“د رابندر انات ټاګور او البرټ اينشټاين تر منځ بحث”
رابندر انات ټاګور اوالبرټ اينشټاين د نړۍ دوې نوموتې څېرې او نوبل ګټونکى عالمان دي چې يوه يې په ادبياتو کې او دويم په فزيک کې د نوبل جايزې اخيستې دي، خو له هنر او موسيقي سره د دواړو ژوره مينه هغه مشترګه موضوع ده چې دواړو پرې په المان کې پرې خوندور بحث کړى، بحث له فزيک نه پيل شوى او وروسته دواړو د موسيقي او هنرونو په اړه يو د بل پوښتنې ځوابوي چې دلته يې ترتيب او ژباړه وړاندې کوم. (رحماني)
رابندراناټ ټاګور د خپلو نړيوالو ليدنو کتنو په ترڅ کې د الماني عالم البرت اينشټاين سره د ١٩٣٠لمريز کال د جولاى په ١٤مه د المان برلين ښار ته څېرمه په (کاپو) کې د دوى د دواړو د يوه بل ګډ ملګري ډاکټر منډل په منځګړيتوب ليدنه کړې.
وروسته بيا اينشټاين د دواړو د ملګري منډل په کور کې هم سره وليدل، د دواړو ګډ اخيستل شوى تصوير هم د هغه مهال دى. د دوى ترمنځ د جولاى د ١٤مې نېټې د ملاقات او خبرو شوي بحث بشپړه نسخه په “The Religion of Man” ياني(مذهب او انسان) مجله کې خپره شوې ده چې بحث يې د پوښتنو او ځواب په بڼه وړاندې کړى.
ټاګور: نن مې له ډاکټر منډل سره د رياضي د نوو کشفياتو په اړه خبرې وکړې، دا کشفيات څرګندوي چې په اتوم کې ډېرې کوچنۍ زرې د يوه مهم احتمال نقش پر غاړه لري، د هستۍ نمايش په خپل ذات کې په بشپړه توګه د وړاندوينې وړ نه دى.
اينشټاين: هغه عوامل چې علم دې سمت ته سوق کوي، د عليت اړيکې نه منکر نه دي.
ټاګور: ممکنه ده، داسې ښکاري چې په عناصرو کې د عليت اړيکه نشته، بلکه له هغوى نه يو بل ځواک تر خپل واک او کنټرول لاندې نړۍ پنځوي.
اينشټاين: له لوړې کچې نه د داسې موضوع پېښېدل او د درک څرنګوالى امکان لري. څرنګوالى ټاکل شوى، کله چې ستر عناصر يو له بل سره ښکېل شي، وجود پيدا کوي، خو په کوچنيو زرو کې دا موضوع په ابهام کې نغښتې ده.
ټاګور: له همدې امله د هستي په ژورو کې دوه رنګي نغښتې ده، يو پر بل د ازادو انګيزو او حاکمې ارادې تقابل له شيانو ټاکلې الګو جوړوي.
اينشټاين: مډرن فزيک هغه متقابل نه بولي. ورېځې له لرې يو ډول دي، سره ددې چې له نږدې نه ځان د داسې زرو په ډول ښيي چې د اوبو نظم په کې نه شته.
ټاګور: ما د انسان په ارواپوهنه کې يوه همپالنه موندلې. زموږ غوښتنې او اميدونه را څرګندېږي، خو زموږ شخصيتونه مغلوبوي، څو ُکليت همغږى کړى. ايا د فزيک په نړۍ کې هم داسې څه پېښېږي؟ ايا عناصر ياغي دي، فعال او يا د فردي انګېزو لرونکي دي؟ ايا په مادي جهان کې کوم ناظم شته چې هغوى مغلوب کړي او په يوه منظم سازمان کې ځاى ورکوي؟
اينشټاين: حتى زرات هم له نظم او ترتيب پرته شمېرې نه دي، راديوم اتمونه تل خپل ځانګړى نظم ساتي، په هره زمانه کې لکه تل چې وي. ځکه خو په عناصرو کې هم نظم شته دى.
ټاګور: له دې پرته د هستۍ نمايش ډېر ګډوډۍ ته تللو، دا د بخت تلپاتې سندره او اراده ده چې هغه تلپاتې، تازه او تاند ساتي.
اينشټاين: په دې باور يم، هر هغه څه چې تر سره کوو يې او د هغو لپاره ژوندي يو، خپل لامل لري، دا ښه ده، خو په هر مخ يې نه شو موندلى.
ټاګور: په انساني مينو(عشقونو) کې د انعطاف يوه بڼه شته، يوه په ابعادو کې محدوده ازادي لري چې زموږ د شخصيت د بيان لپاره ده. لکه په هند کې د موسيقي سيستم چې د لوديځي موسيقي په څېر وچ کلک نه دى. هندي موسيقاران د ملوډي او ريتم يو ځانګړى چوکاټ لري چې پر چوکاټ کې يې موسيقي غږونکى کولى شي چې موسيقي وغږوي.
دوى بايد د هغه ملوډي له قانون سره په ځانګړي ډول يو شوي وي او وروسته کولى شي خپل احساس په هغه ځانګړې اډانه کې بيان کړي، موږ يو هنرمند دهغه د نبوع لپاره د ملوډي د يوې مشخصې اډانې د بنسټ اېښودلو چاره کې ستايو، خو له هغه نه دا تمه هم لرو چې په ملوډي کې تنوع او ښکلاوې رامنځته کړي.
په پنځونه کې د هستي له مرکزي قانون نه ګټه اخلو، خو که چېرته ځان د هغوى نه په بېلتون کې سرګردان نه کړو، زموږ د شخصيت په اډانه کې د ظهور او خپل ځان د را ښکاره کېدو لپاره کافي ازادي پيدا کوو.
اينشټاين: دا هغه وخت د منلو امکان لري چې د خلکو د اذهانو د لارښوونې لپاره يو پياوړي هنري سنت( دود) موجود وي. په اروپا کې هنرمندان له ولسي هنر او د خلکو له عمومي احساساتو ډېر لرې شوي دي، له قانون او سنتونو سره پټ هنر ته ورته شى ترې جوړ شوي دي.
ټاګور: بايد په بشپړ ډول ددې بشپړې پېچلي موسيقۍ مطيع شى. په هند کې د سندرغاړي دازادي معيار د هغه د خلاقيت په اندازه دى. هغه د خپلې سندرې د ويلو څرنګوالي په برخه کې ازاد سندره جوړونکى دى، خو که چېرته د خپل ځان د بيان لپاره د ملوډي د ورکړل شوي عمومي قانون په رعايت سره په پوره اندازه قوي وي.
اينشټاين: د موسيقي په سرچينه کې له اصلي فکر نه د بشپړ درک لپاره د هنر نه اوچت معيار ته اړتيا ده، څو يو کس وکولى شي چې د موسيقي د بڼې بدلولو لپاره په خپل زړه کار وکړي. زموږ په هېواد کې د بدلون ډېرې بڼې، عموما له وړاندې ټاکل شوې دي.
ټاکور: که چېرته وکولى شو چې په خپل چلند کې ښه قانون تعقيب کړو، نو کولى شو چې د خپل ځان د څرګندولو لپاره حقيقي ازادي ولرو. د چلند اصل ثابت دى، خو هغه ځانګړتيا چې موږ حقيقي او فرد کوي، خپله زموږ خلقت دى. زموږ په موسيقي کې د ازادي او “له مخکې ټاکل شوي نه وروسته” تر منځ دوه رنګي شته ده.
اينشټاين: ايا د اهنګ کلمې هم ازادي دي؟ غواړم ووايم چې ايا سندرغاړى هم پر سندره د کلماتو په ور زياتولو کې ازادى دى؟
ټاګور: هو، په بنګال کې د (کيتن) په نامه يو ډول سندره شته چې په کې سندرغاړي ته دا ازادي ورکول کېږي چې ځينې برخې په معترضه ډول سندرې ته ور زياتې کړي. په دا ډول اجرا کې ډېر شور او هيجان شته، ځکه چې لوستونکى هره شېبه له هغه معترضه کلمو سره په وجد راځي چې په همغه شېبه کې د سندرغاړي لخوا ور اضافه کېږي.
اينشټاين: ايا د سندرې ريتم بايد په دقت سره رعايت شي؟
ټاګور: هو، کاملاً. تاسې نه شى کولى چې په شعر کې وزن او قافيه تر پښو لاندې کړى. سندرغاړى بايد د خپلې سندرې په ټولو بڼو کې ريتم او زمان چې په بشپړ ډول ثابت دي، په دقيق ډول وساتي.
اينشټاين: ايا هندي موسيقي له کلماتو پرته ويل کېدلى شي؟ ايا کوم فرد به له کلماتو پرته د سندري پر فهم وتوانېږي؟
ټاګور: هو، موږ داسې سندرې هم لرو چې کلمات يې مانا نه لري، يواځې د اهنګ د ملوډي د لېږد لپاره ځينې غږونه شته. د هند په شمال په همدې ډول بنګال کې موسيقي يو مستقل هنر دى، د کلماتو او افکارو د تعبير او تفسير په سترګه نه ورته کېږي. دا موسيقي ډېره ظريفه او ژوره ده، په خپل ځان کې د ملوډي ګانو يوه بشپړه او حيرانوونکې نړۍ ده.
اينشټاين: ايا په دې موسيقي کې هارموني شته؟
ټاګور: له موسيقي الاتو نه کار اخيستل کېږي، خو د وخت ساتلو، حجم او عمق يا ژوروالي په زياتولو سره. ايا ستاسې په موسيقي کې ملوډي د هارمونيې له اغېز نه ځورېږي؟
اينشټاين: کله کله ترې سخته ځورېږي. کله کله هارموني ټوله ملوډي له ستوڼي تېروي.
ټاګور: ملوډي او هارموني په نقاشي کې کرښو او رنګونو ته ورته دي. يوه ساده نقاشي يواځې د کرښو په وسيله ښکلې کېدلى شي، د رنګ زياتوالى يې شايد بيخي بې اهميته او بده وبرېښوي. له دې سره رنګ کولى شي چې له رنګونو سره د ترکيب له لارې يوه نوښتګره نقاشي وپنځوي، خو تر هغه بريده چې ارزښت يې ويجاړ او ضايع نه کړي.
اينشټاين: ښکلې پرتلنه مو وکړه، بله دا چې خط (کرښه) تر رنګ ډېر پخوانى دى. داسې ښکاري چې ستاسې ملوډي په خپل جوړښت کې له موسيقي هم ډېره بډايه ده. جاپاني موسيقي هم داسې ښکاري.
ټاګور: زموږ پر ذهنونو د غربي او شرقي موسيقي د اغېز تعبير او تفسير ډېر ګران کار دى. زه خو د غربي موسيقي له لارې بيخي بدل شوم او فکر کوم چې ډېره نايابه او نادره ده، ځکه چې پر يوه ډېر پراخه جوړښت او ګڼو پردو ولاړه ده.
زموږ خپله موسيقي له دروني اړخه پالل کېږي، تر کومه چې د هغو شعري بنسټونو ته لېوال يم، اروپايي موسيقي په خپل ذات کې شعر وزمه ده، اوچتې زمينې لري او په خپل جوړښت کې ښکلې ده.
انيشټاين: دا خو يوه داسې پوښتنه ده چې موږ اروپايان ورته سم ځواب نه شو ويلى، ځکه چې له خپلې موسيقي سره روږدي شوي يو. غواړو وپوهېږو چې ايا زموږ موسيقي معمولي او که د انساني احساساتو پربنسټ ولاړ ده، طبيعي خوږه او که ترخه نوا ده، خو دا يو داسې قرار داد دى چې موږ منلى.
ټاګور: کله کله پيانو ډېر خوند راکوي، خو ويلون مې ډېر زيات خوښېږي.
اينشټاين: دا به ډېره جالبه وي چې د غربي موسيقي اغيز پر يوه داسې هندي وګړي ازمايل شي چې په ځوانۍ کې يې هېڅکله هم نه ده اورېدلې.
ټاګور: يو ځل مې يوه انګليسي موسيقي پوه نه وغوښتل چې کومه کلاسيکه موسيقي راته اناليز کړي او بيا يې راته واضح کړي چې ددې قطعې د ښکلا له لپاره له کومو اجزاوو ګټه اخيستل شوې ده.
اينشټاين: ستونزه داده چې يوه ښکلې موسيقي، هغه که د لوديځ وي يا د ختيځ، اناليز کولى يې نه شو .
ټاګور: هو، هغه څه چې پر لوستونکو اغېز کوي، د همدې محصول دى.
اينشټاين: زموږ په تجربو او د هنر پر وړاندې زموږ په غبرګون کې زموږ د قاطعيت نه شتوالى هغه که د لوديځ په اړه وي يا د ختيځ، د هر اساسي شي پر وړاندې به شتون ولري. حتى کوم سور ګل چې ستاسې په مېز زما مخې ته اېښى، ممکن زما او ستا لپاره يو نه وي.
ټاګور: له دې سره به د هغوى ترمنځ هر وخت د تدريجي پرمختګ او پړاو پيوند موجود وي، شخصي ذايقه نړيوال معيار ته تمايل لري.