تاند، چهار شنبه، د جدي ۱۱مه: د هرات والي عبدالقیوم رحیمي واي،ي سږ کال په هرات، بادغیس، غور او فراه کې سلګونه طالبان وژل شوي او د جګړې د ماشین ملا یې ورماته کړې ده.
نوموړی وايي، طالبانو ۸۰۰ تنه تلفات لیدلي او اوس دا ډله د خپلې ماتې د جبران لپاره د هرات ښار د ناامنۍ هڅه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د هرات امنیه قومندان امین الله امرخېل ویلي وو، په رات ولایت کې د اقتصادي پروژو په تړاو د حکومت زیات تمرکز په سیمه کې طالبان زیات کړي دی.
نوموړي په دغه ولایت کې د اقتصادي پروژو د امنیت لپاره د پولیسو د تشکیل د زیاتولو غوښتنه کړې ده.