تاند- هند او افغانستان وايي چې په هرات کې د هند د کونسلګرۍ ټول مامورین او دیپلوماتان روغ رمټ دي.

هندي او افغان چارواکو دا خبره وروسته له دې وکړه چې نن سهار پنځه وسله وال د هند کونسلګرۍ ته نژدې یوې ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځایه یې پر کونسلګرۍ د درنو او سپکو وسلو ډزې پیل کړې.

له حملې سمدستي وروسته پاکستان هغه وغندله.

هند پخوا د پاکستان استخباراتي اداره په افغانستان کې پر خپلو دیپلوماتیکو مرکزونو په حملو کې په لاس لرلو تورن کړی و.

دا برید وروسته له دې وشو چې نیندرا مودي، چې په راتلونکو ورځو کې به د هند د نوي صدراعظم په توګه لوړه وکړي، د پاکستان صدراعظم نوازشریف ته بلنه ورکړه چې د دوشنبې په ورځ د ده د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

ښاغلي مودي په کابل کې د هند له سفیر سره ټېلفوني خبرې وکړې او هغه ته یې وویل چې ټولو دیپلوماتانو ته ډاډ ورکړي.

مودي په ټویټر کې لیکلي:«زه د افغانستان په هرات کې پر خپلې کونسلګرۍ حمله غندم. وضعیت په غور څارم. ما له سفیر سره هم خبرې کړي دي.»

د هند د بهرنیو چارو وزارت سید اکبرالدین د هند این ډي ټي وي ته وویل چې په برید کې د دوی د کونسلګرۍ کوم مامور نه دی ژوبل شوی. ده وویل چې ټول حمله کوونکي وژل شوي دي.

«څه چې ویلی شم د هرات په کونسلګرۍ کې ټول هندیان خوندي دي. د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر شوجاتاسینګ په شمول ټول جګپوړي دیپلوماتان وضعیت په غور څاري او له خپلو افغان سارو سره په تماس کې دي.»

د هرات د امنیه قومندان ویندوی عبدالروف احمدي وویل:«جګړه وروسته له دې پای ته ورسېده چې حمله کوونکي ووژل شول. د کونسلګرۍ هیڅ مامور یا ملکیانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. یوازې دوه پولیس سرسري ټپیان شوي دي.»

ده همداراز وویل چې د کونسلګرۍ ټول مامورین په ودانۍ کې دننه دي.

طالبانو چې په تېرو کلونو کې یې د هند پر سفارت او کونسلګریو حملې کړي د هرات د نننۍ حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

هند په تېرو دوولس کلونو کې له افغانستان سره څه باندې دوه زره ملیون ډالره مرسته کړې خو پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ پر زیاتېدو تل اندېښنه ښکاره کړې.

هند په ځلونو پاکستان تورن کړی چې په کشمیر او افغانستان کې د هند پر ګټو په بریدونو کې د وسله والو سخت دریځو ملاتړ کوي.

پاکستان، چې ګومان کېږي د هرات د نننۍ حملې د تور ګوته به ورته ونیول شي، مخکې تر مخکې دا برید غندلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې تسنیم اسلم وویل:«پر دیپلوماتیکو دفترونو حملې ته هیڅ دلیل او توجیه نشته. دا ښه خبره ده چې په برید کې د کونسلګرۍ کوم مامور ته زیان نه دی اوښتی.»

هند او افغانستان پخوا په کابل کې د هند پر سفارت د حملې تور پر آی ایس آی او له دې استخباراتي ادارې سره په تړلې سخت دریځې ډلې لشکر طیبه پوري کړی و.

0 thoughts on “د هرات پر حملې د هند او پاکستان عکس العملونه”
  1. ګومان کوم چې دا لومړۍ ګوته ده چې پاکستان د مودي له ګټنې وروسته د هند کونې ته ور وړه.

  2. هر سړی پوهیږی چی پنجابی تور او د طالب لونګی یی سپینه ده خو زړونه یی له تورو پنجابیانو هم تور دی. کوم سړی ، ډله ، تحریک او په هر نوم چی وی که دخپلی ډلی ، کورنۍ یا حزب او تحریک حیثیت ونه شی ساتلی د خپلو او پردیو د ګټو ترمنځ فرق ونه شی کړی هغه احمق، لیونی، مضر او واجب القتل دی.
    طالبانو ته چی هرڅه فرمایش ورکړی دوی یی اجراکوی که د خپل ځان په قیمت هم ورته تمام شی. دوی ته د افغانستان منافع مهمی نه دی خو د تور لینګی پنجابی فرمایش مهم دی. هر هیواد حق لری د خپلومنافعو په نظر کی نیولو سره له نورو نړیوالو سره تجارت ولری ، ديپلوماتیک روابط ولری او یو د بل له تجاربو نه مثبته ګټه واخلی.
    په پورتنی حادثه کی ایرانی آخندانو شیطانی رول هم باید له نظره ونه غورځول شی. د ابلیس بچیان غواړی له یوی خوا د افغانستان او پاکستان مناسبات نور هم خراب کړی او له بلی خوا د هند منافع په نړۍ کی له تهدید سره مخامخ کړی. ممکن د شیطانی جمهوریت هغه مرداریو باندی پرده اچولو په خاطر یی دا کار سرته رسولی وی چی افغان مجبور او هردم شهید مهاجرین یی د بشارالاسد اسلامی ضد او دیکتاتور رژیم د نجات لپاره یی هلته لیږلی دی. د افغانستان دولت ته په کارده چی له خپلو هندی همکارانو په همکاری پدی باب هراړخیز تحقیقات وکړی او مخکی له دی چی ټول جوانب بررسی او څیړنی تر سره کړی ، له تبلیغاتو ډډه وکړی. ښه به دا وی چی د دښمنانو د توقع خلاف د افغانستان او هند د روابطو د لا نژدی اړیکو اوهمکاری په دوام باندی فکر وشی.

  3. I think this attack may be reaction against the progress of works for completion the SALMA hydro project. The people of Afghanistan specially residents of this Region appreciate our Indian friends efforts in this project and waiting for it’s completion from 1970.Hope our Indian friends will go ahead and the yesterday event not will defect their decision.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *