د هریوا په لمن کې مشاعره، چې هر کال په هرات کی جوړېږي، سږ د هرات د اختیارالدین په لرغونې کلا کې جوړه شوه او د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو شاعرانو پکې ګډون وکړ.

دغې مشاعرې ته نږدی ۳۰۰ کسان راغلی وو چې ډېری د هرات اوسیدونکي وو خو یو شمېر نور له کابل، نیمروز بادغیس او فراه  ولایتونو راغلي وو.

د هریوا په لمن کې کلنۍ مشاعره سږ کال له یو بل مناسبت سره هم تړلې وه، چې د پښتو نړیواله ورځ وه. دا مشاعره سږ کال د لوېدیځ ادبی بهیر په نوښت جوړه شوې وه.

لوېدیځ ادبی بهیر

لوېدیځ ادبی بهیر په سیمه کې د ګڼو کلتوري او ادبي ټولنو ګډ مرکزي دفتر دی. په دغه مرکز کې د ملالۍ، سپینې ادې، مشعل هدایت، افغان محصل، ویښ زلمیان او ځینو نورو ټولنو استازي راټولیږی.

سره له دې چې هره ټولنه ځانته کلتوري فعالیت کوي خو د لوېدیځ ادبي بهیر یې د همغږۍ لپاره کار کوي.
د لوېدیځ ادبي بهیر مشر عبدالحق مجروح وویل :
”د هریوا په لمن کې مشاعره د ګڼو پښتو شاعرانو او لیکوالانو په ګډون هر کال په هرات کی ترسره کېږی. کله نا کله دا مشاعره تر همدې سرلیک لاندې، د یوه بل مهم مناسبت سره هم سمون خوري. دا ځل موږ وغوښتل چی د پښتو د نړیوالې ورځې هرکلی وکړو”

د پښتو ژبې او ادبیاتو وده

په تېره یوه لسیزه کې په هرات کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ودې لپاره یولړ هلې ځلې شوې دي. په هرات کې فعاله کلتوري ټولنې هڅه کوي چې د پښتو علمي او ادبي کتابونو په خپرولو او د لویو مشاعرو په ترسره کولو سره ځوانان د پښتو ژبې د ودې لپاره لا نورو فعالیتونو ته وهڅوي.

په هرات کې د افغان محصل د ټولنې مشر عبدالقیوم مهربان تر مشاعرې څو ورځې مخکې په یوه مرکه کې وویل:
”له څو کالو راهیسې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ودې لپاره هڅې پیل شوې دي، څو ورځې وروسته د پښتو نړیواله ورځ ده. د لوېدیځی حوزې شاعران په دې مناسبت کلنۍ مشاعره جوړوي. دا یو پیغام ورکوي ټولو ته او هغه دا چی دا د سیمې د پښتنو حق دی او دا یی دنده ده چې د خپلی ژبې د ودې لپاره باید کار وکړي”

د هریوا په لمن کې مشاعره معمولاْ د شعرونو لپاره مضمون نه ټاکي. ګډونوال یی په خپله خوښه حماسي، غنایي، یا تعلیمی شعرونه اوروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *