لسمه برخه:
حافظ هروي
د هرات له خوش نويسانو او صنعتګرانو څخه یو نوميالی صناع دئ. اصلي نوم او د ژوندانه سمه نېټه يې لاس ته نه ده راغلې، دومره څرګنده ده چي د سلطان حسين ميرزا له مړيني وروسته یعني په هرات کي د نهضت پوهي او هنر د دورې له ختمېدو نه پس په ۹۱۹ کال په هرات کي مړ شوی دئ.
منبع: اريانا دایرة المعارف- پنځم ټوک -۶۷۳ مخ.
حامد هروي
ابن محمد بن عبدالله بن معادمکنی په ابو علي رفا او هروي. په ځوانۍ کي بغداد ته لاړ او په بغداد برسېره يې په مکه، کوفه، حلوان، همدان او نیشاپور کي زده کړه کړې ده.
په بوډاتوب کي بیا بغداد ته ستون شو او له دارمي (عثمان) او جکاني(علي) او لشکري(فضل) او حسين انصاري هروي، محمد سامي هروي او نورو څخه يې روایتونه واورېدل. ابن زرقويه او داسي نور له ده څخه روایت کوي . ابو عبدالله نیشاپوري وايي: حامد رفا هروي په دوه څلوېښتم کال (ظ ۲۴۲ ) دلته راغی او د ابوعلي حافظ د کور تر څنګه يې ځای ونيو او حديث يې وویل، محمد احمد بن یعقوب وايي ابوعلي حامد رفا په هرات کي د ۳۵۶ کال د روژې د مياشتي په ۲۷ نېټه د جمعې په ورځ وفات شو.
منبع: اريانا دایرة المعارف – پنځم ټوک – ۶۸۴ مخ
حبيب الله واعظ
د هرات له نومياليو خطيبانو او د هرات د جامع مسجد له مشهورو واعظانو څخه و. داعالم په (۹۱۹ هـ ) کال هرات ته د محمد تېمور سلطان تر راتګ وروسته ووژل شو.
منبع: اريانا دایرة المعارف- پنځم ټوک -۶۹۰ مخ.
حسين (مير)معمائي
د سلطان حسين بایقرا د زمانې یو مشهور شاعر دئ.
د ښې طبعي او رواني قريحې خاوند و. د معمی په فن کښي یو بې جوړې استاد و. جامي د ده په باره کښي ویلي دي:
که زه پوهېدای چي ميرحسين د معمی په فن کښي داسي پياوړی استاد کيږي نو ما به هیڅکله په دې فن کښي لاس نه وو وهلی.
حسين به همېشه د هرات په اخلاصيه مدرسه کښي اوسېده.
سلطان حسين به د ده په نمانځنه او درناوي کښي ډېر زياتئ کاوه، او همېشه به په کور او سفر دواړو کښي ورسره ملګري و. مير حسين معمائي د معمی په فن کښي يوه منظومه رساله چي نثر هم لري تألیف کړې ده. دی په ۹۰۵ هـ کښي وفات شوی دئ.
منبع: اريانا دایرة المعارف – پنځم ټوک ۷۳۹ مخ
حسين واعظ کاشفي
نوم يې حسين د علي بيهقي هراتي زوی دئ، لقب يې کمال الدين او په واعظ کاشفي باندي مشهور و. په اصل کښي د سبزوار و او هلته به يې وعظ او نصيحت کاوه، بیا هرات ته راغی او دلته يې استوګنه غوره کړه. دی په هرات کښي د نهمي پېړۍ د غښتلو نوميالو واعظانو، ليکوالو، شاعرانو او تفسیر ليکونکو له ډلي څخه حسابيږي. دی یو لوی وياند او خطيب و او تل به يې په غونډو او ټولنو کښي وعظونه کول. ملاحسين د نقشبندي طریقې په سلسله کښي شامل و. هغه د خپل وخت د نورو پوهانو په شان د اميرعلي شېر نوائي په مهربانيو کښي ډوب د سلطان حسين د دربار په خاصانو کي و. واعظ کاشفي د پوهي او ادب په نړۍ کښي په دري ژبه ډېر غوره آثار ليکلي دي، چي هر یو يې په خپل ځای یوه بډايه خزانه ګڼله کېږي. ده په نجوم، تفسیر، حکمت، اخلاقو، حديث، تصوف، رياضي، فقه او تاريخ کښي په دري او عربي ژبو ډېر کتابونه کښلي. د شعر په ویلو يې هم لوی لاس درلود، چي د طبعې او وينا قوت يې پکښي ښکاره معلوميږي.
د ملاحسين ټول آثار چي لاس ته راغلي دي، چاپي دي که خطي، اوه دېرشو ته رسيږي. د ده د زېږېدني تاريخ معلوم نه دئ خو د مړيني کال يې (۹۱۰ هـ) دئ چي په هرات کښي وفات شوی دئ.
دا غزل يې د نمونې په ډول راوړای شو:
رهروان در کار و ما در کار خود غافل هنوز
همرهان رفتند و ماخوش خفته در منزل هنوز
چابکان ګام وفا در ملک جان و دل زده
ما ز روی کاهلی در بند آب و گل هنوز
آب دل از قعربحر آورده گوهر ها بدست
خاکساران طبيعت مانده بر ساحل هنوز
قامتش در جلوهٔ ناز است و کوته همتان
همچنان بر شيوهٔ سروِچمن مایل هنوز
گشته مجنون همدم لیلی بخلوتگاه انس
مردم نظارهګی را چشم بر محمل هنوز
گشته صرف قال و قيل مدرسه عمر عزيز
در کتاب اهل حل ناگشته یک مشکل هنوز
کاشفی در حيرتم کز نشهٔ ساقی عشق
عالمی بیخود شدند و محتسب غافل هنوز
منبع: اريانا دایرة المعارف – پنځم ټوک – ۷۴۰ مخ
حسيني هروي (امير)
حسين د ملک غياث الدين کرت هم زمانه دئ. نوم يې حسين او د عالم زوی دئ چي هغه د ابي الحسين هروي زوی و. په اصل کي د غور د «کزیو» اوسېدونکی؛ خو په هرات کښي لوی شوی او لوړو درجو ته رسېدلی وُ. په فلسفه او تصوف کښي ډېر کتابونه لري. په شعر کښي هم غښتلی وُ. منظوم او منثور آثار ورنه يادگار پاتې دي چي مشهور يې دا دي:
– کنزالرموز
– نزهة الارواح
– زادالمسافرين
– طرب المجالس
– صراط المستقيم
– روح الارواح
د ده د مړيني کال چا ۷۱۸، چا ۷۱۹ هـ او ځينو ۷۲۳ هـ ښودلی دئ قبر يې په هرات کښي د عبدالله د معاويه د زوی د ګومبتي په خوا کښي دئ چي هغه د عبدالله او هغه د جعفر طیار زوی و.
دا څلوريزه د ده ده:
ای سایه! تو مـرد صحبت نور نه ای
رو ماتم خود گیـر کز این سور نه ای
انــــــدیشــــهٔ وصـــل آفتــــاب نرسد
می ساز به این قدر کز او دور نه ای
منبع: دایرة المعارف – پنځم ټوک – ۷۴۰ مخ
حسین ميرزا (بایقرا)
د منصور زوی دئ چي هغه د بایقرا زوی و. دی د ۸۵۲ هـ په محرم کښي زېږېدلی دئ.د ده د پاچاهي مرکز هرات و. د ۸۷۳ هـ د روژې له مياشتي نه يې د ۹۱۱ هـ کال تر پایه پوري پاچاهي کړې ده. يو جنګيالی مېړه او د قلم خاوند و. په شاعرانو او اديبانو ډېر مهربان و. په خپله يې هم د شعر يو دېوان درلود. د «مجالس العشاق» په نامه يې یو کتاب ليکلی دئ چي د ځينو صوفیانو او بزرګانو حالت يې پکښي راوړی دئ. بابر په خپل یادداشت او خواندمير په «حبيب السیر» کښي د مجالس العشاق اصلي ليکوال (کمال گازرگاهي) ښودلی دئ؛ خو سره د دې هم قوي سند نه ګڼل کېږي. د شک يوه بله خبره دا هم ده که چيري دغه کتاب په رښتيا د سلطان حسين تألیف وای نو خپله ځان به يې د صوفيانو په ډله کښي نه وای راوستئ او خپل صفت به يې نه کاوه.
سلطان د پلار او مور له خوا تيمورلنګ ته منسوب او د ده چال چلند د بابر له چال چلند سره ډېر ورته دئ. ولي چي په ځوانۍ کښي يې ډېر ناوړه کارونه کړي دي، مګر بیا وروسته يې خپل بد چال چلند پرې ايښي دئ. د ده او د ابيسعيد او دهغه د زاوزاد تر منځ ډېري شخړي او لانجې پېښي شوې دي، خو ابوسعيد د عمر تر آخره د هرات په نيولو بريالی نه شو. سلطان حسين د بایقرا په نامه يو مشر ورور هم درلود چي ډېره موده د بلخ حکمران و. د حسين ميرزا دربار د آسيا د ټولو پاچاهي دربارونو څخه زيات دبدب او پرتم درلود.
بابر د ده په باره کښي وايي: د حسين میرزا دربار سړی په تعجب کښي اچوي. جامي، هاتفي، هلالي، علي شيرنوائي او بنائي د ده د دربار شاعران او بهزاد او شاه مظفر يې نقاشان وو. څو تنو سندر پوهانو، او د خواندمير په شان تاريخ پوه د دولت شاه په څېر تذکره لیکونکی او د سلطان علي مشهدي په رنګ خطاط د ده دربار ښايسته کړی و.
سلطان حسين به په هر کار کښي له بېړي نه کار اخيست؛ نشه يې هم کوله؛ یو لوی ټبر او کورنۍ يې درلوده، د زامنو او لوڼو شمېر يې زيات وُ. اوه زامن يې په ژوندانه کښي مړه شوي وو، نور يې د ده له مرګ نه يو کال وروسته مړه شول. په آخري عمر کښي د بندونو په درد اخته شو، د بابا الهي؟ په کلي کښي وفات او په هرات کښي ښخ شو.
کلونيل یات Colonel Yate وايي چي د ده قبر په آخري وختو کښي بیا دومره ښکاره او هر چاته معلوم نه وُ. سلطان حسين د تېموري کورنۍ وروستنی پاچا دئ. د ده دوو زامنو بديع الزمان او مظفر ډېره لږه موده پاچاهي کړې ده چي په نتيجه کښي يې د شېبانيانو د لاسه ماتې وخوړه او په دې ډول په هرات کښي د تېمور د اولادې مشهوره او درنده پاچاهي ختمه شوه.
منبع: دايرة المعارف – پنځم ټوک -۷۳۸ مخ.
حقوري هروي
نوم يې ابوالحرث بن محمد الحقوري هروي دئ. د محمود د دربار د حکيمانو او شاعرانو څخه و. عوفي دی په عنصري لوړ بولي او وايي: « شعرش از شعری در گذشته و فضلش بساط هنر عنصری در نوشته» د زېږېدني او مړيني نېټه يې نه ده معلومه. د ده د شعرونو نه لږ څه لاس ته راغلي دي چي دا رباعي د هغو ده:
تا بر گل تو نگشت پیدا عنبر
از مشک زره نبود، وز سیم سپر
تا روی تو و لب تو ننمود اثر
از لاله نمک که دید، وز پسته شکر.
منبع: اريانا دایرة المعارف- درېیم ټوک – ۶۸۹ مخ
خواجه ابو عبدالله طاقي سجستاني هرات (رح)
نوم يې محمد او کنيت يې ابو عبدالله، د پلار نوم يې فضل دئ، په اصل کښي د طاق و، طاق د سيستان له بلادو څخه یو ښار دئ. ده په هرات کښي استوګنه کوله او هم هورې مړ او ښخ شو، خواجه طاقي د امام حنبل په مذهب و، دی د موسی بن عمر مريد او د انصاري خواجه عبدالله له استاذانو او لارښوونکو څخه و. انصاري خواجه، په طاقي خواجه باندي بشپړه عقيده درلوده، انصاري خواجه دی په یوه رباعي کښي دا ډول ستايي:
ائ آنکه یگانه گشته ئی در آفاق
از جان به تو اند اهل عرفان مشتاق
کس نیست همانند تو در فقر و فنا
گشتست از آن نام خوشت خواجهٔ طاق
ترجمه: ای هغه ذاته، چي ته په ټوله نړۍ کښي یوازنی نامتو يې، د عرفان خاوندان ټول ستا غوښتونکي دي، هر کله چي هیڅ سړی ستا په شان په فقر او فنا کښي کامل نه وينم، نو له دې کبله ته په خواجه طاق سره مشهور شوی يې. په بل ځای کښي داسي وايي:
ما هیڅ یو بزرگ د خواجه طاق په شان با هيبته ونه ليد؛ دی زما پير او استاذ دئ او که مي دی نه وای ليدلی نو د حنبليانو د عقايدو حقيقت مي نشوای پیدا کولای. خواجه طاق خورا سخت رياضت ګاللی او ده به په زيار او زحمت سره ژواک او ژوند کاوه ، زاهد او پارسا سړی و، له دې کبله دی هم د خپل عصر د مشايخو له خوا، او هم تر ده د راورستنو مشايخو له طرفه په احترام یاد شوی دئ. له ده نه خورا ډېر کرامات او لوړ خوارق څرګند شوی چي نقل یې کېږي. د هرات د مزاراتو د رسالې خاوند، د څرخګر، محمد نومي هراتي رباعي، د ده په نامه قيد کړې ده، نو له دې نه معلومېږي چي په پاړسو يې هم اشعار ویل، مګر په نفحات او تحفة الکرام کښي دا رباعي د څرخګر محمد په نامه قيد شوې ده، دا زبرګ خواجه په ۴۱۶ هجري کال وفات او د خشک له دروازې ورچنه (بهر) ښخ شو، چي تراوسه پوري لا د ده د مقبرې د زړۍ ودانۍ نښي او پاته برخي هلته ليدلې کېږي، وایي چي میرزا شاه رخ او سلطان حسين ميرزا پرده باندي خورا اعتقاد درلودل، نو د ده پر مزار يې يوه مفصله ودانۍ جوړه کړه. خو د هرات په محاصره کښي د ايراني لښکرو له خوا، لکه نور متبرک حظائر د خواجه د مزار عمارت هم ونړول شو، د هرات وګړي تر اوسه پوري د ده په زيارت کلکه عقيده لري او د دعا لپاره ورځي.
منبع: آريانا دايرة المعارف – لومړی ټوک – ۹۹۵ مخ
خواجه آدينه
یو فاضل او پرهېزګار سړی و، قبر يې د چارباغ ترکان له حوض سره نژدې د لبارې پر غاړه، د حضرت قطب الاقطاب خواجه عبدالله طاقي قدس سره د مقبرې سویل خواته پروت دئ.
منبع: اريانا دایرة المعارف – لومړی ټوک – ۹۸ مخ.
تېري برخي: