تېره ورځ د روان کال ۱۳۹۷ هجري لمريز د وري د مياشتي پر اووه لسمه نېټه د هلمند ادبي بهير د نوي پلان مطابق لمړنۍ پنځلس ورځنۍ ادبي نوبتي غونډه ترسره شوه، ياده ادبي ناسته لمړى د بهاٶالدين (بهار) له خوا د کلام الله په تلاوت راپيل شول او ورپسې د عرفان (همدرد) په انانسرۍ د اجنډا له مخي په څلورو برخو(وينا، ادبي لکچر، نثر او مشاعرې) ووېشل شول، د وينا په لړ کي د بهير مشر سيد محمد (حيرت) ملګرو ته لنډه او ښکلې وينا واورول، ورپسې د لکچر په برخه کي د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني د پوهنځۍ رئيس ماسټر نور احمد (ايمل) پر ادبي کره کتني ګډون والو ته په زړه پوري لکچر وړاندي کړ، ايمل لمړى کره کتنه داسي تعريف کړل چي:ادبي کره کتنه چي په درى او عربي ورته ادبي نقد وايي او په انګليسي ورته (کريټيسيزم) وايي د اصطلاح له مخي د يو شاعر، اديب، ليکوال د ادبي اثر ښکلاوي، بدرنګۍ، کره والي، نيمګړتياوي او مدللي شنني په اړه تبصرې او انصاف ته ويل کېږي، استاد ايمل له تعريف وروسته د ادبي کره کتني موضوع داسي تشريح کړه چي:د ادبي کره کتني موضوع داده چي د يو ادبي اثر ښه او نيمګړي اړخونه په داسي ډول د لوستونکو مخي ته کښېښودل شي، چي له ريښتينولۍ او پوهي څخه په کي کار اخيستل شوى وي، د ادبي نقد دنده هم داده چي د يوه نوي ليکوال خامي ور په ګوته کړي، په دې پار چي هغه يې په راتلونکي کي تکرار نه کړي.ښاغلي ايمل د ادبي کره کتني ځينو اصولو ته هم اشاره وکړل، چي مهم ټکي يې له لاندينو ځانګړنو څخه عبارت دي:
۱- پوهه: د کره کتونکي پوهه بايد پراخه وي، که يې پوهه محدوده وي، د نقد دايره به يې هم محدوده وي، يعني نقاد بايد د نظر پراخوالى، پوهه او ادراک، پوره همدردي، روزل شوى دماغ او فکر، زياته مطالعه، شخصيت او له تاريخي ادبي پېښو سره پوره بلدتيا ولري.
۲- عدل: د برياليتوب راز انصاف او عدل دى، کره کتونکى بايد د دوست دوستۍ، د دولتي شخص دولتۍ چوکۍ، قوميت، سمت او داسي نورو سليقوي او تعصبي کړنو ته تسليم نه شي.
۳- ذاتي خوښۍ او ناخوښۍ: نقد کوونکى بايد خپلي ذاتي خوښۍ او ناخوښۍ په کره کتنه کي ځاى نه کړي، ځکه دنقد اصلي معيارونه بيا له منځه ځي.
۴- افراط او تفریط: د کره کتونکي څخه بايد د افراط او تفريط حرکات ترسره نشي، ځكه دا کړنه د کره کتني معياريتوب له منځه وړي.
۵- د خپلو فرایضو خیال ساتل: نقاد بايد خپل فرايض مقدس وګڼي.
۶- د نقاد فکر بايد فليسفانه وي: يعني د کره کتونکي ذهن بايد د تحليلي او تخيلي دواړو صلاحيتونو څخه برخمن وي او د بې ځايه فکر او غصې څخه پاک وي.
۷- باید شاعر او لیکوال وپېژني: يو نقاد بايد د پنځونکي شخص له فکر، احساس او شخصيت څخه خبر وي.
۸- د کره کتني او نيوکي تر منځ توپير: کره کتنه له مثبت اړخه را شروع کېږي، ښېګڼي په پوره تشويق او نيمګړتياوي و منفي اړخونه ورسره په ضمني ډول په ګوته کېږي، خو په نيوکه کي يوازي او يوازي منفي اړخ را اخيستل کېږي، چي دلته نقاد ځان پوه ښيي او ليکوال تر حده زيات مايوسه کوي او ليکنه يې ټيټه ښيي.
۹- نقاد په ادبي کره کتنه کي کومو پوښتنو ته ځواب وايي؟ ادبي او هنري اثر له دوو اړخونو مطالعه کېږي،
الف: محتوا او مضمون
ب: شکل او بڼه
چي په همدې دواړو اړخونو کي د (څه)او (څنګه)پوښتني ځوابېږي او کره شکل يې وړاندي کېږي
د استاد ايمل له دې ښکلي لکچر وروسته د نثر برخه راپيل شول او ورپسې په وروستۍ او څلورمه برخه کي نه هېرېدونکې جذابه مشاعره ترسره شوه، ټولو راغلو شاعرانو په خپل وار په زړه پوري شعرونه پر ګډونوالو او ملګرو پېرزول کړل، د وخت د کمي له امله د غونډي ارزونه ونه شوه، خو ياده ادبي ناسته د حاجي ملا محمد (حنيفي)له خوا په دعايه وينا پاى ته ورسېدل.
په ډېره خوږه مينه:د هلمند ادبي بهير رسنيزه څانګه
راپور:عرفان ـ همدرد