عبدالرووف لیوال

د دینی ارشاداتو له مخې کورونا وایرس د خدای (ج) سپاهیان دي، د کورونا په راتګ سره د الله تعالی حکمت او د سرکښو بندګانو قابوکیدل زبات ته ورسیدل.

دا چې سرکښو بندګانو د ځمکې پاک چاپیریال (د الله (ج) نعمت څومره لړلی وو د هغو بیزو ګانو، سور لنډیانو، او نورو وحشی ځناورو په ګډا او جشن چې  د وایرس د راتګ هرکلی کوی او له ځنګلونو او غرونو څخه پخو سړکونو ته راښکته شوي دا جوتوي چې انسان د طبعیت هر څه خپل ګڼليی وو او د نورو ژوو حق یې تر پښو لاندې کړی وو ـ خو په هرا ت کې حتی د خپل همنوع انسان، آن تر دې چې د خپل ګاونډي او هم مسلک غوښو خوړولو ته یې هم شروع وکړه.

قیصه داسې ده چې که په پښه یا ګیډه دې هم درد شی او سپینې چپنې والا ته ورشي، نو درته وایي[ځه وروره ټول خلک د کورونا په قصه کې دي ـ  دا ستا ناروغي اوس له موډ نه غورځیدلیې ده. ]

د کورونا په پلمه پیسې ټولول موډ ګرځیدلی او د دوی په اصطلاح (همین موقعش است که برسر دولت و یا هر کسی باشد کلاه بګذاری)

د راپورونو له مخې په هرات کې د کورونا د مبارزې لپاره څه باندې پنځه سوه میلیونه افغانۍی ځانګړې شوې وې ، خولکه څرنګه چې زموږ خوار ولس په دا شلو کلونو کې فساد داسې ځپلی چې د جګړې او طالب ځپل خو یې په (مشت نمونه یې خروار) کې هم نه ګڼل کیږي.

مفسدو چارواکو په مرییتوب او غوړه مالۍ سره ډالر ځواک ته دوکه ورکړه، د ملت په خیټه یې پښې کیښودلې او(میم زرما ټول دې ما) په شعار سره یې تر څو وکولی شول ملت یې در په در کړ.

په هرات کې هم یو شعا ر (برسر کلاه ماندن* ) دی، د کورونا د تثبیت لپاره هیڅ ډول وسیله نشته – د کورونا مرکزونه تش په نامه یو څو چپرکټه لري، چې هغه هم له اصلی بیې نه لس چنده لوړ اخیستل شوی ، خوارناروغ چې مراجعه وکړي او د سپینې چپنې له فرښتې نه تپوس وکړي، هغه ورته وایي [ فاصله بګیرـ بعداٌ میآیم ) بیا یې درک ورک شي او څرک یې نه لګی – ناروغ هه خوا دې خوا ځی راځی تر څو له اخ او توخ نه وغورځی.

ملیونونه افغانی چارواکو په خپله بډه ووهلې، که پوښتنه وکړې درته وایی(او نه ! د شیدایی ولیبریټی کارپوریشن برای تان مرکز مبارزه با کرونا ساختیم ) خو چې کله هلته ورشې، پیشیمانه به شې چې ای کاش په کور کې پاتې وای ـ یو آش غوندې نرتاړ به دې ځان ته پوخ کړای وو اوکرار استراحت او د عزرایل لاره به دې څارله. ( ژوند ښکلی دی خو د مفسدینو لپاره )

په تن موروغتیا، به خوله مومسکا په کور د مور په جای نماز پاتی شی.

عبدالرووف لیوال .

دهرات ښار دغویی لومړۍ نیټه


*د ایرانیانو اصطلاح ده چې د چا تېرایستلو یا غولولو ته وايي.

One thought on “د هرات کورونا (لنګه غوا) عبدالروف لېوال”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *