تاند، جمعه، د عقرب ۳مه: د ملي امنیت د صفر ۲ قطعې د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی چې هسکه مېنه کې د جودرې د جومات د خونړي برید طراح په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د صفر دوه قطعې په خبرپاڼه کې راغلي، د داعش ډلې غړی قاري شاکر مشهور په قدرت پاچا د ډیورنډ د کرښې هاغاړې ته د اورکزیو ایجنسۍ د کوهاټ اوسېدونکی و، چې د پنجشنبې په ورځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې له خپلو دوه نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

هسکه مېنه کې تېره جمعه د داعش په بمي برید کې ۷۲ ملکیان ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول، چې د پوهنې وزارت د مسوولانو په وینا ۲۷  زده کوونکي او ۲ ښوونکي هم په کې وژل شوي او ۱۶ یې ژوبل شوي دي.

One thought on “د هسکې مېنې د خونړي برید طراح ووژل شو”
  1. د هسکې مېنې د خونړي برید طراح مردار شو، ښه شو چه د انسانانو، جماعتونو قاتل او د حیرا منډي دغه داعیشی ځناور په خپله سزا ورسیو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *