اوومه برخه:

امير خليل خطاط هروي

(متوفی په سنه ۱۰۳۵ هجري قمري) امير خليل اصلاً د هرات و. او په امير خليل قلندر معروف و، خپل تحصيل يې په هرات کښي پای ته رسولی او خط يې د زمانې له استادانو څخه زده کړی دئ. څرنګه چي د ښه ذوق او کاملي ارادې خاوندو، نو په خوشنويسۍ کښې استاد شو. کله چي صفوي لومړنی شاطهماسب د انقلابونو د ورکولو لپاره خراسان ته حرکت وکړ د امير خليل له هنر څخه خبر شو او خپل دربار ته يې دعوت کړ. خو څرنګه چي امیر خليل یو آزاد سړی و، نو د دربار له ژوند څخه يې لاس واخیست او د هند لور ته يې د مسافرت نیت وکړ. په هند کښي هم همایون پاچا چي د ذوق خاوند او په خطاطۍ او نقاشۍ کښي پوره سړی و د ده احترام وکړ. وروسته له څو مودې فارس ته راستون سو.

او دا ځل څه موده په اصفهان کښي تم شو. په دې وخت کښي د فارس حکومت د لومړني صفوي شاه عباس په لاس کښي و او شاه عباس په قدرداني سره دی خپل دربار ته وړاندي کړ او غوښتنه يې ورڅخه وکړه چي ځيني قطعات او مرقعات د شاهي کتابخانې لپاره وليکي. امیر خليل پخپل توقف کښي د مير عماد قزويني شهرت له منځه يووړ، لکه چي «د خط او خطاطانو پيدايښت» مؤلف وايي چي یو وخت د امير خليل او ميرعماد په منځ کښي د خط پر ښه والي مناقشه پيدا شوه او هر یو د خپل خط د ښه والي مدعي و. کله چي د دې مناقشې آوازه د شاه عباس غوږو ته ورسېده نو فرمان يې ورکړ، چي ملامحمد حسين او عباسي علي رضا چي هر یو د کمال په آسمان کښي ځلېدونکی لمر و، د دوی په منځ کښي حکميت وکړي. ملا حسين او علي رضا د دواړو د خطونو له تعمق څخه وروستهيې د امير خليل قلندر خط ته ترجېح ورکړه.

امير خليل د دوهم ځل لپاره د هند د زمامدارانو په غوښتنه او تأ‌کيد فارس پرېښود او د هند لور ته وخوځېد او دا پلا يې د دکن په حيدرآباد کښي ځای ونيو او هلته ناروغه شو او په ۱۰۲۵ هجري قمري کال کښي مړ شو.

منبع: دایرة المعارف – څلورم ټوک -۱۵۵ مخ

امير سبزواري (خطاط)

دغه سړی پرته له امير شاهي سبزواري دئ. د ژوندانه ترجمه يې مفصلاً په لاس نه لرو. د مؤرخينو له وینا سره سم د هرات د دربار د نهمي پېړۍ له شاعرانو او هنرمندانو څخه شمېرل کېږي. په خوشنويسۍ کښي يې ډېر شهرت درلود. او امير علي شير نوايي په خپله تذکره کښي له ده څخه داسي یادونه کوي. شېخ الاسلام د سبزوار و او پوره صلاحیت يې درلود، او اکثره خطونه به يې  ډېر ښه ليکل.

منبع: دایرة المعارف- څلورم ټوک – ۱۵۵ مخ.

امير شاهي سبزواري

نوم يې آقا ملک دئ او د سبزوار د سيمي له زېږېدونکو څخه دئ. په هرات کښي لوی شوی او پلار يې جمال الدين نومی د فېروز کوه و، چي د بایسنقر مرزا په دربار کښي يې  چي د هرات شهزاده و، ښه مقام او رتبه لرله.

امير شاهي هم لکه خپل پلار څو مياشتي له بايسنقر سره بزم درلود خو وروسته يې د کوم علت له کبله دولتي چاري پرېښودې او انزوا يې اختيار کړه. نو له دې کبله په سبزوار کښي په کښت او کرهڼه بوخت شو. امیر شاهي يو فاضل سړی، معروفه خوشنويس او ماهره نقاش و. کله چي ابوالقاسم بابر ميرزا بن بايسنقر  ميرزا بن شاهرخ ميرزا په کار راغی دی یې له انزوا څخه راوایست؛ په دولتي چارو يې وټاکه او له ځان سره يې استرآباد ته بوته. امیر شاهي په استرآباد کښي اکثره وخت د امير په ماڼۍ کښي په نقاشۍ او نګارسازۍ بوخت و. شاعر هم و او يو کتاب يې چي د هر ډول اشعارو خاوند و، ترتيب کړی و. او یو کتاب يې د «مجموعة الشعراء» په نامه هم ليکلی دئ.

وايي چي د امیر شاهي اشعار د لسو زرو حدودو ته رسېده؛ خوله بده مرغه زربيته يې پاتې دي او نور يې لاس ته نه دي راغلي.

د اويا کلنۍ په عمر د استر آباد په ښار کښي په ۸۵۷ هـ کښي وفات شوی او امير ابوالقاسم بابر ميرزا د ده مړی سبزوار ته وړی او د نيکه ګانو په هديره کښي يې ښخ کړی دئ.

منبع: دایرة المعارف – څلورم ټوک – ۱۵۵ مخ.

امير علي شېر

په ۸۴۴ هـ کال د روژې د مياشتي په منځ کښي زېږېدلی دئ او پلار يې کچنه بهادر د سلطان ابوسعيد له امراء و څخه و. امير علي شېر له وړکيني ښه ذکاوت درلود. خپل لومړني تعليمونه يې له سلطان حسين ميرزا سره یو ځای پای ته رسولي. علي شېر د ځوانۍ په وخت کښي خپل متداوله تحصيلات بشپړ کړل؛ څه موده په مشهد او بیا په سمرقند کښي پاته شو. کله چي سلطان حسين پاچايي ته ورسېد نو دی يې راوغوښت او خپل مهردار يې مقرر کړ. په دې وخت یعني په ۸۷۳ کښي دی دېرش کلن و او بیا له مهردارۍ څخه امارت او په ۸۶۷ هـ کښي وزارت ته ورسېد. او هیڅکله يې د حکومت او مملکت په خدمت کښي بې خبري نه کوله. وروستنی سياسي کار يې د نن ورځي په اصطلاح د ماليې وزارت و چي تر ۸۱۳ هـ کال پوري يې دوام وموند په دې وخت کښي که څه هم د استرآباد نائب الحکومه مقرر شو؛ خو ژر په ژر يې له دې کاره ځان ګوښی کړ او هرات ته راغی. د ژوندانه وروستني کلونه يې په ګوشه نشينۍ تېر شول تر څو چي په ۱۲ د جمادي الثاني او ۱۰۶ هـ کال کښي له دنيا لاړ.

امير علي شېر نه يوازي شاعر او اديب و، بلکې د علم یو لوی سرپرست او د صنعت قدردان و. اميرعلي شېر د خپل ژوند په موده کښي د خلکو لپاره ډېر خدمتونه کړي په تېره بيا د خلکو په علمي سويه کښي يې ډېر زيارونه ويستلي دي او ځيني مدرسې لکه اخلاصيه مدرسه، خانقاه اخلاصيه، شفائیه (طبي)، د هرات نظاميه،  د مرو خسرويه او برسېره په دې ۱۵ خانقاوي يې پرانستلې چي په حقيقت کښي هره خانقا يوه تربېوي مؤسسه وه. هري خانقاه یو جومات (مسجد) او يوه مدرسه او یو لنګر د بېوزلو او ضعيفانو لپاره درلود او د مسافرانو د آسانتيا لپاره يې سرايونه او رباطونه تعمير کړل. او ډېر پلونه يې جوړ کړل. د ده ټول بناشوي آثار له (۳۶۰ تر ۳۷۰) پوري رسېږي. د ده تأثيرات د علم او صنعت ساحې ته وارد شول، نقاشي او تصوير، معماري، کاشي کاري، مينا کاري، کتيبه نويسي، خوشنويسي، قالين بافي، موسيقي او نور ډېر فنون د ده په وخت کښي خپل کمال ته رسېدلي دي.

ګواکې هغه رنساس چي د شاهرخ په دوره کښي شروع شوی وُ د سلطان حسين بايقرا او علي شېر وزير په عهد کښي تکميل شو.

د امير ادبي آثار او د ده تخلص:

امير په ادبي فنونو کښي کامل و، په فارسي ژبو کښي يې تخلص (فاني) او په ترکي کښي (نوائي) دئ. ادبي اثرونه يې په لاندي ډول سره دي:

الف:

۱:- فارسي نظم الجواهر

۲:- نثرالالی

۳:- قام المحبة

۴:- خمسة المتحيرين

۵:- د شېخ صنعان کيسه

۶:- ترکي منشآت

۷:-په معما کښي مفردات

۸:- ترکي عروض

۹:- د ارد شير سيد حسن حالات

۱۰:- د محمد ابو سعيد پهلوان حالات

۱۱:- محبوب القلوب

۱۲:- مجالس النفائس

۱۳:- حيرت الابرار

۱۴:- فرهاد و شيرين

۱۵:- ليلي او مجنون

۱۶:- سکندري سد.

ب: دی پنځه دېوانونه هم لري:

۱:- غرابت النوايب

۲:- نوار النبات

۳:- بدايع الوسایط

۴:- فوايد الکبير

۵:- فارسي دېوان چي تقريباً شپږ زره بيته دئ( د فاني په تخلص). په ترکي اشعارو کښي يې تخلص مطلقاً نوائي دئ.

د کلام نمونه : دا دئ څو بنده د امير له ترجيع بند څخه چي د مولينا جامي- عليه الرحمه- په مرثيه کښي يې ویلي دي او دلته يې د کلام د نمونې په حيث راوړو.

هر دم از انجمن چرخ جفای دگراست

هر یک از انجم او داغ بلایی دگر است

روز و شب را که کبود است و سياه جامه در او

شب عزایي دگر و روز عزایي دگر است

بلکه هر لحظه عزايیست که از دست عدم

هر دم از خيل اجل گرد فنای دگر است

هست ماتمــــکده ای دهر که از هر طرفـش

دود و آهې دگر و نــــاله و وایې دگــــر است

آه او است به دل تیـره گــــی افزاینـــــــده

وای او نیز به جان یأس فزایي دگــــــر است

گل این باغ که صد پاره زماتم زدگــی است

هر یکـــــی سوختهء جامه قبایي دگـــر است 

آب او زهر و هوایش متعفن چه عــــجــــب

گر در این مرحله هر لحظه وبایي دگــر است

اهل دل میل سوی گلـــشن قدس  آوردنـــد

هست زان رو که درو آب و هوایي دگر است

نزد ارباب یقین دار فنا جایــــــی نیســـــــت

وطن اصلی این طایفه جایي دگـــــــــر است

زان سبب مست می جام ازل عارف جــــــام

سرخوش از دار فنا سوی وطن کرد خــــرام

ای حریم حرم قرب الهی جایت

طرف جنّت و فردوس کجا پروایت

چون شدی از حرم ملک به سوی ملکوت

بود در انجمن خیل ملک غوغایت

طوطیان حرم قدس به جان مشتاقت

بلبلان چمن انس به دل شیدایت

کیمیاکار قضا مهـر دگـر داد طلوع

چرخ را از اثر روشنی سیمایت

نُه فلک چرخ زنان آمده در اطرافت

بوده گویا به سر هر یک از آن سودایت

شور در عالم ارواح بیفتاد، از آن

که نیوشند به جان نکتۀ روح افزایت

روح اقطاب رسیدند به استقبالت

جان اوتاد فتادند به خاک پایت

دست بر دست ببردند ترا تا جایی

که در این غمکده هم خواستی آن را رایت

تو شدی واصل مقصود حقیقی و بماند

تا قیامت به جهان شیون و واویلایت

در فراق تو غمین ماند دل غمزدهگان

تیره زین گوشۀ ماتمکده ماتمزدهگان

تو برفتی و دل خلق جهان زار بماند

تا قيامت بفراق تو گرفتار بماند

ز آتش آه دل سوختگان تا به ابد

دود ها درخم این گنبد دوار بماند

اهل توحيد که بی مرشد کامل گشتند

صدشان مشکل حل ناشده در کار بماند

سالکان را که کمال تو رسیدی بسلوک

عجزها در روش و نقص در اطوار بماند

علما را که شدی مشعل علم از تو منير

تیره شد مشعل و تا حشر شب تار بماند

صد خلل راه بدین یافت که دین دار انرا

سبحه بگسست و بکف رشتهٔ زنار بماند

سرحق رفت پس پردهٔ کتمانگه اشک

بگل اندود در پردهٔ اسرار بماند

نه که صد خار الم در دل احرار خليد

که دو صد بار ستم بر دل ابرار بماند

طالبان را روش راه فنا رفت زدست

هر یکی در پس هر پردهٔ پندار بماند

چه تزلزل که زفوت تو در ایام فتاد

زان تزلزل چه خلل ها که در اسلام فتاد

منبع: دایرة المعارف – څلورم ټوک- ۱۵۵-۱۵۷ مخونه

امير محمد بديع القاضي هروي

د هرات له سترو پوهانو او سيدانو څخه دئ او د قاضي اختيار امجد زوی و چی د لويو برکتونو څښتنو سيدانو څخه شمېرل کېده او د ډېر وخت د پاره د هرات په دارالسلطنه کښي قاضي و.

دی د «جامع الفروع و الاصول» او حاوی المنقول والمعقول په القابو ياد شوی دئ. په ډېرو علومو کښي تأليف او تصنيف لري او شعر يې هم وايه او شعرونه يې ډېر په زړه پوري وو. د «مذکرالاحباب» څښتن د ده په حق کښي داسي وايي:

«ای تو مجموعهٔ خوبی زکدامت گویم»

او وروسته وايي: جناب امير محمد بديع د «الولد سرلابيه» له مضمون سره سم د خپل پلارله فضائلو نه ډېره برخه لري او ډېر وخت کېږي چي ده د افادې د سترخوان استفاده کوونکو ته غوړولی او زده کوونکي له عقلي او نقلي پوهنو څخه مستفيدوي. لويو باچايانو او سترو خاقانانو د نوموړي مير سپېڅلو قدمونو ته په ډېر قدر کتلي او په مناسبو منصبونو يې معزز ګرزولی دئ. دی په تېره بیا په شعر او انشاء کښي د لوی لاس څښتن و او په ښو قصيدو او د تاريخونو په ويلو کي ډېر ستر قوت لري او ډېر ژر يې وايي.

منبع: دایرة المعارف – څلورم ټوک – ۱۵۷ مخ

اوحد سبزواري

د افغانستان د سبزوار د نامتو شاعرانو او منجمينو څخه دئ چي ډېري قصيدې او غزلونه لري او يو مکمل دېوان هم لري چي هر راز اشعار پکښي پيدا کيږي. برسېره پر شعر او شاعري د نجوم په علم کي يې هم پوره معلومات درلوده. په ۸۶۸ کال کي مړ شوی دئ.

منبع: دایرة المعارف – څلورم ټوک – ۲۳۴ مخ

ايازي هروي

مولانا ايازي د مير عليشيرنوايي معاصر او د دري ژبي شاعر و. وايي چي عجيب او غريب شکل يې درلود، او د امير عليشيرنوايي په وينا يې کړه وړه او ویل يې تر شکل هم عجيبتره او غريبتره وو.

امير عليشير ليکي چي: « يو وار ما د مالان د پله پر سر وليده چي د خلکو په منځ کي يې خپله يوه قصیده ويله. ما پر هغه وزن او قافيه او معنا يو بیت جوړ کی او ده ته مي ووایه. ده چي واورېد حيران سو؛ تر درو کالو وروسته مي بیا په باغ سفيددار کي وليد چي په يوه بل مجلس کي يې خپل شعر خلکو ته وايه، ما بیا پر هغه وزن ، قافيه او معنا يو بل بیت جوړ کی، و مي وایه. بیا حيران سو. څنګه چي يې سترګي کمزوري وې او زه يې ښه نسوای ليدلای نو د مجلس څخه يې پوښتنه وکړه چي دا څوک دئ؟ ما هيڅکله داسي سړی نه دئ ليدلی، خو درې کاله پخوا مي د مالان پر پله باندي د ده غوندي شعبده باز ليدلی و، غالباً چي دا همهغه سړی دئ. دا بیت د ده دئ:

چادر شب خود رنگ مگس ريد ايازی

بی جامه و بی موزه وبی کرته نمازی(؟)

تېري برخي:

د هرات نوميالي لومړۍ برخه

د هرات نوميالي دوهمه برخه

د هرات نوميالي درېیمه برخه

د هرات نوميالي څلورمه برخه

د هرات نوميالي پنځمه برخه

د هرات نوميالي شپږمه برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *