تاند- هغه الوتکه چې د هسپانیا مرستیال صدراعظمه او د دغه هیواد د حکومت ویانده پکې افغانستان ته روانه وه، مجبوره شوه چې په ترکیه کې بېړنۍ ناسته وکړي.

د هسپانیا د بي جي این نیوز د راپور له مخې، د مرستیال صدراعظمې سورایا ساینز دي سانتا ماریا د سپرلۍ الوتکه نن /دوشنبه/ د ترکیې په شمال ختیځ کې په چورلو ولسوالۍ کې وروسته له دې اضطراري ناستې ته اړ شوه چې په ماشین کې یې تخنیکي ستونزه پېښه شوه.

په الوتکه کې له اغلې سانتا ماریا سره یو شمېر خبریالان هم سپاره ول. د الوتکې له کښېناستو وروسته د هغې ټوله سپرلي یوه هوټل ته بېول شوه څو الوتکه ترمیم شي او بېرته سفر ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *