يوولسمه  برخه:

خواجه عبدالله انصاري

کنيه­نوم يې ابواسمعیل، اصلي نوم يې عبدالله او د نسب شجره يې حضرت ابوايوب انصاري- رضی الله تعالی عنه- ته رسېږي.

په «نفحات الانس» کي د ده د نسب لړۍ په لاندي توګه بیان شوې ده:

هوالامام ابواسمعیل عبدالله ابن ابی منصور محمد ابن ابی معاذ علی ابن محمد ابن احمد ابن علی ابن جعفر ابن منصور ابن متّ الخزرجی الانصاری. لکه چي د تذکرو له ليکنو څرګنديږي د خواجه عبدالله نيکه مت الانصاري د حضرت عثمان (رض) د خلافت په وخت کي د احنف ابن­قيس په ملتيا خراسان ته راغی او د هجرت په ۳۱ کال کي یې د هرات په وياړلي ښار کي هستوګنه غوره کړه؛ خو د هرات د پير مشر نيکه ابوایوب خالد ابن زيد خزرجي الانصاري- رضی الله­عنه- دی چي د حضرت رسول اکرم- صلی الله عليه وآله و صحبه وسلم- د مشهورو صحابه وو څخه دئ. ابوایوب انصاري(رض) د هغو صحابه وو نه شمېرل شوی دئ چي د بدر، احد او خندق په غزاګانو کي يې له حضرت پيغمبر (ص) سره برخه اخيستې وه.

د ۴۸- ۴۹ هجري کلونو په خواوشا کي کله چي د مسلمانانو عسکر د سفيان ابن عوف په قوماندانۍ د قسطنطنيې د نيولو او اېل کولو په نیت هغه ملک ته وخوځېدل، نو ابو ایوب انصاري(رض) چي په دغه وخت کي بوډا سړی و هم له دوی سره وخوځېدئ. دی د قسطنطنيې د کلابندۍ په موده کي د ښار له وره نه دباندي مړ او هماغلته ښخ سو.

د خواجه عبدالله انصاري پلار ابومنصور محمد ابن علي الانصاري د بلخ د اوسېدونکي شريف حمزه عقيلي او ابو المظفر ترمذي له مريدانو څخه وو. شريف حمزه د خپلو ټولو مريدانو نه د ده زيات درنښت کاوه.

ابو منصور له ۳۹۶ هجري کال نه د مخه له شريف حمزه نه رخصت شو، هرات ته راوګرځېده او واده يې وکړ، په همدغه کال کي پير هرات عبدالله انصاري وزېږېده، ابومنصور د يو څه وخت له پاره له خپلي ښځي او زوی سره په هرات کي  واوسېد او د زوی په روزنه مشغول وو؛ خو نا څاپه يې له هرات نه زړه پورته شو او شريف حمزه ته چي په بلخ کي وُ ورغی. دی په پای کي په ۴۳۰ هجري کي هماغلته مړ شو او د شريف حمزه ترڅنګ چي لا پخوا وفات شوی و، ښخ سو.

لقبونه او تخلصونه:

د سمرقندي عروضی «چهار مقاله» او داسي نورو کي پير هرات ابواسمعيل شېخ الاسلام هم بلل شوی دئ، له دې نه څرګندیږي چي دی په خپل وخت کي په دې نامه سره هم مشهور وو. د شېخ الاسلام لقب یو رسمي لقب دئ چي هغو پوهانو او علماء و ته به ورکول کېده چي د شريعت په مسايلو، امر بالمعروف او نهي عن المنکر کي به یې زيات کوښښ کاوه. څرنګه چي د هرات پير دعلم له امامانو څخه وُ نو حق يې درلود چي پاسنی لقب ورکړای شوی وای. ده د خواجه په لقب هم شهرت درلود او دغه لقب يې هم په رسمي بڼه ترلاسه کړئ وُ چي په پخوانيو پېړيو کي به مشهورو پوهانو، اشرافو او لويانو ته ورکول کېده. د خواجه لقب د لويښت او مشرتابه معنی ورکوله، له همدې امله په ګڼو کتابونو کي دی په خواجه یاد شوی دئ.

په «طريقت» کي دیپه «اهل حقيقت» سره هم مشهوروُ. د ده بل لقب چي کله کله يې شعري تخلص هم دئ او په شعر او نثر کي يې ليدل کيږي « انصاري» دی. ده خپل دغه لقب د خپلو نیکونو له القابو څخه اخيستی دئ. عبدالله د «پیر هرات»، «پير هری» او «پیر هروي» په القابو هم يادېده.

زېږېدنه او د زېږېدو ځای:

د جامي «نفحات الانس» پخپله د شېخ الاسلام له خولې داسي روایت کوي:

پير هرات فرمايي: زه په قهندژ د مصرخ کي زېږېدلی یم، هلته لوی شوم، لمر پرېوتلو ته نژدې و، ورځ د جمعې او ۳۹۶ کال د شعبان دوهمه وه،او په ۱۷ درجه؟ د (ثور) کي و چي وزېږېدم. زه پسرلنی يم، یعني په پسرلي کي چي د ګلانو او وږمو وخت و، زېږېدلی یم.

اسلامي دایرة المعارفونه هم د ده د زېږېدو نېټه ۳۹۶ (۱۰۰۶م) کال او وفات يې په ۴۸۱ (۱۰۸۸م) کال کي ښيي. ګڼي تذکرې هم پاسنۍ خبره تأييدوي.

د هرات د پير تحصيلات او ګرځېدني:

دی د کوچنيوالي څخه د علمونو په زده کړه بوخت وُ او په لږه موده کي په دري او عربي ادبياتو او ديني علمونو په خپلو امثالو او همزولو کي سرته ووت. دی په خپله ليکي:

لومړی يې زه يوه دبيرستان ته یوې بوډۍ ته وروستلم، کله چي څلور کلن شوم نو يې د ماليني دبیرستان ته بوتلم، کله چي نه کلن شوم ليک دود مي وليکه او چي څوارلس کلن وم نو زه يې په مجلس کي کښېنولم. زه لا کوچنی وم چي په دبيرستان کي مې شعر وایه، عربي شعرونه به مي ویل او چي کوچنيانو به هر ډول شعر رانه وغوښته چي په پلاني موضوع کي شعر ووایه، وایه به مي.

د هرات پیر لا د کوچنيوالي نه له علمونو او ادبياتو سره خورا افراطي مينه درلوده او د هرات له دوه وُ لويانو سره يې چي په «ماليني» مشهور وه تل کتنه ليدنه درلوده.

انصاري پير به په سهار کي قرائت او قرآني حقايقو د زده کولو له پاره يوه پوه ته ورته، بیا به يې تمرين او گردان کاوه، ورپسې به د ادبياتو د زده کړي له پاره يوه اديب ته ورتله او له هغه نه به يې ادبي درسونه لوستل او د شپې به يې هم احاديث ليکل.

د هرات پیر لا له کوچنيتوب نه په اقتصادي تنګسه کي رانښتی و، پلار يې دی پرېښود او پخپله بلخ ته شريف حمزه ته لاړ، دی پخپله وايي:

زه لا وړوکی وم چي پلار مي له نړۍ نه لاس پرې مينځه، موږ يې په خوارۍ کي پرېښودو، زموږ د بې وزلۍ او دروېشی پيل له هماغه وخت نه وو، د هرات پیر په ۱۴ کلنۍ کي د يحيی ابن عمار د درس حلقې ته ورته او لا ځلمکی و چي د محمد تقي سجستاني د درس په حلقه کي يې ګډون کاوه. د هرات پير د خپل عصر له عالمانو او پوهانو سره راشه درشه او له لويانو سره د زړه مينه درلوده. ده به د دوی د کتلو په مينه منزلونه او لاري وهلې. ده چي کوم مشايخ ليدلي او د دوی په زيارت او کتنه بريالی شوی دئ، شمېر يې (۳۰۰) تنو ته رسېده او له دوی څخه يې د فقهې، حدیث او تفسير علمونه زده کړي او د خپلو معلوماتو بنسټ يې پرې درولئ دئ. ده له مشايخو سره هم راشه درشه درلوده، ځکه چي پخپله صوفي وُ او د صوفيانو له عقيدې سره سم په دې باور وُ چي د پير او د هغه مرستي او ملتيا نه پرته د طریقې د واټنو وهنه ناممکنه ده، بلکې دا کار د سالک د لارورکۍ موجب ګرځي.

د هرات پير ویلي: په دغه ډول سالک کولای شي چي د نفس په تزکيه او د روح په سوچه کولو بوخت شي، د ه له همدې امله ډېر رياضتونه وايستل څو يې وکولای شول چي د دغه روحاني سفر نه د علم او معرفت خورا ارزښنناکي او لوړ قيمتي ذخيرې او پانګي د تصوف د ښوونځي طالبانو ته سوغات راوړي. ده ډېر سفرونه سرته رسولي، کله يې چي استاد (سجستاني) په هرات کي حق ته ځان وسپاره، نو وروسته له دې يې د خراسان ښارونو ته سفرونه وکړل. په ۴۱۷ کال کي دی په نيشاپور کي و، دغه ډول طوس، بسطام او شيراز ته يې هم سفرونه کړي.

انصاري خواجه­عبدالله چي څومره ځوانېدئ هماغومره يې په دين او علم پسې زړه بایلو ده.

پخوا له دې چي د هرات پير ۲۶ کلن شي د حج په نيت له هرات نه روان شو. هغه په خپله خوږه ژبه کيسه کوي چي

«د حج تکل مي وکړ، تر رَی پوري لاړم؛ خو چي په دغه کال کي قافلې بار نه درلوده، نو بیرته را په څټ شوم او د خرقاني مجلس او صحبت ته لاړم.»

شېخ محمد ابن منصور په خپل کتاب «اسرار التوحيد» کي روایت کوي چي شېخ الاسلام ویلي:«د ځوانۍ په سر کي چي د دغي خبري (توحيد) طالب وم او غوښتل مي چي په دې معنی او لاره کي راته کشف او سپړونه وشي، نو رياضتونه مي ویستل، د طريقت د پيرانو او د دین د لويانو کتني ته به ورتلم او دغه معنی به مي لټوله.»

دهرات پير څرنګه چي له حج نه پاتې شو، نو خرقان ته لاړ، هلته يې له شېخ ابوالحسن خرقاني( ۳۵۲- ۴۲۵) سر ه ليدنه وکړه.

فرانسې ختيځ پېژندونکی بورکوی وايي:

«څومره پاروونکې ده د دوه عالمانو کتنه (عبدالله او خرقاني) چي يو يې زوړ دئ او بل يې ځوان، یو يې عالم دئ او بل يې اُمي؛ خو دواړه د یوه دلدار مينان دي. شېخ الاسلام نيشاپور ته هم تللی دئ.»

دی وایي: «په نيشاپور کي مي قاضي ابوبکر خيري وليده، خو حديث مي ورته ونه ليکه ځکه چي دی اشعري مذهبي و. ده په شيراز کي له ابوعبدالله باکويه سره هم کتلي دي.

د هرات پير خورا پياوړې حافظه درلوده، د پخوانيو او وروستنیو عربي شاعرانو(۷۰) زره شعرونه يې په یاد او زده وو. دی پخپله وايي: څه چي زما له قلم نه تيريږي هغه حافظې ته سپارم. يحيی عماربه ویل: « عبدالله په نازوپالئ چي د اماموالي بوی ورنه راځي.»

ابو عبدالله  باکويه چي د طريقت ګڼ پيران يې ليدلي دي ویل:

« دغه ځوان د دې وړ دئ چي نور يې د کړۍ په څېر په چاپیريال کي کښېني او دی ورته له حق نه وغږېږي.»

د ده ادبي مقام:

د هرات پير د پنځمي هجري د خورا لويو اديبانو او عالمانو څخه دئ. په نثر او شعر دواړو کي خورا غوره طبعه او ذاتي استعداد لري. شعر يې خوږ، نثر يې زړه کېښناستونکی دئ، هره مصرع يې روښانه او د سړيتوب په تلقينولو کي غيبي الهام ته  ورته ده. کلام يې مرتب، مسجع، مقفي او موزون دئ.

ده لا د کوچنيوالي دوره نه وه وهلې چي په عربي او فارسي دواړو کي يې په شعر ویلو پيل وکړ؛ په حاضر ځوابۍ کي هم د پوره وس خاوند و، په فارسي د عربي شعر په ترجمه کولو او په عربي د فارسي شعر په ژباړلو کي د خپل عصر بې جوړې و. د ده د عربي شعرونو دېوان شپږ زره بیتونه لري. د فارسي اشعار يې په تصانيفو کي د څلورو زرو بیتونو په شاوخوا کي دي. د اشعارو زياته برخه يې غزلي او څلوريزي دي. د عبدالله انصاري د شعرونو زياته برخه ديني او تصوفي ده او د اسلام د ظواهرو مراعات يې کړی دئ.

دی د خورا لوړو څلوريزو خاوند دئ چي په یادګار يې پرېښي دي. لاندنۍ نمونه يې ولولئ:

در راه خدا دوکعبه آمد منزل

یک کعبهٔ صورت است و یک کعبهٔ دل

تا بتوانی زيارت دلها کن

کافزون زهزار کعبه باشد یک دل

د خواجه عبدالله انصاري نثر ډېر پوخ، فصيح او بليغ دئ او له شعر نه يې ډېر لوړ او زړه را ښکودونکی دئ. د هرات پير دې ته متوجه وُ چي خپل نثر له عادي حالت نه وباسي او منظم کلام ته يې لنډ کړي؛ ځکه دغه ډول نثر په زړه کي ښه کښېني او حفظ او يادونه يې ښه آسانه ده.هغه مناجات په داسي نثر ليکلي دي چي په ختيځ او ادبي نړۍ کي يې زيات شهرت ګټلی دئ.

په نثر د هرات پير داسي ستايي: د خواجه عبدالله کلام په زياترو حالاتو کي منثور شعر او موزون نثر دئ.

شاعرانو او اديبانو پخوا دومره وس نه درلود چي کتاب او يا رساله د مخي سجعه والا وليکي، بلکه یوازي لنډي مسجعي کلمې په آثارو او خطبو کي ليدل کیږي.خو دغه ډول نثر زيات په پنځمو او شپږمو پېړيو کي ليدل کیږي. له همدې امله ویلای شو چي شېخ الاسلام عبدالله انصاري په دري ژبه کي د نثرونو تر ټولو لومړی سجعه جوړونکی ليکوال دئ.

د هرات پیر لومړی ليکوال دئ چي شعر او نثر يې يو تر بله سره ننوتی او اوبدلی ليکلی دئ، دا هماغه سبک دئ  چي سعدي ورڅخه په خپل ګلستان کي کار اخيستی دئ.

د هرات د پير مذهب او روحاني مقام:

ابواسمعیل په ديني علمونو کي پوره لاس او ورسره ډېره مينه درلوده. ده خپل ګران ژوند او ارزښناک وختونه د شرعي علمونو مخصوصاً د تفسير، فقهي ا وحديث په زده کړه او څېړنه کي تېر کړل. د خپل وخت له عارفانو او پوهانو سره يې خاصه علاقه درلوده، تصوف يې له شېخ ابوالحسن خرقاني نه تحصيل کړی و، څرنګه چي دی پخپله ليکي:

«عبدالله مردی بود بیابانی، میرفت به عقب آب زندگانی، ناگاه رسید به شیخ ابوالحسن ، ديد چشمهٔ آب زندگانی، چندان خورد که از خود گشت فانی، نه عبدالله ماند، نه شيخ ابوالحسن خرقانی».

د هرات پیر د امام احمدحنبل د مذهب پيرو وو. د هرات پير د خپل پیر خواجه عبدالله طاقي قدس سره په باره کي وايي:

«دی مي هم پير دئ او هم مي استاد، که مي دی نه وای ليدلی په حنبليانو به مي عقيده نه درلودای، او هیڅ کله به مي له طاقي نه زيات هيبت ناک څوک نه دئ لیدلی؛ ځکه دی د کراماتو او مقاماتو خاوند و.»

د هرات پير په روحاني مقام کي هم وړاندي ګامونه اخيستي وو او په دغه لاره کي يې زيات شاګردان روزلي وو. ګڼو خلکو د ده د علم او تصوف له فيض نه برخه اخيستې وه. د ده اشعار د متصوفانو او ادبي پوهانو په منځ کي لوړ ځای لري او متصوفان د ده مناجات او کلام سره په معنی کي لنډ ګڼي.

د خواجه عبدالله انصاري شخصيت هم د ده د وخت د خلکو او هم د راورستنيو خلکو تر منځ د احترام او درنښت وړ وو، تر دې چي  د ده د لويښت انګازې د وطن له پولو نه هم دباندي پښه ايښې ده. فرانسوي ختيځ پېژندونکیبورکوی ليکي:

د خواجه ژوند ډېر له هیجان نه ډک ژوندو، د نوي ځوان پلار  نمونې ته کتونکی ماشوم ډېر هوښيار، علم زده کوونکی، د ديني علمونو له ميني نه ډک، د دين لارښود او ملاتړ او له خدای (ج) او د هغه له دین سره له اندازې زيات زړه تړونکی و. ده لا له هماغه وړوکتوب څخه خدای ته ځان تسليم او سپارلی وو. د ده په ژوند او هر کار کي د دې سپارني او ځان ځاروني اثرونه ښکاره وو.

د هرات د پير تصانيف:

د هرات پير په عربي او دري کي له ځان نه ګڼي رسالې او کتابونه د يادګار په توګه پرېښي دي او په نظم او نثر کي ځلاند آثار لري.  دده خورا ډېر مهم اثره د ده «مناجات نامه » ده چي د «الهي نامه، اندرز و مناجات» او «مناجات نامه» په نومونو څو ځله چاپ شوي او له یوه ځانګړي او خاص سبک نه په کي کار اخيستل شوی دئ. د ده بل اثر «کنزالسالکين» نوميږي چي عرفاني مناظرې لري او په «گنج نامه» سره هم مشهوره دئ. د «قلندر نامه» ، «محبت نامه» او «هفت حصار» رسالې هم د ده مشهور اثرونه دي. د ده بله رساله چي «معقولات» نومیږي او په هند او ایران کي چاپه شوې د «مناجات نامه» په سبک ليکل شوې ده. «زادالعارفين» د ده یو بل ارزښناک اثر دئ. « انوارالتحقيق» يو بل کتاب دئ چي په مرغوب او موزون سبک ليکل شوی او په ۱۳۵۱ هجري کال په شيراز کي له چاپه راوتلی او خپور شوی دئ. «طبقات الصوفيه» چي په اصل کي د ابو عبدالرحمن سلمي تألیف دئ، د خواجه عبدالله ورباندي د ځينو سلفو یو لړ حالات او خبري او دا راز خپلي لوړي ويناوي زياتي کړي دي، چي دا يې هم يو ارزښناک اثر بللای شو. د دې کتاب دوې نسخې يوه يې د استانبول په «نوريه عثماني» کتابتون او بله يې د هند په کلکته کي موجوده ده. د ده خورا ډېر غوره اثر هغه تفسير دئ چي په قرآن کريم يې ليکلی  او یوه نسخه يې د گازرکاه له مير سره موجوده ده. نوموړی تفسیر د ده د یوه مريد رشيد الدين ابوالفضل له خوا شرحه شوی دئ. دغه شرحه « کشف الاسرار وعدة الابرار» نوميږي  او ۱۲-۱۳ ټوکو نه يې دي خو له بده مرغه یوازي پنځه ټوکه ورڅخه سم دستي پاتې دي، «اربعين»، «رحل الرسول» او «ذم الکلام» په عربي ژبه کي د شېخ الاسلام له تل ترتله ژوندیو کتابونو څخه شمېرلای شو؛ خو په  عربي ژبه د ده خورا غوره اثر «منازل السائرين الی الحق المبين» نومی اثر دئ چي د مصلح الدين له خوا چي په نورالدين سره شهرت لري په ترکي ژبه ژباړل شوی دئ، د عايشې بنت یوسف دمشقي له خوا چي یوه عارفه ښځه وه مختصر اوخلاصه شوی دئ او په «الاشارات الخفيه فی المنازل العليه»نومول شوی دئ.

د هرات پير هديره:

ټولو مؤلفانو او تذکره ليکونکو په یوه خوله ليکلي چي د هرات پير د جمعې  په ورځ، د ذوالحجې په ۲۲ نېټه په ( ۴۸۱ هـ ق- ۱۰۸۸ م ) کال کي له فاني نړۍ نه سترګي پټي کړي او د خدای (ج) رحمت ته وصل شوی او د هرات په ګازرګاه کي خاورو ته سپارل شوی دئ.

منبع: اريانا دایرة المعارف – شپږم ټوک – ۵۲۹  تر ۵۳۲ مخونو پوري

تېري برخي:

د هرات نوميالي لومړۍ برخه

د هرات نوميالي دوهمه برخه

د هرات نوميالي درېیمه برخه

د هرات نوميالي څلورمه برخه

د هرات نوميالي پنځمه برخه

د هرات نوميالي شپږمه برخه

د هرات نوميالي اوومه برخه

د هرات نوميالي اتمه برخه

د هرات نوميالي نهمه برخه

د هرات نوميالي لسمه برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *