نیول شوي افغان محصلان
Hamid Omar
د خوب وړي افغانانو په نامه ننګ! موږ د پاکستان هیواد د خیبر پښتونخوا ایالت د هریپور ښار د هزاره پوهنتون Haripur university محصلین یو له هغه وخت نه چې موږ دغه ښار ته راغلی یو په بیلابیلو پلمو او بیلابیلو لارو ځورول شوي یو تل مو کوښښ کړی چې په دغه هیواد کې استوګن د افغانستان سفارت سره اړیکه ونیسو او خپلې ستونځې ورسره شریکې کړو خو نه تر اوسه د سفارت څخه کوم پلاوی راغلی چې زموږ ستونزې په سر سترګو وګوري او نه یې زموږ د ستونزو د هموارولو لپاره موږ سره مرسته او همکاري کړې. ځينې بدماشانو او کوڅه ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډبو د یو طرح شوي پلان له مخې له ‌‌‌‌‌‌ډيره وخته کوښښ کوو چې د افغانانو د نوم بدولو لپاره افغانان جنګ ته اړباسي خو افغانانو تل له زغم او حوصله مندۍ څخه کار اخیستی چې بلاخره پرون جولاې په څلورمه نیټه د افغان محصلینو د تر منځ جنګ وشو ، ځکه چې د هغوې له لوري د افغان نوم ته په سپک نظر وکتل شول او د هغوې له لوری یې د [سب افغان ګان‌‌‌‌‌‌ډو هی] جمله وکارول شوه. له جګړې وروسته د پاکستان هیواد د پولیسو له لوري شپږ افغانان د خبرو او رسمیاتو د پوره کولو په پلمه یوړل شول او بندی کړل شول او د نړیوال محصل د خوندیتوب حقوقو په نقض کولو د نومړو افغانانو عکسونه د مجرمینو په نامه نشر شول. پاتې افغانان په خپل هاستل کې د نظارت لاندې نیول شوي او هیڅ افغان محصل ته ددې اجازه نه ورکول کیږي چې له لیلیې څخه بهر ووځي. خو بیا هم د افغانستان د سفارت له لوري یو پلاوی هم نده ۔راغلی چې دا موضوع له پاکستانی چارواکو سره حل کړي. هیله ده زموږ پیغام شریک کړﺉ تر څو چارواکي خبر شي او زموږ غم وخوري په درنښت
One thought on “د هریپور پوهنتون افغان محصلان نیول شوي”
  1. اساسی علت که ور وګرځو دبن فاسدتړون نه را دیخوا صریحا پنجابی حکام او شمالی خراسانیان یو هدف تعقیبوی چی هغه د پښتون وژنه ده.
    خوله بده مرغه بیا خادم المفسدین د صلحی لپاره د صلحی ضد ملګری یی وټاکه نو بالاخره زوی یی چی اوس ،دبهرنیو چارو وزیر او مفتخور لیډر دی هماغسی پدری اهداف تعقیبوی چی اصلا دی مشکلاتو ته حل نلری بلکی تشدیدوی یی.
    نو باید افغان سفیر ذاخیلوال باید خپل مسؤلیت ته ویښ او زموږ د محصلینو پوښتنه او د مظلومانو چیغه واو ری او منحیث خادم افغان ورودانګی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *