تاند- د خیبر پښتونخوا د هریپور پوهنتون شپږ افغان محصلان له یوې شخړې وروسته وایستل.
پاکستاني رسنۍ وايي چې هریپور پوهنتون په یوه خبرپاڼه کې پرون /چهارشنبه/ اعلان وکړ چې دا ۶ افغان محصلان، چې د لوړو زده کړو د کمیسیون په مالي مرسته یې د پاک – افغان پراجیکټ په چوکاټ کې سکالرشیپ ترلاسه کړی و، وروسته له دې اخراج شول چې د پوهنتون د مقرراتو سرغړونه یې وکړه.
پوهنتون وايي چې دوی پر نورو محصلانو حمله وکړه.

خو دغو محصلانو تاند ته وویل چې له ډېر وخت راهیسې د دوی پر ضد د یو شمېر محصلانو له لوري د دسیسو هڅه کېده او بالاخره د جولای په څلورمه نېټه د دوی ترمنځ شخړه وشوه چې ورپسې د پاکستان پولیسو ونیول او جېل ته واستول.
تراوسه پورې نیول شوي محصلان خوشي شوي نه دي. دوی په پاکستان کې د افغانستان له سفارت څخه غوښتي چې په دې قضیه کې مداخله وکړي.