نهمه برخه:

بي بي ستي

د هرات د زاړه ښار ختيځ لوري ته  د پخو خښتو يوه اته ضلعي ودانۍ جوړه ده چي د بي بي ستي د مزار په نوم مشهوره ده.

د «ستي» کلمه له سیدتي څخه اخيستل سوې ده چي د « آغلي» مانا ورکوي.

«بي بي ستي هروي یوه متقي او پرهېزګاره مېرمن وه، ابومسلم خراساني ته يې ډېر ښه نظر درلود، او د دې په همت ابومسلم په هرات او نيشاپور کي  مهم کارونه سرته ورسول. دا مېرمن په لومړي سر کي ښه ښځه نه وه، ځکه چي مېړه يې ابونصر ډېر بې باک و، خو په پای کي يې ښې لاري ته مخه شوه، او ډېر معتقدين يې وموندل په (۱۵۸ هـق ) کال په هرات کي مړه سوې ده او شاهرخ ميرزا په وختو کي د دې عابدي پر قبر باندي ښه ودانۍ ودانه سوه او قبر ته يې نژدې يو ښه مسجد جوړ کړه سوه.

د مجمل فصيحي مؤلف ليکي چي:

د ابومسلم له عيارانو څخه یوه هم «بي بي ستي» وه چي توبه يې وکښله او د خپل وخت نوميالۍ زاهده سوه. دې په هرات کي ژوند کاوه، او په (۱۵۰ هـ ق-۸۶۷ م) کال مړه سوه او په «بازار خوش» کي ښخه* ده.»

د افغانستان نوميالي څلورم ټوک، بېنوا، عبدالرؤف،۱۳۶۰،  ۳۸۰ مخ.

* د بي بي ستي مقبره د زاړه ښار د چارسو سره ده.  په ۱۳۱۷ هجري شمسي کال کي چي د زاړه ښار څخه سرپوښ (چټ) ليري سو، د بي بي ستي مزار چي مساحت يې ۸۰ متر مربع کيږي، د سړک په منځ کي پاته سو.(یوسفزی)

بي بي نور هروي

دا یوه زاهده او عابده مېرمن وه. د دې د عمر ټولي شپې ورځي په زهد او تقوی تېري شوي دي.

د هرات د مالان پول دې ودان کړی دئ.

هرات د مالان پُل

د دې زيارت د هرات د شمعان په محله کي د عراق دروازې ته نژدې واقع او د وګړو د ارادت او ورتګ مرجع ده.

منبع: اريانا دایرة المعارف – څلورم ټوک – ۵۶۶ مخ

بيخود هروي:

خواجه عبدالحميد بيخود د دري ژبي شاعر و، او د شاهزاده کامران سدوزي او وزير یارمحمدخان الکوزي په وختو کي په هرات کي اوسېد،  « د سيف الملوک» کيسه يې نظم کړې ده. د ده دېوان چي زرو بیتو ته رسېږي ښاغلي فکري سلجوقي را غونډ کړی خو لا چاپ سوی نه دئ.

د هرات د بيچقي په کلي کي مړ او د بيچقي څنګ ته ښخ دئ.

دا غزل د ده دئ:

طبیب درد من جانانه خواهد شد؟ نخواهد شد

بزلفش پنجه من شانه خواهد شد؟ نخواهد شد

بدام زلف مشکينش یکی خال سیه دیدم

نصيبم چيدن این دانه خواهد شد؟ نخواهد شد

نگشتم آشنایش سالها در خاک کوی او

رقیبش همچومن بيگانه خواهد شد؟ نخواهد شد

دل من سخت پر خونست از جور رقيب آیا

خلاصم زین سگ دیوانه خواهد شد؟ نخواهد شد

نیندیشم زمرگ اما درین فکرم که بعد از من

گِل من کوزهٔ میخانه خواهد شد نخواهد شد

نموده توبه بیخود از مئ مینای هشياری

زپيمان بر سر پيمانه خواهد شد؟ نخواهد شد

منبع: د افغانستان نوميالي، څلورم ټوک – ۳۹۳ مخ.

بيدله هروي

مېرمن بيدله د خواجه عبدالله ديوانه ماندينه وه، په هرات کي اوسېدله او په دري ژبه يې شعر وایه، دا بیت د دې دئ:

روم به باغ و زنرگس دو دیده وام کنم

که تا نظارهٔ آن سر و خوش خرام کنم

ددې مېړه خواجه عبدالله د هرات د مشهور خواجه حکيم زوی و، چي په (۱۲۶۸ هـ ق) کال مړ دئ، نو د دې مېرمني ژوند هم د ددې نېټې په شاوخوا کي اټکل کېدای سي.

منبع: د افغانستان نوميالي- څلو رم ټوک – ۴۰۳ مخ

بيګي هروي

د فارسي ژبي يوه شاعره او یوه بډايه مېرمن وه. مېړه يې دروېش علي او د بلخ حاکم و. د خپلو معاصرينو شعراؤ سره يې مالي مرستې کولې. دا رباعي  د دې ده:

آبی که فلک به لب چکاند مارا

سر گشته به بحر و بر دواند مارا

ایکاش بمنزلی رساند مارا

کز هستی خود باز رهاند مارا

هغې شراب څښل؛ خو څه وخت يې توبه وکړه، لاکن يوه ورځ د بديع الزمان په مجلس کي چي شراب ګرځولی کېدې ساقي دې ته شراب ورنکړل. دې سم دلاسه داسي وویل:

من اگر توبه ز می کرده ام ائ سر و سهی

تو خود این توبه نکردی که مرا می ندهی

منبع: دایرة المعارف – څلورم ټوک – ۵۹۹ مخ

پوربهای جامي

د افغانستان د اوومي پېړۍ د وروستۍ نيمايي له فاضلانو او شاعرانو څخه دئ. نيکه ګانو يې د جام په ولایت کښي د قضا په منصب منصوب وو مګر دی پخپله په هرات کښي لوی او روزل شوی دئ.

خپله زده کړه يې له مولانا رکن الدين نه چي په قبايي سره معروف دئ سرته رسولې ده. د ارغون خان بن آبا قاخان بن هلاکو بن چنګېز (۶۸۳- ۶۹۰) د سلطنت په مهال کښي د خواجه وجيه الدين زنګي بن طاهر الفر يومدی په خدمت کښي اوسېده. د څه مودې دپاره تبريز ته لاړ او تل به یې له خواجه همام الدين شاعر سره مرکې کولې.

په مشکلو اوزانو کښي يې ډېري قصيدې ویلي دي او غزلو يې ښه شهرت موندلی وُ. په کال ۶۶۶ هجري کښي د نيشاپور ښار چي په هغه وخت کي د خراسان مرکز وُ، د زلزلې په وسيله له مينځه لاړ او په کال ۶۶۹ د آباقاخان بن هلاکو (۶۶۳-۶۸۰) په  امر بیا ودان شو. پوربها دغه دوې قطعې داسي نظم کړي دي:

ز زخم زلزله زیر و زبر شده ست چنانک 
سماک زیر سمک شد، سمک فراز سما
بجور و قهر برانداختش ز بن بنیاد
بکل و جزء فروریختش ز هم اجزا
نهاده سر به زمین بی سجود مقصوره 
مناره قامت خود بی رکوع کرده دوتا
کتابخانه نگون ، رسم مدرسه مدروس 
خراب مسجد آدینه ، منبر اندروا
گمان مبر که ز نقصان او بد این نکبت 
ز من مپرس اگر نیست باورت که چرا
چو حق عنایت بسیار داشت در حق او
نظر فکند بر احوال او بچشم رضا
چو هیبت نظر وپرتو تجلی او
براوفتاد، ز هیبت دراوفتاد ز پا
نه از تجلی او کوه طور پاره شده ست 
کلیم چون بدعا خواست از خدای لقا
چو کهنه بود و قدیمی بنای نیشابور
نهاد روی سوی او خرابی از هر جا
خدای خواست که بازش ز نو بنا سازند
بعهد دولت نوشیروان عهد ابقا
خدایگان جهان پادشاه روی زمین 
جهانگشای عدوبند، شاه شهرگشا
بسال ششصد و شصت و نه اتفاق افتاد
بنا نهادن این شهر شهره ٔ زیبا
اواخر رمضان آفتاب و زهره بنور
قمر بحوت و عطارد نشسته در جوزا
بنا نهادن شهر نوت مبارک باد
بعهد دولت تو شهر باد هر صحرا
بدولت تو نشابور کهنه نو شد باز
بسان پیر خرف گشته کو شود برنا
سه چیز باد و بماناد هر سه تا به ابد
بقاء خواجه ، دگر شهر و شعر پوربها

غزل:

چون بیاض آفتاب از شب رقم خواهد کشید

ماه را بر صفحه خوبی قلم خواهد کشید

یا رب این یک قطره خونی را که مینامند دل

تا بکی از دست مه رویان ستم خواهد کشید

امشب ای شمع از سر بالین بیمار ان مرو

بیدلی سر در گريبان عدم خواهد کشید

پر حذر باش امشب ای همسایهٔ بیت الحزن

کز سرشک چشم من دیوار نم خواهد کشید

میکشد بار غم محبوب و میداند بها

هر که عاشق شد ضرورت بار غم خواهد کشید

منبع: اريانا دایرة المعارف- څلورم ټوک – ۷۸۳ مخ

پيامي قلندر

په اصل کي د هرات و او د «پيامی قلندر» په لقب شهرت لري. ده یوه موده په ماوراءالنهر کي ژوند وکړ. واله ليکي چي پيامي هروي د بابر ميرزا د پالني په برکت په ماوراء النهر کي د صدارت مرتبې ته ورسېد. پيامي شعر هم وايه او خوشاله زړه يې لاره، دا څلوريزه  د هغه ده:

وفا وعده کردی جفا مینمايی

مۀ من عجيب بیوفا مینمايی

چو بيګانګان مګذر ای نور دیده

که درچشم من آشنا مينمايی

منبع: اريانا دایرة المعارف- څلورم ټوک – ۸۱۸ مخ

جلال هروي

شېخ جلال هروي د صوفیانو له ډلي څخه و او د هرات په ښار کښي يې هستوګنه درلوده. هغه يوه پلا د ترکانو او ازبکو په واسطه له هرات څخه بخارا ته ولېږدېدئ او هلته منزوي شو. شېخ جلال په شعر او ادب کښي لاس درلود.

منبع: اريانا دایرة المعارف – پنځم ټوک – ۳۹۸ مخ

جنادۀ  هروي

ابو اسامه جناده بن محمد بن حسين هروي په افغانستان کي په څلورمي هجري پېړۍ کي د فقه اللغة له سترو پوهانو او عالمانو څخه دئ چي په هرات کي زېږېدلی او لوی شوی و. د ده د زېږېدني کال په مشخصه توګه نه دئ معلوم؛ خو دومره څرګنده ده چي متداوله علوم يې له ازهري هروي او نورو استاذانو څخه زده کړل او وروسته په سير او سياحت باندي بوخت شو. جناده د خپل مسافرت په لړ کي مصر ته لاړ او څو کاله يې هلته مطالعه او څېړنه وکړه. ده خپل مطالعات زياتره په جامع المقياس کي ( چي د نيل سيند پر غاړه واقع دئ) اجرا کول.

د اوومي اسلامي پېړۍ مشهور مؤرخ ابن خلکان په خپل کتاب «وفيات الاعيان وابناء الزمان» کي له حافظ عبدالغني بن سعيد المصري او ابوالحسن علي سره د هغه موانست او الفت ذکر کړی دئ. خو جلال الدين سیوطي په «بقية الوعات» کي ابوالحسن علي ابواسحاق علي بن سليمان المصري النحوي الانطاکي ليکي.

په هر حال د افغانستان دغه عالم له نوموړو پوهانو سره نژدې ارتباط درلود او تل به يې په دارالعلوم کي غونډه کوله او په آدابو او د ادب په مفاوضاتو کي به له دوستانه سره په مباحثو او مناقشو بوختېدئ.

دغو مباحثو تر هغه وخته پوري دوام درلود چي له دوی څخه یو تن د مصر فاطمي حکمران (الحاکم بامر الله) (۳۷۵- ۴۱۱ هـ) ته رپوټ ورکړسو. نوموړی حاکم په ډېرې بېرحمۍ سره د افغانستان دغه عالم او پوه په اعدام محکوم کړ او  د ذيقعدې میاشتي په يوه ورځ او یا په يو بل روایت د ۳۹۹ هـ (۱۰۰۹ م) کال د ذي الحجة الحرام په ۱۳ نېټه د مسافرت په حالت کي ووژل شو او د دوی له جمعيت څخه یوازي حافظ عبدالغني خپل ځان سلامت يووړ چي هغه هم په متواري صورت سره ژوند کاوه.

جناده  يو پوه او فاضل شخص و او په نحو او لغت کي يې قوي لاس او په عربي ژبه کي يې هم بشپړه معلومات او تجربه درلوده. ابو سهل محمد بن علي هروي د هغه د شاګردانو له جملې څخه دئ چي په مصر کي یې لغت ده ته ورزده کړل.

منبع: اريانا دایرة المعارف- پنځم ټوک – ۴۳۳ مخ

جنيد (مولانا)

د هرات د نهمي پېړۍ له نقاشانو او تصويرګرانو څخه دئ. ده د سلطان حسين بایقرا په زمانه کي شهرت موندلی وُ او له نوم څخه يې معلومیږي چي باید په اصل کي د افغانستان د شمالي سيمو څخه وي. په هر حال، نوموړی په خپل فن کي له دوهمي درجې صنعتګر انو څخه شمېرل کېده.

جوهري

حکيم ابوحامد محمود بن عمر جوهري صايغ هروي د پنځمي هجري پېړۍ د منځ کلو له شاعرانو څخه و. د ده شعري لقب جوهري دئ. ده پخپله دغه لقب په دې بيت کښي راوړی:

جوهري زرګر مداح ملوک وسلطان

هست پيوسته ثناګوی وی مدحت خوان

عوفي په هماغه ډول چي  وویل شول د ده نوم ياد کړی ویلي يې دي:

(حکيم جوهري …. هم د صناعت  او هم د صناعتِ بلاغت په علم کښي استاد او هم د جواهرو په معرفت کښي کامل او د فضائلو په نفوذ کښي نقاد او د صنعت د خاوندانو له مقدمانو څخه و…) هغه اشعار چي له ده څخه پاتې شوي وي د معاني په بیان کښي د ده د قدرت او بلاغت او په وصف کښي د ده د مهارت پوره نمايندګي کوي، سره د دې چي د ده ډېر شعرونه نه دي موجود. عوفي ویلي دي چي د امیرخسرو له معاصرو څخه و او له هغه څخه يې دولتونه حاصل کړي دي. په هغې قصيده کښي چي د وريځي صفت يې کړی دئ د فرخ زاد؟ مدحه يې کړې ده او له دې کبله چي امیر فرخ زاد بن مسعود بن محمود غزنوي له ۴۴۴ نه تر۴۵۱ پوري سلطنت کړی دئ نو ځکه ده د پنځمي پېړۍ په منځ کلو کښي ژوند درلود.

جوهري د غور د باچا آل شنسب په دربار کښي هم اختصاص درلود. دولتشاه د (جوهري زرګر) د احوالو په ذکر کښي دی د ادیب صابر شاګرد او د اثير الدين اخسيکتی له اقرانو څخه ګڼلی. هغه ویلي دي:

دی مرا آخر سالار خداوند جهان

داد اسپي که زپیريست بفرياد و فغان

سفنه زن اسپ که ازشانه او دررفتن

هر زمان آید در ګوش دګرګون دستان

راست مانندیکه اشترباریک وحزین

از سرشانه بیرون آمده اوراکوهان

پشتش از ګوشت تهی ګشته بسان تابوت

شکم از کاه د رآگنده بسان کهدان

پوست بینيشن پر از چين چو دمِ آهنگر

است چون ديگش ازين پای بر آن پالرزان

منبع: اريانا دايرة المعارف – پنځم ټوک – ۴۹۸ مخ

حاذقه هروي

د هرات مشهوره شاعره ده. نوم يې «کشور» او د هجري قمري ۱۳۴۰ کال د محرم په ۲۵ د دوشنبې په ورځ د هرات په ښار کښي پیدا شوې. د پلار نوم يې محمدعثمان وُ او د کنلک (جوی نو) په کوڅه کښي اوسېده. کشور چي «حادقه» يې تخلص دئ په اوه کلنۍ کښي ښوونځي ته تللې اود لومړنيو زده کړو څخه وروسته یې خپلي زده کړي ته دوام ورکړی او په دري، عربي او انګليسي ادبیاتو کښي يې لاس پیدا کړی دئ.

د فقهي، اصولو، حديثو په زده کړه او په تېره بیا په شعر او شاعرۍ کښي يې یوه خاصه مينه ښودلې ده. اخلاقي او وطني اشعار يې ویلي چي د دې ډېري اجتماعي مقالې د اتفاق اسلام د ورځپاڼي په ذريعه چي په هرات کي چاپيږي نشر شوي دي. نظم او نثر آثار يې په دري او پښتو کښي دي.

د حاذقې تألیفات:

– حيات سوزان

– همکاري ملت

– استقبال از ديوان پروين اعتصامي

د دې کليات چي په نظم او نثر ليکل شوي او ۱۲ زره د شعر بيتونه او ۱۵۰ مقالې دي. حاذقې په مشاعره کښي هم لاس درلود او لومړۍ مشاعره يې له ښاغلي شایق هروي سره او بله يې د ښاغلي عبدالرحمن پژواک سره کړې….

د دې د غزلو نمونه دا ده:

ای دل زبلاغت به صناغت نظر انداز

از دامن غیرت بزراعت ثمر انداز

از جوف فضا تیر هدف زن بصف غیر

در کشف فلز لرزه بکوه و حجر انداز

از پودر و کلور بگذر و سنگ شکن باش

از کسب صناعت به دول شور وشر انداز

میپوش برک، باش بکر باس مزين

از البسهٔ غیر، ملامت بسر انداز

در بحر ادب غوطه زن و علم بچنګ آر

در زورق دل کيسهٔ در و ګهر انداز

امروزِ تو خواب آمد و فردای تو حسرت

از خواب ګران خيز و بفردا نظر انداز

از روی کرم دست جفا گير ز ملت

با فکر و خرد، هوش بسوی هنر انداز

با خلق خدا نیکی کن ز رهِ حلم

این کبر و ريا را بقوای فنر انداز

ابیات تو ای «حاذقه» دُردِ شراب است

زان دُرد یکی قطره بکام بشر انداز

منبع: اريانا دایرة المعارف – پنځم ټوک – ۶۵۹ مخ

حافظ علي

حافظ علي د هرات د غوريانو دئ  او له همدې امله د غورياني په نامه شهرت لري. نوموړی د سلطان حسين بایقراء د وخت له شاعرانو او پوهانو څخه دئ.

په شعر کي يې پوره قوي لاس درلود، پخپل شعر کي يې شعري صنایع زښت زيات په نظر کي نیولي دي. د قصیدې په ويلو کي يې زيات وخت د سلمان ساوجي اقتفاء کړې ده، او په دې برخه کي پوره بريالی و او د خپل وخت پر شاعرانو لوړ و. دا لاندي څلوريځه د ده د شعر د نمونې په توګه ليکل شوې ده:

ای در دل زارم زده دردت آذر
خالت به رُخَت بر گل نو يافهٔ تر
خطت به لب شکرشکن مشک ختن 
چشمت عبهر شمیم گیسو عنبر

منبع: اريانا دایرة المعارف- پنځم ټوک- ۶۷۲ مخ.

تېري برخي:

د هرات نوميالي لومړۍ برخه

د هرات نوميالي دوهمه برخه

د هرات نوميالي درېیمه برخه

د هرات نوميالي څلورمه برخه

د هرات نوميالي پنځمه برخه

د هرات نوميالي شپږمه برخه

د هرات نوميالي اوومه برخه

د هرات نوميالي اتمه برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *