نن جمعه د روان (۱۳۹۶) کال د غبرګولي ۱۲ نېټه په هلمند ادبي بهیر کي شانداره ادبي غونډه وسوه، چي دمرکز او ولسواليو ګڼ شمېر شاعرانو اولیکوالانو په یاده غونډه کي برخه لرل.
دیاد ادبي بنډار اجندا دريو برخو وينا، نثر او نظم بشپړول.
غونډه د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل سوه.
دهلمند ادبي بهير ښاغلي مشر سيدمحمد (حیرت) د غونډي پرانیستونکې وینا ترڅنګ په هیواد کي د وروستیو خونړیو پېښو په ترځ کي د شهیدانو روح ته د فردوس جنت او زخمیانو ته د خدای (ج) له دربار څخه د بېړنۍ روغتیا غوښتنه وکړه او د غونډي د برخوالو څخه يې وغوښتل چي د روژې په مبارکه میاشت کي د ستر خدای له دربار څخه د خپل هیواد او هیوادوالو لپاره د سولي او سوکالۍ دعا وغواړي.
همدارنګه حیرت د لیکوالانو څخه وغوښتل ترڅو د هغه لیکنو څخه چي سمتي او ژبني توپیرونو ته لاره خلاصوي، د خپرولو څخه ډډه وکړي.
د اجندا سره سم دغونډي دوهمه: برخه کي تکړه لیکوال محمد جمعه (حیران) لخوا د افراطي میلمستیا په نوم طنزیه نثر ولوستل سو، چي د ناوړه دودونو په اړه د هنر په ژبه خندونکی نقد سوی ؤ.
همداراز ځوان او هڅاند ليکوال عرفان (همدرد) د جنګ کرغېړني څېرې، تر سرلیک لاندي نثري ټوټه پرګډونوالو ولورل.
دغونډي په دريمه برخه کي شاعرانو خپل ليکل سوي او ترتيب سوي شعرونه په داسي حال کي د غونډي پر ګډونوالو ولورول چي د ګډونوالو لخوا د لاسونو په پړه کا او يوځل بيا په ږغ بدرګه کېدل، پاته دي نه وي چي په نننۍ مشاعره کي د ترنم برخه هم ډېره په زړه پوري وه او د مشاعرې ته یې لاښکلا ور وبخښل.
په درناوي
د هلمند ادبي بهیر رسنیز څانګه