تاند- د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو تېره شپه له نامعلوم لوري د هرات پر نړیوال هوايي ډګر توغندي وویشتل.
د هرات امنیتي چارواکي د هوايي ډګر په ساحه کې دننه او دباندې د راکټونو لګېدا تاییدوي خو وايي چې له کبله یې چا ته زیان نه دی اوښتی.
امنیتي چارواکي وايي، تراوسه پوري نه پوهېږي چې توغندي به له کوم ځایه ویشتل شوی وي خو څېړنې یې پیل کړي دي.
تراوسه د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو د پکتیکا اومنې ولسوالي ونیوله
وسله والو طالبانو د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالي، چې ۵ ورځې وړاندې یې کلابنده کړې وه، تېره شپه ناوخته ونیوله.
د دې ولسوالۍ د دفاع لپاره محدود شمېر کومانډو ځواکونه استول شوي ول خو ویې نه کړای شول چې ولسوالي د طالبانو لاس ته له لوېدو راوګرځوي.
خو له ولسوالۍ څخه په څټ شوي امنیتي ځواکونه وايي چې شاتګ یې تاکتیکي دی.
تر دې یوه اوونۍ مخکې د طالبانو لاس ته د پکتیا د جانیخېل ولسوالۍ له لوېدو وروسته هم افغان امنیتي ځواکونو خپل شاتګ تاکتیکي بللی و. دا ځواکونه تراوسه پوري نه دي توانېدلي چې جانیخېل بېرته ونیسي.
وروستي راپورونه وايي چې طالبانو د اومنې ولسوالۍ له نیولو وروسته د هغې په شاوخوا کې ماینونه ایښي دي.
د لغمان د بادپښ ولسوالۍ د نیولو لپاره د طالبانو هلې ځلې
وسله والو طالبانو د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالي د نیولو لپاره جګړه تېزه کړې ده.
ویل شوي چې د بادپښ د نیولو لپاره د طالبانو حملې نن سهار پیل شوې.
دولتي سرچینې وايي چې د طالبانو حملې یې په شا تمبولي دي.
طالبانو د بادپښ ولسوالي د جګړو په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي.
په خوست او بغلان کې ۱۸ بهرني ترهګر ووژل شول
د کورنیو چارو وزارت وايي چې په خوست ولایت کې ۱۱ بهرني ترهګر د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت نن /یکشنبه/ وویل دا کسان د خحوست ولایت د سپېره ولسوالي په غورمه نومې سیمه کګې ووژل شول.
دغه وزارت همداراز ویلي چې د بغلان ولایت په بورکې ولسوالي کې هم د ازبکستان د جندالله ۷ غړي وژل شوي دي.