په ننني ځانګړي راپور کي درته د ((قران د ادبي اعجاز)) په اړوند د بُست خصوصي پوهنتون د تکړه استاد او جيد عالم مولوي عبدالحميد(هلمندي) په زړه پوري لکچر درته په ليکلي ډول وړاندي کوو.
تمه ده په مينه يې ولولئ.
د قـــرآن کـــريم ادبـــي اعــــجـاز:-
لوى خداى جل جلاله چي کله د ځمکي پر مخ انسان هست کړ،بيا په خپل قدرت همدې انسان ته پر ځمکي د ژوند کولو پوهه ورکړه او همدارنګه انسان يې ددې ځمکي او نړۍ پر مخ خپل خليفه وټاکى.
خو د خليفه توب صلاحيت يې هغه چاته سپارى چي هغه به د ستر خالق ټول اصول او قوانين منل او همدا سپېڅلى ذات به يې په واقعي مانا پېژندى.
د وخت په تېريدو،د انسانانو په بدلېدو،د خلکو د لېوالتيا او د انسانانو د غوښتنو و پو ښتنو مطابق الله جل جلاله په مختلفو وختونو کي خپل مختلف استازي د نوي قانون او نوي کتاب سره د انسانانو د هدايت لپاره رالېږل.
خو د نورو پيغمبرانو او د وروستي پيغمبر حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم د پيغمبرۍ تر منځ توپير دا ٶ چي نور مبارک رسولان به د خاصي سيمي،خاص قوم،خاص زمان او خاص مذهب لپاره رالېږل شوي ٶ،اما رسول الله صلى الله عليه وسلم د ټولي نړۍ د هدايت او پر هغه د ايمان د راوړلو په خاطر راولېږل شو،هيڅ قوم،هيڅ سيمي،هيڅ زمان او هيڅ طرف ته محدود و منسوب نه ٶ، نه دى.په همدې ترتيب الله پاک هر پيغمبر ته د هغه د امتيانو د علمي استعداد مطابق مجعزه ورکړه.مثلاً: عيسى عليه السلام ته يې هغه وخت چي طب ډېر پر مختللى ٶ دداسي مرض معجزه ورکړه چي ټول طبيبان او ډاکټران ورڅخه عاجزه وه،خو ده مبارک چي به پر ناروغ کس لاس تېر کړ،سمدسي به يې شفا ومونده.
همدارنګه د موسى عليه السلام په وخت کي په مصر کي ساحرۍ او جادوګرۍ ډېر پرمختګ کړى ٶ،الله جل جلاله موسى عليه السلام ته ، امسا، او يد فيضان، داسي معجزه ورکړه، چي ټول ساحران دومره عاجزه شوه، چي ايمان يې راوړ، ليکن فرعون عليه لعنه د خپل قدرت د بقا په خاطر ددې معجزې په کرامت د پوهيدلو سره، سره ايمان را نه وړ.
د پيغمبر حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم په وخت کي شعر او شاعري په عربو کي خپل اوج ته رسېدلې وه، د حرم شريف په خوا کي څو بازارونه جوړېدل چي ،اقاض او ميجنه، نومېدل،عربو شاعرانو به زياتره وخت د ، ايام بيض، په شپو کي چي د قمري کال د مياشتو (14،13او 15مه) به وه، دوى به د شپې د سپوږمۍ رڼا ته راټولېدل او مشاعرې به يې کولې.
په عربو کي داسي رواج ٶ چي چابه داسي شعر ويلى واى چي نور به يې د ليکلو څخه عاجزه واى،نو دا به يې د کعبې شريفي پر غلاب يا ديوال باندي راځوړند کوى،اووه داسي شعري ټولګي وې چي ټول عرب ورته عاجزه وه او دغه اووه شعري ټولګي چي “سبع المعلقات”بلل کېدې د کعبې شريفي پر دېوال را ځوړندي وې.په عرب وګړو کي د شاعرۍ ډېر پر مختګ د دوى د ژبي د فصاحت او خاصوالي د لامل له امله ٶ.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د بعثت پر وخت شاعري دومره پر مختللې وه چي ان عرب انسانان يې ګمراهۍ ته اړولي وه،ځکه هري قبيلې به د خپل قوم د تفاخر او تکاثر(د وياړ او ډېروالي)شعرونه ويل،د کوم قوم شاعر چي به ښه شعر وويئ د متقابل طرف قوم به مات بلل کېدى.خداى جل جلا له پر خپل محبوب پيغمبر د کتاب نازلو په جريان کي عربو ته اخطار ورکړ چي د البقرې په 21 تم سورت کي فرمايي: (و ان کنتم فى ريب مما نزلنا على عبدنا فاتو بسورت من مثله)ژباړه:که تاسو په دې کي شک وينئ چي دا کوم اياتونه مونږ پر خپل بنده نازل کړي،نو تاسو فقط يو سورت ددې په شان راوړئ.”
ټول عرب دې اخطار ته عاجزه شول او د قيامت تر ورځي به عاجزه وي،له دې خبر داري وروسته خداى جل جلاله سورت ( انااعطينا) نازل کړ، حضرت علي کرم الله وجهه دا درې آياته سورت د”سبع المعلقات)تر څنګ د کعبې شريفي پر دېوال وځړوى،ټولو عربو شاعرانو چي کله دا سورت ولوست،پوه شول چي دا الهي کلام دى نو ځکه يې له مقابلې عاجز پاتي شول.
د قرانکريم تاريخي ادبي اعجاز هم د لمر غوندي څرګند دى،مثلاً په کلام پاک کي 3655ځله د “اليوم”لفظ راغلى دى، د يوه کال ورځي هم 365 دي، همدارنګه د “شهر”يادونه 12ځله شوې او يوکال هم 12مياشتي دى، په
په همدې ترتيب د نوح عليه کيسه يې زبردست مثال دى، په 19مه پېړۍ کي چي کله په بين النهرين کي کندني وشوې د هغو پر اساس دا معلومه شوه چي قران پاک د نوح عليه السلام کيسه پوره او سل سلنه په دقيق ډول بيان کړې.
د قرانکريم پر ادبي اعجاز د پيغمبرانو څخه تر اصحابو کرامو او تر نن ورځي پوري ليکني شوي اوکتابونه پرې ليکل شوي.په افغانستان کي دقران د ادبي اعجاز په اړوند لمړنى کتاب امام (ابو سليمان الخطابي البستي) ليکلى، چي “اعجازالقران الخطابي البستي”نومېږي.
د قــران کــريم د ادبــي اعجاز ځانګړتياوي:-
اول:مونږ پخپل فکر کي د شته کلماتو د مانا دڅرګندلو لپاره الفاظ ذکر کوو،ممکن مونږ ښه الفاظ استعمال کړو اما مانا به يې دقيقه نه وي،خو د قران کريم مانا اوالفاظ دواړه دومره دقيق،ښايسته،متناسب او ارتباط درلودونکي دي لکه يو ښکلى هار،هيڅوک داتصور نشي کولاى چي دا هار په کوم ترتيب داسي ښکلى پېيل شوى،که د قرانکريم د الفاظو يو حرف لېري کړاى شي د نړۍ هيڅ حرف د هغه بديل نشي کېداى.
په سورت “النبا”کي الله جل جلاله فرمايلي:(ان للمتقين مفازا31حدآءيق و اعنابا322وکواعب اترابا 33و کاسا دهاقا34)بېشکه چي د پرهېزګارانو جنتيانو لپاره به کاميابي وي.له دې خبري وروسته د انسان تلوسه پيداکېږي چي څه ډول کاميابي به وي؟قران يې ځوابوي:باغچې به وي د ميوو او د انګورو.بيا نوره هم تلوسه د انسان پيداکېږي چي نو نور به څه وي؟
ځوابېږي چي:(هغه تازه ځواني جينکۍ به وي چي ستاسره په يوه ماشومتوب او خاپړوکي رالويي شوي وي.)
بيا ور فرمايي(چي داسي د مشروباتو ډک ګيلاسونه به ورته حاضر وي چي مظروف به يې له څنډو توېږي.)
دا ډول متناسب او تړلي الفظ چي دهر لفظ د ذکر سره يې د انسان تلوسه او تنده د دوهم لفظ اورېدوته وي،پرته له قرانه دا ډول ادبي اعجاز بل د دنيا هيڅ کتاب نه لري.
دوهم د مانا په تعبير کي ځانګړتيا: د الفاظو د مانا په تعبير کي هغه وخت بهترينه ښکلا راځي چي په هغو الفاظوکي ښه تعبير موجود وي،سلاست پکښې وي،دقت اوباريکۍ ولري او مفهوم يې ښايسته وي.
قرانکريم خپله دا ځانګړتيا په سورت “قصص” کي د موسى عليه السلام د مور د تذکرې د بيانولو پر موقع ښودلې.ژباړه (مونږ د موسى عليه السلام مور ته الهام وکړ چي خپل زوى ته شېدې ورکوه،که هر کله ووېرېدې نو دى رود نيل ته وغورځوه،مه وېرېږه او غم مه کوه،بېشکه مونږ دى بيرته تاته راګرځوو او پيغمبر د خداى جل جلاله به يې کړو.
په دغه کوچني آيت کي دوه خبره،دوه امره،دوه نهي او دوه زېري د قرانکريم د مانا د تعبير او باريکۍ ښکلې او حيرانوونکې ځانګړتيا ده.
همدارنګه الله جل جلاله مشرکينو ته د بتانو د جوړولو پر وخت فرمايي چي تفسير يې په لاندي ډول دى:
د جولاګي د ښځينه د جنس له نسه د خپل کور د جوړولو لپاره درې تاره راوځي چي هر تار بيا خپله له څلور زره تارونو څخه جوړ دى او دا ټول 12000تاره کېږي،کچېري ددې تار اندازه د يوې ګوتي قدر ته ورسېږي کښتۍ کش کولاى شي،حتى دا تار تر الماسو هم قوي دى، خو خداى پاک وايي چي دا تارونه که هرڅومره پنډ شي،بياهم زما د يوه لږ اندازه باد او باران طاقت نه لري،نو اې مشرکانو ستاسو بتان به کوم ارزښت و صلاحيت ولري؟
بل ځاى کي د قران د بلاغت پر بنا په دې الهي کتاب کي د يوسف عليه السلام کيسه د يادوني وړ ده.
دنړۍ په سطحه د کيسې معياري اصول دادي چي د کيسې پايله د کيسې په لمړي سر کي ذکر کېږي،تر څو پايلي ته د رسېدو لپاره تلوسه پيداشي.
په قران کريم کي چي کله د يوسف عليه السلام کيسه شروع کېږي،الله تعالى ټوله کيسه په يوه آيت کي تشريح کوي،چي لنډ تفسير يې عبارت دى(يوسف عليه السلام خپل پلار ته وايي چي اى ګرانه پلاره!ماښام ما په خوب کي وليدل چي يوولس ستوري،لمر او سپوږمۍ ماته پر سجده دي،بيا دى وروڼه څاه ته اچوي،پر مصر پاچهي کوي،هلته سخته قحطي راځي او باالاخره بيرته له خپل پلاره سره يو ځاى کېږي چي دا وخت کي ټول قصر ده مبارک ته پر سجده وي،مفسرين دا 11ستوري په تعبير د وروڼو،سپوږمۍ د مور او لمر په تعبير د پلار يادوي چي دا کيسه اصلاً اوږده ده او مونږ د مثال په توګه ترې يادونه وکړه)
چي دا د قرانکريم د علم البلاغت يوه بله لويه ځانګړتياده.
لنډه دا چي په علم البيان،علم البلاغت او علم الاصولو کي قران پاک د نړۍ تر هر ډول کتابونو د ستر ادبي اعجاز څښتن دى او د نړۍ ټول وګړي د قيامت تر ورځي ددې الهي کتاب له دې بې شانه اعجاز څخه عاجز دي.
ومن الله توفيق!
په رښتینې اسلامي او ادبي مينه.
د هلمند ادبي بهير رسنيزه څانګه.
راپور ترتيبوونکى:عرفان، همدرد.
نېټه: ۱۹/۵/۱۳۹۷هـ ل