تاند- د امریکا د فلوریدا ایالت په پاناما کې یوې ښځې، چې غوښتل سیلفي عکس واخلي، د هوټل له ۲۷ پوړه ولوېده.
مړه شوې ښځه ۴۴ کلنه ده او له پرتګال څخه امریکا تللې وه.
ځینو رسنیو ویلي چې دا ښځه امریکا ته د دې لپاره تللې وه چې دایمي اقامت واخلي او د تل لپاره همالته واوسي.
یوه امریکايي کارګر د هغې د غورځېدو ویدیو اخیستې ده. هغه په تصادفي ډول پام شو چې په تراس کې یوه ښځه په خطرناک ځای کې ولاړه ده نو یې ویدیو ثبت کړه.
مړه شوې ښځه ساندرا مویلا نومېږي او دوه ماشومان ورڅځه پاتې شوي دي.
دې غوښتل چې یادګاري سیلفي واخلي.
د ویدیو اخیستونکی کارګر وايي چې «دا لېونۍ ده. چیري ځي؟ وګوره وګوره، وبه لوېږي.»
د دغه کارګر خبرې په ویدیو کې ثبت شوي دي.
ډیلي مېل ورځپاڼې د امریکا د پولیسو په قول ویلي چې د سیلفي اخیستلو په مهال تېز باد چلېده او غالباً دا ښځه باد پورې وهلې ده.