامه يې په درې ټوکه کي پر هغو حديثو کتاب ليکلی دئ چي شېخ الاسلام تخريج کړی و. په (۵۱۰ هـ )کال مړ دئ.
ابوالقاسم عبدالله هروي
د اماجور زوی؛ ښه پوه منجم و، د قفطي په قول په هرات کي اوسېد، دا تأليفات د ده دي:
۱- کتاب القن
۲- کتاب الزيج المعروف بالخالص
۳- کتاب زاد المسافر
۴- کتاب الزیج المعروف بالمزنر
۵- کتاب الزيج المعروف بالبديع
۶- کتاب الزيج السندهند.
۷- کتاب الزيج الممرات
منبع: د هخدا انلاین قاموسنامه :
https://www.vajehyab.com/dehkhoda/ابن+اماجور
ابوالقاسم منصور هروي
د محمد زوی، د محمد نمسی او د طيب علوي کړوسی مناظر فقيه عالم و؟، حديثونه يې په هرات کي له خپل مورنۍ نيکه ابی العلاء صاعد څخه، او په نيشاپور کي یې له ابي القاسم قشيري او نورو څخه اروېدلي، او له ده څخه بیا د ده زوی ناصر او سلفي او د بوش زوی يحیی د حديثو اخيستنه او اورېدنه کړې ده.
په هرات کي د « رئیس العلما» په لقب یادېده، د (۴۴۴ هـ) کال د ربېع الاول په مياشت کي زېږېدلی، او د (۵۲۷ هـ) کال د روژې په مياشت په هرات کي مړ دئ.
منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک – ۲۰۳ مخ
ابوالقاسم هروي
ابوالقاسم د هروي طبیب مولانا حسين دروېش زوی و. دی شاعر او د طب عالم و. او پلار يې د مولانا دروېش علي د امير علي شير د طبیب ورور و. مولانا ابوالقاسم ډېر ښه او بشپړ اهليت درلود او د طب په کلياتو ډېر ښه پوهېده او د طب جزئیات يې ځان ته حاضر او حاصل کړي وو. سربېره پر هغه خورا ډېر ښه اشعار به يې هم ویل او د معما په فن کښي يې ښه مهارت درلود، د ابوالقاسم د ژوند زمانه کېږي چي د ۹۰۴ هجري په شاوخوا کښي وټاکله شي. دی په عمر مشر سړی و، چي مړ شوی او د خپل پلار قبر ته نژدې ښخ شوی دئ او دا مطلع هم ده ته منسوبه ده:
بس که ديوانه ام از هجر رخ يار امشب
می کنم ناله و فرياد منِ زار امشب
منبع: اريانا دایرة المعارف – دوهم ټوک – ۳۱ مخ.
ابوالهاشم رازي
ادیب او د لغت عالم و، په ۲۰۷ هجري کښي وفات شوی او د هرات د خوش له دروازې دباندي يې قبر دئ.
ابوالواحد هروي
شېخ ابوالواحد د وجيه الدين هروي زوی د خپل عصر يو نوميالی فاضل و، له هراته کندهار ته راغلی او له کندهاره هند ته ولاړ، او هلته د بابر پاچا سره اوسېد. په دري ژبه يې شعر هم وايه، دا بیت د ده دئ:
چو تير خود کشی از سينه ام بگذار پيکانرا
مرا دل ده که تا مردانه در راهت دهم جانرا
په (۹۴۰ هـ ق ) کال د هند په آګره کي مړ، او د شېخ زين الدين خوافي په مدرسه کي ښخ دئ.
منبع: د افغانستان نوميالي – درېيم ټوک – ۱ مخ
ابوالوليد احمد (زيارتګاه)
د هرات د ښار شمال غرب خوا ته تقريباً دوه ميله ليري د «آزادان» په کلي کښي د ابوالوليد احمد په نامه يو زيارت دئ. د قبر د سر ډبره يې نشته؛ مګر د ګنبدي د دروازې په سرچي کومه لوحه نصب ده معلوميږي چي په دې قبر کښي ابوالوليد احمد بن ابي الرجا بن ایوب بن حنيفه مروي هروي دفن دئ. ابوالولید-عليه الرحمه- په ۲۳۲ هجري کښي وفات شوی دئ او ډېر معروف شخص و. د ده زيارت د هرات له مبارکو ځایو څخه دئ. سلطان محمد کرت د ده په مرقد عالي عمارت جوړ کړی چي تر اوسه پوري شته. ګنبده يې ترسره پوري له پخو خښتو جوړه شوې ده او د باندي له خوا څه زينت نه لري. د ننه يې کاشي کاري او مزين دئ. باغ يې اوس وران شوی دئ او په دې آخرو وختونو کښي يې ترميم وشو او د حافظانو د پاره يوه مدرسه ، یو جامع مسجد او یو حوض هلته جوړ شول. ددې زيارت په شاوخوا کښي د ازبکيه ملوکو له آثارو ځيني ځيني ودانۍ شته.
منبع: دایرة المعارف – دوهم ټوک – ۶۷ مخ.
ابوالوليد عبدالملک هروي
د قطر هروي زوی د لغتو او نحو نوميالی عالم و، په (۲۵۶ هـ ) کي مړ دئ ، او يو کتاب يې د « اشتقاق الاسماء» په نامه ليکلی دئ.
ابوالوليد هروي
ابوالوليد احمد بن ابي رجا عبدالله بن ایوب بن حنيفه هروي د هرات د مزاراتو رسالې دی د زهادو علماؤ او محدثينو له ډلي څخه ګڼلی او دا څرګندوي چي دی د «آزادان» په کلي کښي اوسېدئ او له امام احمد حنبل سره يې ملاقات کړی دئ.
امام ابوعبدالله بن اسمعيل بخاري او امام دارائي سمرقندي له ده څخه د احاديثو تحصيل کړی دئ. هر کله چي «انسايکلوپيديا آف اسلام» د امام بخاري وفات په ۲۵۶ هـ ښودلی دئ نو د دې خبري تصديق کېږي چي امام بخاري د ده معاصر و. امام بخاري هم پخپل صحیح کښي له ده څخه احاديث اخستي دي. د هرات د مزاراتو رساله د ده وفات په ۲۳۱ (۸۴۵ م) کښي ښيي. نامهٔ دانشوران هم (۲ جلد د بمبيي طبع) د همدغه مقصد تأيید کوي او د هرات د مزاراتو رساله د اصيل الدين واعظ تأليف او نامهٔ دانشور ان د ده وفات د عبدالله (يو طاهري پاچا) د حکومت په وخت کښي ښيي او د مزاراتو په رساله کښي ليکلي دي چي سلطان محمد کرت د ده پر مرقد عالي عمارت جوړ کړی دئ، مولانا عبدالرحمن جامي د ده په شرح حال کښي ليکي چي د ابوالوليد قبر د هرات د آزادان په کلي کښي دئ او پخپله دی هم د دغه کلي دئ. ابوالوليد په اولو وختو کښي يو متمول شخص و او خپل شته يې د احاديثو په طلب په حج او جهاد کښي صرف کړه.
ابوالويد ډېر سخي او کريم الطبع و. وايي چي يوه ورځ ده یو سړی په لاره کښي وليد چي حاکم ته يې بيايي ده پوښتنه وکړه چي دا ولي؟
چاورته وویل په ده باندي څلور زره روپۍ قرض دئ.
ده وویل دی پرېږدئ قرض به يې زه ورکړم.
د ده له اقوالو څخه دي:
-هغه عالم چي له خپل علم څخه پخپله موقع کښي استفاده نه کوي، له هغه جاهل څخه بتر دئ چي پخپل جهل کښي پاته کېږي.
-څوک چي علم له خپلو آدابو سره حاصل کړي له هغه علم څخه فايده اخلي او نورو ته يې هم فايده رسېږي، او که چيري آداب ورسره نه و، خپل خاوند او نورو ته زيان رسوي.
-له خپلو همسفرو سره که د زړه دوستي نشې کولی ظاهري دوستي خو له لاسه مه ورکوه ځکه چي بې له اتحاد او اُنس څخه د ظاهر او باطن سفرونه ګران دي.
د دوو تنو د دوستۍ په نسبت يې وویل:
-که یو له بله د دنیا طمع نه لري دوستي پیدا کيږي او دوام کوي؛ که داسي نه وي نو نشي پاته کېدای.
منبع: اريانا دایرة المعارف – دوهم ټوک- ۶۸مخ
ابوبکر جامي هروي
د اسحاق جامي زوی چي د نسب سلسله يې مولانا عبدالرحمن جامي ته رسيږي د خپل وخت ښه خطاط او هنر مند سړی و او په خوشنويسۍ کي يې لوی لاس درلود. يو وار له خراسان څخه کردستان ته تللی او هلته په سليميه مدرسه کي اوسېد څنګه چي د ده د فضل او هنرمندۍ آوازه خپره سوه نو يوه لويه ډله د ده شاګردان سول په مروجو خطو کي يې نستعليق ډېر ښه ليکه او د ده ځيني ليکني د يادګار په توګه پاتې دي.
په (۱۰۷۷ هـ ) کال مړ دئ.
منبع: صورت گران و خوشنويسان هرات د عهد تيموریان – ۵۷ مخ
ابوبکر هذلي هروي
محمد بن ابراهيم بن معصر بن الحسن ابوبکر هذلي په اصل کښي د هرات و. او د ابي معمر اسماعيل، او ابي الهذيل اسحاق ورور دئ او د حديثو د علماؤ له جملې څخه دئ حديث يې له سفيان بن عينيه او ابراهيم بن ابي بکر المنکدر او عبدالله بن عبدالقدوس او نورو څخه اورېدلی او زده کړی دئ او احمد بن القاسم بن مساور الجوهري له ده څخه روایت کوي.
منبع: آريانا دائرة المعارف – لومړی ټوک – مخ ۸۸
ابوسرخسی هراتی
د سامانيانو د دورې نوميالی شاعر و، او په دري ژبه يې شعر وایه. دا اشعار يې په «مجمع الفصحا» کي راوړه سوي دي:
ای پادشاه روی زمین دور ازآن تست
اندیشۀ تقلب دوران کن وزمان
بيخی نشان که دولت باقيست بر دهد
کاین باغ عمرگاه بهار است و گه خزان
چون کام جاویدان منصور نمی شود
خرم کسیکه زنده کند نام جاودان
منبع: د افغانستان نوميالي – ۱/ ۴۰۵ مخ
ابوعبدالله حسين هروي
د محمد هروي کتبي نمسی د شېخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري معاصر نوميالی ليکوال او عالم و. د اسحق القراب پر تاريخ پايڅوړ (ذیل) ليکلی دئ چي عبدالقادر رهاوي په خپل کتاب «المادح والممدوح» کي له هغه پايڅوړ څخه د خواجه عبدالله انصاري د ژوند په باب ځيني مطالب را اخيستي دي.
د «المادح والممدوح» کتاب د شېخ الاسلام انصاري په مناقبو کي و. همدې ابو عبدالله حسين د شېخ الاسلام خواجه انصاري د زېږېدني د نېټې په باره کي پخپله له شېخ څخه پوښتنه کړې وه او دهغه د زېږېدني صحیحه نېټه يې چي د (۳۹۶ هـ) کال د شعبان مياشت وه له شېخ څخه اروېدلې وه.
منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک – ۴ مخ
ابوعبدالله عميري هروي
شېخ ابوعبدالله د خپل وخت زاهد او عابد عالم و، په (۴۸۲ هـ ق ) کال مړ، او د هرات د «درب خوش» دباندي ښخ دئ.
منبع: د افغانستان نوميالي- دوهم ټوک – ۶ مخ
ابوعبدالله محمد هروي
د یوسف زوی، د بشر نمسی، د نظر کړوسی او د مرداس کوسی مشهور په غندر د حديثونو له ثقه حافظانو څخه و. حديثونه يې په بغداد کي د عبدالله له زوی محمد مصري، او د سليمان له زوی ربيع مصري، او د ابن قتيبه له زوی بکار بصري او د مرزوی له زوی ابراهیم بصري، او د منقذ خولاني له زوی ابراهيم څخه اروېدلي وو، چي بیا له ده څخه د ابي الهاشم مقري زوی ابوطاهر، او د ابراهيم زينبي زوی عبدالله، او اوبوبکر ازهري او نورو د حديثو روايتونه کړي دي.
د (۳۳۰هـ) کال د روژې په ۱۸ مړ دئ.
منبع: د افغانستان نوميالي- دوهم ټوک-۲۵ مخ
ابوعبيد احمد هروي
د محمد زوی او د عبدالرحمن باشاني نمسی د حديثو او لغت نوميالی عالم و، حديثونه يې له ابي سليمان خطابي، د محمد له زوی احمد څخه، او لغت يې له ابي منصور ازهري څخه زده کړي وو، چي بیا له ده څخه د عبدالرحمن صابوني زوی ابو عثمان اسماعيل، او د احمد مليحي زوی ابوعمر عبدالواحد د حديثو روايت کړی دئ. د (۴۰۱ هـ) کال د رجب په مياشت مړ دئ. دا دوه کتابونه د ده دي:
۱- الغريبين : د قرآن او حديثو په لغتو کي.
۲- ولات هرات.
منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک – ۳۵ مخ
ابو عبيد هراتي مؤدب
ابوعبيد یا احمد بن محمد بن محمد بن ابي عبيد العبدي هراتی مؤدب د هرات له لويو پوهانو څخه ګڼل کېدی. نوموړی د حديثو او تفسير په علومو کښي ډير زيار پر ځان منلی او کتابونه يې هم په دې موضوعاتو کښي ليکلي دي، وفات يې په ۴۰۱ هجري کال د برات په مياشت کي پېښ شوی، د (الغريـبـین کتاب) د ده له مؤلفاتو څخه یو اثر دئ چي د و غريب القرآن او غريب الحديث ته شامل دئ.
ابن خلکان د دې عالم نوم ابوعبيد احمد بن محمد ابن ابي عبيد العبدي المؤدب الهري الفاشاني راوړی، فاشان په هرات کښي د یوې قريې نوم دئ.
یاقوت د ده نوم احمد بن محمدابن عبدالرحمن هروی و باشانی ویلی، د (لغت نامې) خاوند دهخدا، ليکي: د الغريـبـين د زړې نسخې په سريزه کښي چي هغه ددې مؤلف (دلغت نامې مؤلف) په کور کښي سته، داسي راغلي دي:
د زولاني په وینا: اخبر نا الشيخ ابو عبيد احمد ابن محمد الهروي- رحمةالله عليه- ابن خلکان دی د پوهانو له لويانو څخه معرفي کړی، وايي چي ده په الغريين کتاب کښې له هیڅ شي څخه کوتاهي نه ده کړې، ابو عبيد چي د ازهري ابو منصور لغوي شاګرد و، له نوموړي پوهاند څخه يې ډېره استفاده کړې ده. باخرزي، ليکي: چي دی د ظرافت خوښوونکې طبعې خاوند هم ؤ، ډوډۍ به يې په خلوت کښي خوړله، او له ادباؤ سره به يې په مجسلونو کښي ګډون کاوه.
منبع: آريانا دايرة المعارف – لومړی ټوک – ۱۰۰۰ مخ
ابوعثمان سعيد هروي
د عباس زوی معروف په «قرشي مزکی» د هرات له محدثانو څخه و. د حج له لاري بغداد ته تللی، او هلته یې په (۴۱۳ هـ ) کال حدیثونه د فضل نضروي له زوی عباس، او د خميرويه له زوی ابی الفضل هروي، او د یعقوب له زوی ابي حاتم محمد هروي، او د ابن العلا محاربي نيشاپوري له زوی ابي سعيد محمد، او د حمدان له زوی منصور، او د احمد ازهري له زوی ابي منصور محمد، او د اسحاق بغدادي له زوی احمد، او د احمد سرخسي خراساني له زوی عبدالله، او دعيسی ماليني له زوی علي، او له أبي عبدالله شماخي او نورو څخه لوستلی وو، او يو له ثقاتو څخه و، چي بيا له ده څخه د عباس زوی سعيد، د علي زوی محمد حديثونه ليکلي وو، په (۴۳۲ هـ ) يا په (۴۳۳هـ) په هرات کي مړ دئ.
منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک – ۴۲ مخ.
ابوعمر شمر هروي
د حمديه هروي زوی د لغتو او حديثو د علومو عالم و، له هراته عراق ته تللی، حديثونه يې له ابن الاعرابي او اصمعي څخه لوستلي وو. د (۲۲۵ هـ) کال په شاوخوا کي مړ دئ، او دا کتابونه یې تصنيف کړي دي.
۱- غريب الحديث
۲- کتاب الجبال والادوية
۳- کتاب الجيم فی اللغة
۴- کتاب السلاح
منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک – ۸۵ مخ.
ابونصر خباز هروي
په څلرمه هجري پېړۍ کي د هرات د ګازرګاه له نومياليو مشايخو څځه و. شېخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري وايي دی زبرګ سړی و، دا د ده وينا ده:
« یوه سړي ته تر مستحباتو او عباداتو دا ښه ده چي خپل ځان اداره کړي، دا ځکه چي که دا اداره ونه لري هغه عبادات کمال ته نه سي رسولای»
وايي له ده څخه چا پوښتنه وکړه چي: « اې شېخه! د عارف په باب کي څه وایې؟
ده وویل چي: عارف هغه دئ چي تر سير او سلوک وروسته خپله ابتدا وپېژني او تر خپلي ځان پېژندني وروسته زبرګان او دعرفان خاوندان او تر هغه وروسته د پروردګار په پېژندنه بوخت سي، او له دې څخه مقصد دا دئ چي که دی خپل نفس وپېژاند هغه به وپېژنې»
په ګازګاه کي ښخ دئ، او د قبر سرته يې د شنو (خنجک) يوه زړه ونه ولاړه ده چي وايي زر کاله عمر لري.
منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک – ۳۳۰ مخ
ابونصر محمد هروي
شېخ ابونصر د احمد زوی، د ابي جعفر نمسی او د ابي اسحاق کړوسی د خپل وخت لوی فقيه او متصوف عالم و. په هرات کي زېږېدلی، او هم په (۵۰۰هـ) کال په هرات کي مړ، او په خمچه آباد کي ښخ دئ، ځکه نو په «ابو نصر خمچه آبادي » هم مشهور سوی دئ.
د مولانا جامي په قول په ظاهري او باطني علومو کي يې لوی لاس درلود.
ډېر له مشقته ډک رياضتونه يې کښلې، اولس کاله په مدينه کي د حضرت محمد د روضې مجاور و، بیا يې لس کاله په شام او بیت المقدس کي تېر کړي، او بیا د عراق په غرو او دښتو کي ګرزېد، او د دروېشانو سره يې ليدنه کتنه وه.
وايي چي شېخ ابونصر په سل کلنۍ کي واده کړی، اولادونه يې پيدا سوي او په یو سل او څلېرويښت کلنۍ کي مړ دئ.
د ده د رياضت اوږدې کيسې په «رسالهٔ مزارات هرات» کي راوړه سوي دي.
منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک -۳۴۴ مخ
ابي الفتح هروي
د غزنوي خسرو پاچا د زمانې د شاعرانو څخه بل ابي الفتح هروي دئ. د عوفي د يادولو له مخي نوم يې عبدالرافع بن ابي الفتح او ضياء الدين دئ. د ده په خوا وشا کښي له دې نه زيات معلومات لاس ته نه دي راغلي. دا بیتونه د هغه دي:
شاه فلک ز تخت شرف بار میدهد
گل همچو نو عروسی دیدار میدهد
سروان چو سروران حشم صف همی کشند
یعنی که شاه تخت فلک بار میدهد
هر گوهر نفيس که در کان نهاده بود
خورشيد باد صبح بگلزار میدهد*
منبع: دایرة المعارف- درېیم ټوک- ۶۹۱ مخ
*د دغه شعر بشپړه بڼه د لباب الالباب کتاب چي د محمد عوفي تصنيف او د ۱۹۰۳ ميلادي کال چاپ دئ په ۳۳۲-۳۳۴مخونو کي راغلې ، چي دلته يې را انتقالوم (یوسفزی).
شاه فلک زتخت شرف بار میدهد
گل همچو نو عروسی دیدار میدهد
سروان چو سروران حشم صف همی کشند
يعنی که شاه تخت فلک بار میدهد
تا بر سر عروس چمن دُر فشان کنند
دريا بابر لؤ لؤ شهوار میدهد
هر گوهر نفيس که در کان نهاده بود
خورشيد باد صبح بگلزار میدهد
گلبن حکایت از بت کشمير میکند
سوسن نشان زلعبت فرخار میدهد
گردون لاجوردی از خاک نیل رنگ
شنگرف میدماند و زنگار میدهد
قارون شدست باغ پس از نيستی از آنک
سیم و زرش شگوفه بخروار میدهد
یاقوت آبدار گرامی همی شود
هر قطره که ابر بگلزار میدهد
انهار وصف رزمه بزاز می کند
اشجار بوی کُلْبَه عطار میدهد
چون طوطیست شاخ زمرد سلب که حق
از لعل آبدارش منقار میدهد
زرد و نزار نرگس بر پا تنی درست
از رشک لاله گونه بیمار میدهد
فرّ مدیح صدر جهان عندليب را
بی سعی نفس ناطقه گفتار میدهد
از بهر خواب فتنه که پیوسته خفته باد
وی را خداءِ دولت بیدار میدهد
هرگز بنفشه بار نياورده بود گل
تيغش نفشه ایست که گل بار میدهد
آی آنکه، خاک را کف پای تو چون بهار
زيب و جمال گنبذ دوّار میدهد
بلبل بیاد مجلس تو می خورد بصبح
هر باده که ابر بگلنار میدهد
از بهر گوش و گردن ایّام دولتت
دریای طبع لؤ لؤ شهوار ميدهد
احمد ابوبکر پوشنګي
د محمد زوی، د اسماعيل نمسی، د محمد کړوسی، د ابراهيم کوسی او د مسلم بن بشار ودی د خپل وخت فاضل امام او منلی فقيه او نوميالی محدث و.
فقه يې لومړی په هرات کي پر ابي بکر شاشي او بیا پر ابي المظفر سمعاني لوستلې وه، او حديثونه يې په هرات کي د علي شاشي له زوی ابابکر محمد، او د علي عنبري له زوی ابا عبدالله محمد څخه، او په مرو کي له ابا المظفر سمعاني او د حسين له زوی ابانصر اسماعیل، اود احمد له زوی ابا الفرج عبدالرحمن سرخسی، او د محمد له زوی ابا القاسم اسماعیل زندقاني څخه ، او په سرخس کي د محمد له زويه ابا العباس زاهر څخه، او په نیشاپور کي د یوسف مراغي له زويه ابوتراب عبدالباقي څخه، او د عبدالله واسط له زويه محمد څخه، او له باالحسن مبارک او د احمد له زويه اباالحسن علي مديني، او د عبدالواحد تاجر له زويه اباالعباس مفضل څخه، او په جرجان کي د محمد ثقفي له زويه اباالغيث المغيرة څخه او د ابراهيم خلالي له زويه ابا عمرو ظفر او عبدالقاهر له زويه آبا عمر عبدالقادر او نورو ډېرو پوهانو څخه اروېدلي دي، او په ۴۶۳ هـ، کال زېږېدلی او (۵۴۳ هـ ) کال د روژې په اوومه په نيشاپور کي مړ دئ.
منبع: د افغانستان نوميالي – ۳/ ۱۷مخ
احمد ابوبکر کوفاني هروي
د ابي نصر کوفاني زوی د هرات له صوفيانو او شيخانو څخه و، عراق، حجاز او مصر ته تللی، او هلته يې د عمر نحاس له زويه عبدالرحمن څخه سمع کړې ده، چي بیا له ده څخه ابوالوقت ساگزي حديثونه لوستلي دي. ابو اسماعيل انصاري هم د ده يادونه کړې ده. د ښه خوی خاوند او سپېڅلی شېخ و.
د (۴۶۴ هـ) کال د لومړي خور(ربيع الاول) په مياشت په هرات کي مړ دئ.
منبع: د افغانستان نوميالي – ۳/۱۸مخ
احمد تفتازاني هروي
شېخ الاسلام سيف الدين احمد حنفي د يحیی زوی، د سعد الدین مسعود نمسی * او د عمر تفتازاني هروي کړوسی د نهمي هجري پېړۍ د پای او د لسمي هجري پېړۍ د سرله سترو پوهانو، محدثانو، او مفسرانو څخه و، او څنګه چي د محقق ملا سعدالدين تفتازاني له اولادې څخه و، نو په « احمد حفید» يې هم شهرت درلود.
د سلطان حسين ميرزا بایقرا په وختو کي دېرش کاله د هرات د قضا پر مسند ناست و، او نظام الدين عبدالعلی بيرجندي د هغه وخت نوميالی منجم او جغرافيا پوهاند په ځينو علومو کي د ده شاګردي کړې ده، او د ده علمي مقام دومره لوړ و، چي د هغه وخت سلاطینو او اميرانو به د ده سره مشورې کولې، او په هرات کي يې د تدريس لويه مدرسه درلودله چي د محمد خان شيباني د پېښي په باب همهلته د مشورې مجلس جوړ سوی و، او هم به د شاهزادګانو نکاح ده تړله.
هغه وخت چي ميرزا بديع الزمان خپل پلار ته پاڅېدلی و، پلار يې څو تنه پوهان د هغه د پوهولو د پاره وراستولي وو، چي په هغو کي یو هم احمد تفتازاني و، چي هغه پېښه د حبيب السير مؤلف داسي ليکي:
«…. قبل از وقوع جنګ تشين بروزی چند خاقان سعادت قرين جناب شيخ الاسلامي سیف الملة والدين احمد التفتازاني و شيخ جلال الدين ابوسعید بوراني و سيد غياث الدين محمد صدر را بجانب گرمسیر فرستاده بود تا ميرزا بديع الزمان را نصيحت نمود….وشنیدند که سلطان بديع الزمان ميرزا بر سبيل ایلغار لشکر بسر پدر نامدار کشيده است بنا بران شيخ الاسلام عنان مراجعت بدارالسلطنه هرات انعطاف داد…»
بل وخت چي مظفر حسين هرات ته ننوزي له ده څخه مرسته غواړي چي په حبيب السير کي هغه پېښه داسي راغلې ده:
«…. و مظفر حسين میرزا در جوف ليل بهرات در آمده بباغ شهر خرامیدو و شيخ الاسلام مولانا سیف الدین احمد التفتازاني و امير غياث الدین محمد ابن امير جلال الدين یوسف الرازي و قاضي اختیارالدین حسن را طلبيده در باب محافظت هرات از ایشان استعانت جست جواب دادند که نگاهداشتن شهر بلشکر میسر می شود…»
په دې توګه څرګندیږي چي مولانا احمد تفتازاني په دولتي چارو کي هم لوی لاس درلود، او هم د ده مدرسه د نومياليو ساداتو او قضاتو او مخورو ټاټوبی و- لکه په حبیب السير کي چي ليکلي سوي دي:
«… صباح روز جمعه هشتم ماه محرم الحرام (۹۱۳ هـ) سادات و قضاة و اکابر و اعیان هرات در مدرسه شيخ الاسلام جمع آمده در باب واقعه يي که روی نموده بود قرعه مشورت در میان انداختند و خواطر اکابر و اصاغر بر سلوک طریق اطاعت وانقياد محمد خان شيباني قرار يافته راقم حروف را فرمودند تا عرضه داشتی مشعر باین معنی در قلم آورد»
او هم د حبيب السير د خاوند د ليکني څخه داسي ښکاري چي د ده مجلس د خلکو د مشکلاتو د حل ځای هم و، لکه چي ليکي:
«… در اوائل جمادي الاول سنه ست عشر و تسعمأة در بعضی از محلات دارالسلطنه هرات از ضعيفه پسری متولد شد که چهار چشم و دو بینی و دو دهان داشت ودر دهانش دو دندان رسته بود و بر پشت او پاره گوشت زيادتی بود مانند کوهان شتر ودر وقتی که راقم حروف در مجلس جناب شيخ الاسلامي مولانا سیف الدین احمد التفتازاني بود این طفل را بعدا از آنکه مرده بود بدانجا آوردند و آن جناب متغير گشته گفت: وقوع امثال این صور از جمله علامات انتقال ملک است….»
او د ده له خوا د شهزاده ګانو د نکاح تړلو په باب حبیب السیر داسي ليکي:
«… در اوائل سنه اثنی و تسعين و ثمانمأة بساعتی مسعود و زمانی محمود سادات و قضاة و علمأ در مجلس اشرف اعلی اجتماع نموده جناب شيخ الاسلامي مولانا سيف الدین احمد التفتازاني آن دو گوهر بحر کامرانی را بایکدیگر عقد بست »
دا ستر عالم د (۹۱۶هـ ) کال د روژې په میاشت د شاه اسماعیل صفوي په فرمان د ځينو نورو پوهانو سره په هرات کي ووژل سو.
ده پر څو کتابو شرحي ليکلي دي چي د ځينو نومونه دا دي:
۱- رسالة الصيد : د خپل نیکه سعدالدین تفتازاني د تلخیص پر شرحي حاشيه ليکلې ده.
۲- د خپل نيکه پر «تهذيب المنطق» باندي يې په (۸۸۲ هـ) کال شرحه ليکلې ده.
۳- پر «مطول» يې شرحه ليکلې ده.
۴- پر «فرايض السراجيه» باندي شرحه.
۵- په کلام کي يې د نسفيه پر شرح عقايد باندي تعليقيه ليکلې ده.
۶- مجموعه فوائد متفرقه : چي د درو سوو په شاوخوا کي فائدې پکښي راغلي دي.
۷- شرح العقائد العضديه.
۸- په فروع کي د مرغنيان پر هدايه باندي پايڅوړ(تعليق).
۹- پر لوامع الاسرار باندي شرحه.
۱۰- پر مطلع الانوار باندي شرحه- په منطق او حکمت کي.
۱۱- د صدر الشريعة پر «شرح وقايه» باندي حاشيه.
۱۲- الفوائد و الفرائد.
منبع: د افغانستان نوميالي – ۳/۸۰ مخ
*په هدية العارفين کي يې نيکه «محمد» او ور نيکه يې «سعدالدین» ښوول سوی.
احمد چشتي
خواجه احمد چشتي د خواجه مودود چشتي زوی او د یوسف نمسی د خپل وخت له سترو عارفانو څخه و. دی په (۵۰۷ هـ) کال زېږېدلی دئ او چي د ودې سن ته ورسېد نو د هرات په چشت کي د خپل پلار د طريقت پر سجاده کښېنوست او د مريدانو په معنوي روزنه بوخت سو. خلکو ورته په درنه سترګه کتل او دی هم پر ټولو مهربانه و.
يوه شپه يې حضرت محمد (ﷺ) په خوب وليد چي ورته وايي: «ای احمده! که ته زموږ مشتاق نه يې موږ ستا مشتاق یو» ځکه نو چي سهار را ويښ سو د مدينې خواته يې مخه وکړه، شپږ مياشتي يې د حضرت محمد (ﷺ) د روضې مجاورت وکئ، بیا تر حج وروسته بغداد ته ولاړ او هلته د شېخ شهاب الدين سهروردی په لنګر (خانقاه) کي کښته سو، شېخ د ده ډېر تعظيم او احترام وکئ او د بغداد خليفه ناصر هم هغه خوب له امله چي ليدلی يې و، د ده زيات احترام پر ځای کئ، او ده هم خليفه ته ښه په زړه پورې نصيحتونه وکړه چي خليفه هم هغه ټول ومنل او ډېر سوغاتونه يې ورکړه؛ خو ده هغه ټول پر غريبانو ووېشل او خراسان ته را رهي سو.
دی په (۵۷۷هـ ) یا (۵۶۷ هـ) کال کي مړ دئ.
منبع: د افغانستان نوميالي – ۳/۹۱ مخ.
احمد چشتي
د خواجه اسماعيل چشتي ورور د خپل وخت له نومياليو عارفانو او شيخانو څخه و.
دی تر خواجه ابواحمد ابدال چشتي وروسته او تر خواجه احمد بن خواجه مودود چشتي دمخه دئ، شيخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري يې ليدلی و، او شېخ الاسلام د ده په باب کي ویلي دي چي :« ما تر احمد چشتي هیڅوک د امامت په لاره کي قويتر او کاملتر نه دئ لیدلی او ټول چشتيان همداسي وو، له خلق بې باک او په باطن پاک او په معرفت او فراست کي چالاک وو، په شرح کي يې هیڅ ډول سستي نه درلودله».
همدا راز شېخ الاسلام ویلي و، چي: « احمد چشتي ډېر بزرګ و، او زما يې دوني تعظيم او حرمت کاوه چي بل هیچا نه دئ کړی، او هغه چا چي خپل وېښتان زما په پښو کي موښل هغه دئ و».
دا بیت له ده څخه اروېدلی سوی دئ :
دریغا کت ندانستم همی پنداشتم دانم
از این پندار گوناگون، از این دانش پشیمانم
منبع: د افغانستان نوميالي – ۳/ ۹۲مخ
احمد چشتي
خواجه احمد د چشت له نومياليو عارفانو څخه و. دی په (۲۶۰ هـ) کال کي زېږېدلی دئ، او وايي چي: دی په شل کلنۍ کي یوه ورځ د خپل پلار سره چي د چشت حاکم و، ښکار ته ولاړ، د ښکار په وخت کي له پلاره بېل سو، او د يوه غره په مخ کي يې ولیده چي څلوېښت تنه رجال الله پر يوه ډبره ولاړ دي او شېخ ابواسحاق شامي يې په منځ کي دئ- د ده حال واوښت، له آسه کښته سو، او د شېخ په پښو کي ولوېد او تر هغه وروسته يې رياضت ته مخه کړه او د دروېشانو وړين کالي يې واغوستل. پلار چي يې هر څه زيار ویوست چي زوی را وګرځوي څه فايده يې ونه کړه، څو چي په پای کي يې پلار هم د ده پر لاس توبه وکړه.
د حبيب السير مؤلف ليکي چي: « خواجه احمد را ولدی بود محمد نام و سید محمد در سن بیست و چهارسالگی تکمل علوم دین کرده و معارف نفسی را اخذ فرموده در سنه احدی و عشرين واربعمائه از عالم انتقال نمود»
څرګنده نه سوه چي دا سنه د ده د مړيني ده که د ده د زوی، که د ده د مړيني وي نو دی په (۱۶۱) کال کي مړ دئ.
منبع: د افغانستان نوميالي – ۳ / ۹۲-۹۳ مخونه
تېري برخي: