تاند، شنبه، د حوت ۳مه: د هرات د کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند کارونه ۴۰ سلنه مخته تللي او به په ۲۰۲۱ کال کې به یې چارې بشپړې او افتتاح شي.

د هریرود- مرغاب د اوبو حوزې رئیس نجیب الله جویني وايي، د دغه بند نقشې، د توربینونو د نصب سیسټم او ډیزاین بشپړ شوی او د کانالونو په برخه یې کار روان دی.

نوموړی وايي، د دغه بند کارونه ۴۰ سلنه مخته تللي دي او په ۲۰۲۱ کال کې به یې هر څه بشپړ شي.

د پاشدان بند ۴۵ میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي او د افغانستان له خزانې پرې ۱۱۷ میلیونه ډالر مصرفېږي.

دغه بند به له جوړېدو وروسته ۲ میګاواټه بریښنا او ۱۳ زره هکټاره ځمکو ته اوبه ورکړي.

د دغه بند کارونه له ۳ کلن ځنډ وروسته د هیوادوال شرکت او یو بل تاجیکستاني شرکت لخوا بیا له سره پیل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *