دتل په څېر نن د روان (۱۳۹۶)هـ ل کال د غبرګولي (۵) نېټه، د هلمند ادبي بهیر اوونیزه ادبي غونډه ترسره سوه، په دغه غونډه د هلمند، ګڼ شمېر شاعران، لیکوالان او د ادب مینوال راغونډ سوي وه.
دغونډي اجندا په دریو برخو وېشل سوې وه.
لومړۍ برخه، علمي بحث، دويمه برخه، نثر او دریمه برخه یې نظم، ته ځانګړې سوې وه.
د علمي بحثونو په لړ کي، ځوان ليکوال او شاعر
حمید الله ( ویاړ) د کتاب لیکني عمومي چوکاټ په اړه بحث ترتیب کړی ؤ، چي هغه پدې ډول ؤ:
ټولني ته وړاندي سوي اثار باید له هره پلوه غني وي.
د کتاب تخنیکي جوړښت هم ځانته ښکلا لري، د کتاب چاپولو په وخت کي باید د کتاب لیکني عمومي چوکاټ په نظر کي ونیول سي. د کتاب لیکني عمومي چوکاټ ښه مفصل بحث لري چي دلته په لنډ ډول تاسو ته صرف د هغوی یادونه کوم:
۱ـ پښتۍ: په پښتۍ کي د کتاب نوم ، د لیکوال نوم ، د چاپ کال … اویو ښکلی بګراونډ راځي.
۲ـ کتاب پیژندنه: په کتاب پیژندنه کي د کتاب په اړه لنډ معلومات راغونډیږي لکه : د کتاب نوم،لیکوال،کمپوزر، اړیکه ،خپرندویه ټولنه ، ډیزاینر، چاپ شمیر، چاپ کال او چاپ وار .
۳ـ بسم الله الرحمن الرحیم . د کتاب پیژندني وروسته یوه پاڼه باندي لیکل کیږي.
۴ـ ډالۍ : ډالۍ اختیاري ده هغه چاته لیکوال ډالۍ کوي چي احترام ورته لري او یاهم ورڅخه اغیزمن شوی وي.
۵ـ فهرست ( لړلیک ): په منظمو کتابونو کي هغه اشعار چي عنوان ونه لري کیدای سي د غزل لومړۍ مصرحه راوړل سي.
۶ – سریزه : د لیکوال له لوري او یا هم د نورو لیکوالانو له لوري لیکل سوي سریزي راوړل کیږي .
۷ ـ منځپانګه ( اصلي موضوع ) په فهرست کي راغلي مطالب په مفصل ډول تشریح کیږي.
۸ـ لنډیز( پایله ) : د کتاب غورچاڼ پکي راځي .
۹ـ تعلیقات : په متن کي د شاملو لغاتونو ، اصطلاحاتو، پیښو ، او مسایلو مستنده شرحه ده .
۱۰ـ نوملیک : په کتاب کي د شاملو نومونولکه ځاي نومونو،شخص نومونو ،اصطلاحاتو او داسي نورو لست راځي.
۱۱ـ ماخذونه : ټول هغه چاپ او ناچاپ اثار او سرچینې په ګوته کیږي چي لیکوال ور څخه استفاده کړې وي.
۱۲ـ لمن لیکونه : په دوه ډوله دي ۱ـ توضیحي لمن لیکونه . ۲ـ ارجاعي لمن لیکونه .
د پورته ټکو په نظر کی نیولو سره سره باید د کتاب لیکني پر وخت لیک نښو اوپښتو یاګاني ته ډیره پاملرنه وسي او په صحیح ډول په خپل ځای وکارول سي.
د غونډي دوه یمه : برخه کي د محمد جمعه حیران لخوا د سودا ګریزي خبرتیا، تر سرلیک لاندي طنزیه نثر ولوستل سوه.
همدا ډول د غونډي دریمه برخه کي، د ګڼ شمېر، شاعرانو لخوا ترتیب سوي شعرونه پر ګډونوالو ولورول سوه.
پاته دې نه وې، چي ښاغلي محمد رفیع (بختیار) دخپل خواږه ږغ په مرسته څوشېبې دغونډي برخه وال دترنم په ټال زنګول.
د غونډي ور په دعایه وینا سره وتړل سو.
درنښت
دهلمندادبي بهیر رسنیزه څانګه.