تاند- د بوټونو دا بندونه د هغو کسانو لپاره جوړ شوي چې د شپې په مخه په سړکونو یا څنګلارو (پیاده رو) ګرځي او د موټر وهلو له خطر سره مخامخ وي.
دا برېښنده بندونه، چې په مختلفو رنګونو کې راوتلي دي، یوه چارجېدونکې بېټرۍ لري. د دغو بندونو اوږدوالی ۷۳ سانتي متره دی، د اوبو په وړاندې مقاومت لري او مینځل کېدای شي.
بېټرۍ یې له لیتیم څخه جوړه ده او د هر جوړه بندونو بیه یې اوس ۵ یورور ده.
په اروپايي هیوادونو کې هغه څوک چې د شپې پلی ګرځي باید یا لاسي څراغ او یا هم شوبینه پټۍ له ځان سره ولري. دغه راز بایسکل والا باید د شا و مخ پر څراغونو سربېره پر خولۍ شو بینه پټۍ ولري.