اتمه برخه:

بايقرا (سلطان)

ابوالغازي سلطان حسين بایقرا د منصور بن بایقرا زوی د عمر شېخ ابن امير تېمور لمسی دئ او د مور له خوا خپل نسب يې چنګېز خان ته رسولی دئ. اوه کلن و چي پلار يې په ۸۴۹ کال کي مړ شو. کله چي حسين څوارلس کلن شو د مور په مصلحت د ميرزا ابوالقاسم بابر په خدمت مشرف شو او په ۸۵۸ کال کي چي ابوالقاسم له سلطان ابوسعيد سره مصالحه وکړه، حسين بايقرا په سمرقند کي د ابوسعيد په خدمت کي شامل شوی دئ. ډېره موده نه وه تېره شوې چي ابوسعيد د يوې پيښي په اثر د حسين په ګډون په څو نورو شهزادګانو باندي بدګومان شو او دوی يې بنديان کړل، بايقرا له هغه ځایه وتښتېد او بیرته د ابوالقاسم خدمت ته راغی او له هغه سره خوارزم او خيوی ته وتښتېد. په کال ۸۶۲ هـ کي يې د استرآباد ښار ونيو او هلته پرتخت کښېناست، مګر د ابوسعيد د سلطنت د اوامرو لاندي و. یو کال وروسته د ابوسعيد له خوا مجبور کړ شو چي خوارزم ته وتښتي او استر آباد د ابوسعيد لاس ته ورغی. سره له هغه، لږه موده وروسته بیا سلطان حسين راغی. نوموړی ښار يې د ګرګان او مازندران د نورو شاوخوا سيمو سره بیا فتح کړ. د ابوسعید د مړيني په وخت کي سلطان حسين هرات نيولی و او هلته د روژې په لسمه نېټه په ۸۷۲ هـ کال په تخت کښېناست. قندهار، سيستان او زمين داور يې اميرذوالنون ارغون ته تر اثر لاندي ورکړل، مګر ارغون د ده له دغي مهربانۍ څخه بده استفاده وکړه او خپل ځوی شاه بېګ يې د قندهار په حکومت و ټاکه او خپل بل ځوی مقيم يې د کابل د نيولو د پاره ولېږه. نوموړی د سلطان حسين له ځوی بديع الزمان سره چي یو لټېره سړی و او د پلار سره ناسازه او ښه نه وُ، لاس یو کړ او د پلار د سلطنت د زوال سبب شو. بابر پاچا د سلطان حسين د سلطنت په آخر کي د آمو د سيند له هغې خوا څخه پیدا شو. بایقرا ۳۸ کاله پاچاهي وکړه او د ۹۱۱ د ذي الحجې په یوولسمه د اويا کالو په عمر و فات شو.

د هرات ښار د ابوالغازيحسين په وخت کي د شاعرانو او هنرمندانو او ليکونکو د روزني له کبله خپل نهايي عظمت ته ورسېد او نوموړې دوره د هرات د ادبياتو یو ځلېدونکې او درخشانه زمانه بلله کېده.

مسترکيب د خپل لوی تحقيقي کتاب«تاريخ شعر عثماني» په دوهم جلد کي وايي د هرات مدرسه چي په هغې کي غنائي او غزلي اشعار ډېر روزل شوي[؟] او د کلام په آرايش سره یو خاص لوړ والي لري

د پنځلسمي پېړۍ په وروستۍ نيمايي برخه کي د فضيلت دوست او ادب پالونکي پاچا حسين د بايقرا د ځوی د سلطنت په ځلېدونکې دوره کي خپل د کمال آخرنۍ مرحلې ته رسېدلې ده.

دکتر مارتين د تېمور په عصر کي د هرات د ښايسته هنرو په باب وايي: سلطان حسين ميرزا یو کوچنی شاعر نه و او د ده د ترکي ژبي غزلې د ترکي د ډېرو مشهورو شاعرانو له غزلو څخه ښه دي

نوموړی په عربي هم شعر وايه او له جامي سره يې رقابت کاوه.

سلطان حسين او درې نور له تېموري اميرزادګانو څخه بایسنقر، شاهرخ او الغ بېګ د دوکهای په کتاب دوستي کي د بورګندي له دوکانو څخه « ورنه دانژو» د فرانسې پاچا سره چي د دوی هم عصره وُ برابر وُ، بلکې په څو څو واره د فرانسې او ایټاليې د مشهورو کتابدوستانو څخه چي د مسيحي په ۱۶ – ۱۷ پېړۍ کي پيدا شوي وو په فکر او ذوق کي سبقت کاوه؛ ځکه چي دوی نه يواځي کتابونه راټولول، بلکې کتابونه يې تأليفول. بایسنقر او سلطان حسين ميرزا د ويليام موريس انګليسي مشهور شاعر، نقاش او ليکوال ۱۸۳۸ – ۱۸۹۶ م غوندي و چي څلور  سوه کاله وروسته په انګلستان کي پيدا شول. نوموړي په کتابو کي نوی اسلوب اختيار کړ؛ خو د تېموري شهزادګانو کتابونه ښه کلک او ښکلي ليکل شوي وو.

کله به چي دې شاهزادګانو غوښتل چي د دوی خطونه او د خزانې مرقعات په سرو زرو تذهيب کړي نو زرکاران به دوی ته د باندنيو هیوادو څخه را ټولېدل د معين الدوله محمد اسفزاري مصدر د « روضات الجنات فی اوصاف مدينة الهرات» د همدې لوی سلطان په نامه دئ او اميرعلي شير نوائي د خپلي تذکرې «مجالس النفائس» اتم مجلس د ده د اوصافو او مواهبو په باب ليکلي دي. د بایقرا «مجالس العشاق» چي په کال ۹۰۸ کي يې تألیف کړی دئ په ۷۷ مجلسو مشتمل او وروستنی مجلس يې د ده د ګزارشونو په باب، مخصوص ليکل شوی دئ؛ مګر بابر په خپل «تُزُک» نومي کتاب کي دغه اثر د ګازرګاهي کمال الدين حسين بولي.

مولاناحسين واعظ کاشفي «مخزن الانشاء» نومي کتاب د سلطان حسين بایقرا په نامه او د هغه د وزير اميرعلي شير نوايي د پاره تألیف کړ. بایقرا د «حبيب السير» دمؤلف خواندمير له خوا هم ممدوح شوی دئ. دی د همدې کتاب د درېیم جلد په درېیم ټوک کي د ده د ژوندانه ټوله دوره په تفصیل سره ډېره ستايي.

سلطان حسين برسېره پر دې ذوق د کوترو له الوزولو او کوتر بازي او نورو طیورو سره هم خورا زياته مينه درلوده او لکه د ده د کورنۍ نور غړي، دی هم د شرابو په څښلو کي ډېر حريص و.

منبع: دایرة المعارف – څلورم ټوک – ۳۵۹ مخ.

بديع(هروي)

بديع الزمان ميرزا د سلطان حسين ميرزا خلف او له بې مثاله مشهورانو څخه و او په ۹۲۰ هـ کال د طاعون په مرض مړ شو.

منبع: دايرة المعارف – څلورم ټوک – ۳۸۱ مخ

برهان الدين عطاالله

مولانابرهان الدين عطاالله د امیرشېر علي شير نوائي معاصر او ملګری وو او د سلطان حسين بايقرا د زمانې د لويو او پياوړو فضلاؤ څخه دئ. د زېږېدني ځای يې هرات دئ او ډېره موده په هغه ځای کښي په تدريس بوخت وو او دی د امير شېر علي نوائي د تربيت يافتګانو څخه دئ؛ د خپل حامي په مدح او صفت کښي يې ډېري قصيدې ویلي دي او د ده حق يې ور اداء کړی او دی په خپله تذکره کښي ستايي. مولانا برهان الدين زيات وخت په معماو او تاريخي قطعاتو مشغول وو او په دې ليار کښي يې تام مهارت موندلی وُ؛  څرنګه چي په معما کښي ييې يوه رساله د «جواهر الاسماء» په نامه ليکلې ده. مولانا د نوائي د مهر وهلو نېټه داسي منظومه کړې ده.

میر فلک جناب علیشیر کـــز شــــــرف = عاجز بود از درک کــــمالات او خـــــرد

دیوان نشست آخر شعبان به داد وعدل = از لطف شاه غازی والحق چنین ســـزد

چون مهرزد به دولت سلطان روزگــار = تاریخ شد همین که (علیشیر مــهر زد)

او بیا د اميرعلي شېر د سلطنت نېټه چي ۸۹۲ کال دئ داسي د نظم په قيد کښي راوړی:

آن میر علی شیر که دارد

اوصاف برون زحد تقریر

چون کرد قبول بازِ امارت

تاريخ شود (امارتِ امیر) ۸۹۲

منبع: دايرة المعارف – څلورم ټوک – ۴۰۵ مخ.

بقايي هروي

هراتی ميرزا ابوالبقا چي په شعر کي خپل تخلص بقايي راوړي د تېمور د کهول د عصر د پای له شاعرانو څخه دئ. مولد او مدفن يې هرات دئ. هم هلته شهيد شوی دئ. د شهادت تاريخ يې «شمع مجمع العلما مُرده» چي ۹۵۳ کيږي، دئ. لاندي بیتونه «رياض الشعراء» د نوموړي په نامه کښلي دي:

نمی آيی بیا بگذر زفکر جستجوی من

که روی من در آينه نمی ماند بروی من

مگر خاصيت اشک است سیلاب بهارم را

که میروید نهال سرخ بید از طرف جوی من

درین معنی که دل چشمست شک نیست

سوید ای دل است این مردمک نیست

کاشانـۀ ما روشنی شمع چه داند

درخانه اگر بود چراغ دل ما بود.

منبع: اريانا دایرة المعارف – څلورم ټوک – ۴۴۰ مخ

بنائي هروي

د مولانا بنائي نوم چي د افغانستان په ادب او صنعت کي د ځلېدونکو ستورو په شان په نهمې پېړۍ کي یاديږي تراوسه پوري په يقيني صورت سره له مأخذو او مدارکو څخه لاس ته نه دي راغلي؛ مګر ځيني يې لقب کمال الدين او نوم يې شېرعلي ليکلی دئ. پلار يې چي محمد نومېدی هم د ده استاد او هم معمار وو چي اصلاً هروي او د سلطان حسين بايقراء له مهندسانو څخه وو. د «عجائب الطبقات» په قول محمد طاهر ابن القاسم بلخي د خپل ځوی بنائي په مرسته د څلورم خليفه-کرم الله وجه- روضه يې په بلخ کي ودانه کړې ده. دا نه ده معلومه چي بنائي په کوم کال کي زېږېدلی دئ؛ خو څه چي معلوم دي دا چي دی د نهمي پېړۍ په دوهمه برخه کي زېږېدلی دئ. د سلطان حسین بایقراء څخه د مخه يې کوم شهرت نه درلود، که څه هم د پلار په کسب چي بنائي وه بوخت وو، مګر په پيل کي يې د علم او پوهي په حاصلولو کي زيار ایستلی او په خوشنويسۍ کي يې هم ډېر شهرت درلود.

زېږېدنځی يې د اکثرو اقوالو له مخي هرات بلل کېږي او د خپل وطن په باب د خپل «بهرام او بهروز» په مثنوي کي وايي:

وطن من که خیر اوطان بود

صدر روی زمین خراسان بود

دلم از شر حاسدان سفيه

(حافرالبئر) فی طريق اخیه

هر طرف از وطن گريختمی

همچو جان از بدن گریختمی

بنائي په شعر او شاعري کي وروسته له جامي د خپلو زياتره همځولو او معاصرينو څخه زيات و او د ثلث، نستعليق او تعليق په ليکلو کي د خوشنويسانو په دوهمه درجه کي شمېرل کېده. قاضي صفيالدين عیسی د نوموړي په خوشنويسۍ کي مبالغه کوي او په خپله قصيده کي یې داسي ستايي:

شد محقق که کسی ثلث تو در نستعليق

نیست این اظهر من شمس بود در اذهان

طی کند نامه تعليق تو تاج از تعليق

نسخ یا قوت نسائی چو نويسی ریحان

په موسيقي کي هم د خپل عصر له نامتو کسانو څخه وو او دغه فن ته د اميرعلي شېر نوائي د تشويق کولو په واسطه شروع وکړه او په لومړي وختو کي اميرعلي شېر ته ډېر منلی وو؛ خو  وروسته د ټوکو او مسخرو له کبله چي د ده خاصه وه د ده او امير تر مينځ خپګان پيدا شو او مجبور شو چي له هرات څخه وتښتي او عراق عجم ته لاړسي. دی د امير یعقوب ترکمان په دربار کي ډېر مقرب او منلی شو او هلته يې خپل د «بهرام او بهروز» مثنوي د هغه په نامه وليکله. څو موده وروسته چي اميرعلي شېر د ده د پوهي او فضيلت له کبله د ده له ګناه او جرم څخه تېر شو او وې بخښه بیرته هرات ته راغی په (۶۹۸ هجري قمري چي د امير یعقوب بن حسن بېګ بن علي بېګ قراعثمان د آق قوينلو د ترکانو د محلي اميرانو څخه دئ) د تاريخ ليکونکو د ليکنو له مخې له څه مودې وروسته د ده او د امير ترمينځ د دوستۍ هوا کرغېړنه شوه او په دې وار له وېري څخه د ماوراءالنهر خواته د سياحت په مقصد سمرقند ته ولاړ او په دې وخت د سمرقند د حکومت واګي د سلطان علي ميرزا، د سلطان احمد ميرزا، د سلطان حسين بايقراد خور د لمسي په لاس کي وې.

څرنګه چي سلطان علي د خپل نيايي( ماما) په څېر یو علم دوست او ادب پالونکی سړی وو، نو بنائي ته يې ډېر اعتبار او عزت ورکړ. په دې موده کي بنائي د پخوانیو شاعرانو د آثارو او اشعارو په ژوري مطالعې او لوستلو بنا وکړه او د دې دورې اشعار د حافظ د غزلو استقبال کول دي. نوموړي همېشه غوښتل چي بیرته هرات ته راشي او دې خبري ته ډېر امېد واره وو، تر څو چي په (۹۰۶) هجري قمري کي پر سمرقند باندي د محمدخان شېباني لهخوا حمله وشوه. له دې امله چي د سلطان علي لښکر ډېر لږ وو، نو عقب نشيني يې وکړه او د خپلو کسانو سره دوهمي حملې ته چمتو سو. په دې وخت کي بنائي له سمرقند څخه د وتلو وخت پيدا نه کړای شو او د هغهښار د نورو قيمتي ولجو(غنايم) په جمله کي بنائي هم د ازبک محمدخان په لاس کي کښېوت. که څه هم محمدخان چندان علم دوست او ادب پالونکی نه وو، مګر د بنائي شهرت او نامتو والي په هغه باندي یو عجيب تأثیر کړی وُ، نو دی يې تر خپلي ساتني او حمايت لاندي ونیو. څه موده وروسته بیا مجبور شو چي په سمرقند کي استوګنه وکړي، ترهغو چي د (۹۱۸) کال په شاوخوا کي لکه چي شاه اسمعيل صفوي په بخارا او سمرقند کي د ازبکي امراو له ضعف او مخالفت او نزاع څخه استفاده کړې او د امير يار احمد اصفهاني په مشرۍ يو لښکر هغې خوا ته واستاوه. په دې وخت کي بنائي د قرشي د حاکم شېخم ميرزا سره وو، صفوي لښکرو هغه سيمه ويجاړه کړه او پنځلس زره وګړي يې ووژل. په دغه خونړۍ جګړه کي مولانابنايي هم ونکړای شو چي ځان روغ رمټ خلاص کړي او هلته ووژل شو.

د بنائي له تألیفاتو او آثارو څخه لاندني په لاس کښي دي:

۱) د بهرام و بهروز مثنوي چي په (ګلستان یا باغ ارم) باندي مشهور دئ او په عراق عجم کي د امير یعقوب ترکان په نامه نظم شوې ده. دغه مثنوي عشقي ده. بهرام او بهروز د بنائي دوه پهلوانان دي چي په یوې گلچهر نومي نجلۍ باندي مینان شوي دي.

بنائي په دغه مثنوي کي ډېر اخلاقي او اجتماعي کيسې او افسانې راوړي دي. د دغه مثنوي وزن کټمټ د سنائي د حدیقې په شان دئ. د نظامي «هفت پيکر» او دجامې «سلسةالذهب» یعني غیر سالم خفيف بحر (فعلاتن مفاعلن فعلن) دئ. په دې مثنوي کي د بنائي تخلص «حالي» دئ. دغه کتاب په تاشکند ښار کي چاپ شوی دئ.

۲) د بنائي دوه دېوانه: وايي چي بنائي دوه دېوانه ترتيب کړي وو. له دغو دواړو څخه یې یو څرنګه چي اشاره يې هم کړې ده د خپل ژوند په وروستیو وختو کي د حافظ په ژباړه په سمرقند کي تدوين کړ . په دغه دېوان کي يې تخلص حالي دئ مګر له بده مرغه چي تر اوسه پوري د ده دېوانونه په بشپړهتوګه يو ځایي لاس ته نه دي راغلي.

۳) شيبانينامه: چي د شيباني محمدخان په نامه ليکله شوې ده. په «تحفهٔ شامي» کي راغلي چي بنائي د محمدخان شيباني ملک الشعرا وو. څو وخته وروسته، خراسان ته راغی اود حافظ د دېوان له ژباړي څخه وروسته يې څو غزله ویلي دي؛ خو خپل تخلص يې په دغو غزلو کي حالي ښودلی دئ.

بنائي په خپلو غزلونو کي د کوم جلا طرز اوسبک خاوند نه دئ. که څه هم له يوې خوا يې د خراسان د پخوانيو شاعرانو څخه لکه عنصري، انوري او له بلي خوا يې د عراق عجم له شاعرانو څخه لکه سعدي او حافظ پيروي کړې ده؛ خو سره له دې د قوي قریحې او سرکشۍ خاوند وو. د ده له مضمون او بیان له طرز څخه د استقلال او خپلواکۍ بوی را اوچتېږي نو ځکه ویلای شو چي د بنائي او د ده د وخت د شاعرانو؛ لکه هلالي، آصفي، سيفي او عارف شېخ زاده د هند او عراق د سبک تر مينځ يوه حلقه وه چي وروسته د مغولو پادشاهانو لهخوا په هند کي رواج شوه.

د پورتنیو دوو علتو له مخي يو دا چي د بنائي اشعار ډېر لږ په لاس کي دي، بل دا چي د ده له سبک څخه ښه معرفت پيدا کړ شی د ده له شعرو څخه څو شعره د نمونې په توګه بیانوو:

د ده غزل د حافظ د لاندني غزل په تتبع:

(گل در بر و می در کف و معشوق به کام است)

از خوردن می منع کنندم که بنائی حرامست

چيزیکه درین شهر حلال است کدامست

مینوش که قسمت نشود ناقص و زاید

در ذات تو نقصانی اګر نيست تمامست

آن همدم بی غش که از و بوی وفائی

آید به مشام تومی غاليه فامست

د قاضي عيسی په مدح کي قصيده:

شد چنان باز هوا گرم که در آب روان

سینه بر ريگ نها دست زگرما سرطان

نیست در سايهٔ اشجار عیان بر تو مهر

آفتابست ز گرما شده در سایه نهان

از حرارت شده لب خشک چو صفرا ئی طبع

نهر مرطوب که بود از دهنش آب روان

گردباد از پی آن می جهد از خاک براه

پای می سوزدش از بس که زمین شد سوزان

آن شفق نیست که آتش بسوی روزن چرخ

شده نزدیک که بیرون شود از قصر جهان

کوه آتش شده هر سنگ ز تأثير هوا

شعله ها می جهد از وی عوض لالهستان

چاک زد پیرهن از گرمی خورشيد خيار

تا شود بر جگر سوخته اش باد وزان

شب که ريزان شود از چرخ کواکب گوئی

اژدهايې است که ميريزدش آتش ز زبان

در تنور آتش سوزنده زگرماغش کرد

آب از آن زد بهرخش مطبخی صدر زمان

بهاريه

لاله رخ بنمود عالم را گلستان کرد باز

کوه را دامن پر از لعل بدخشان کرد باز

غنچهٔ گل بر گريبان تکمهٔ یاقوت داشت

گل بناخن های رنگينش گريبان کرد باز

باعصای سبز آمد سبزه بر اطراف جوی

خضر پنداری هوای آب حیوان کرد باز

غنچهٔ نرگس زتاب گل نظر بر بست و گفت

در رخ خورشيد رخشان دیده نتوان کرد باز

شاخ گل شد تير بهر صيد مرغان چمن

باد صبح آن تير را از غنچه پیکان کرد باز

جام رزمانده است بر سيمين طبق نرگس مگر

خويش را از ساقيان بزم سلطان کرد باز

منبع: دایرة المعارف- څلورم ټوک – ۴۷۵- ۴۷۷

بهشتي هروي :

د امير علي شېر نوايي د عصر يو خوږ ژبی شاعر و.

شورش ترک تعلق افتاد مرا

چون حباب است سر از قيد تن آزاد مرا

د بهشتي په اړه د افغانستان نوميالي کتاب د  څلورم ټوک په ۳۳۶ مخ کي داسي ویل سوي دي:

مولانا بهشتي د مولانا حميدگل هروي ورور، او د دري ژبي شاعر و،  ښه طبع او ښه خوی يې درلود، او د امير علي شېر نوايي په وختو کي يې په هرات کي ژوند کاوه . امير علي شېر ورته «خلقتي بهشتي» ویل او دا بیتونه د ده دي:

در کمند تو نه هر بی سرو پا افتاد است

این بلائی است که در گردن ما افتاد است

هنگام عید و موسم گلها شگفتن است

ساقی بیار باده چه حاجت بگفتن است

شمع امشب ترک دعوی با رخ آنماه کن

تيره کردی مجلس مارا سخن کوتاه کن

تېري برخي:

د هرات نوميالي لومړۍ برخه

د هرات نوميالي دوهمه برخه

د هرات نوميالي درېیمه برخه

د هرات نوميالي څلورمه برخه

د هرات نوميالي پنځمه برخه

د هرات نوميالي شپږمه برخه

د هرات نوميالي اوومه برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *