نن جمعه:مبارکه د ۱۳۹۶هـ ل کال د (زمري) ۲۰، نېټه په هلمند ادبي بهیر کي دتل په څېر ادبي غونډه ترسره سوه، چي په یاده غونډه کي لسګونو شاعرانو، لیکوالانو او ادب مینه والو ګډون کړی وو.

د غونډي اجندا په دریو برخو، وینا، نثرونو او نظمونو ویشل سوې وه. 

نننی ادبي بنډار د ښاغلي بهاؤالدین (بهار) لخوا د قرانکريم دڅومبارکو آیتونو په تلاوت پيل سو.

دهلمند  ادبي بهير مشرښاغلي سيدمحمد (حیرت) دغونډي ګډونوالوته د ښه راغلاست اوهرکلي ویلوترڅنګ، په ادبي غونډو کي دکوربه (وياند) دځانکړتیاوو څخه یې په لڼد دول یادونه وکړه.

حیرت وویل:

ـ کله چي وياند ددريځ چاري پرغاړه اخلي، نود غونډي ماهيت او موخه بايد ورته معلومه وي او د غونډي د مېلمنو په اړه بشپړ معلومات ولري.

– ویاند باید دغونډي په جريان کي د برخوالو توجودريځ ته په پوره ډول راجلب کړي، که چيري په غونډه کي کوم څوک متوجه نه وي او ياهم خبري کوي، وياند کولای سي مخکي له دې چي ويناوال او يا شعر ويوونکی دريځ ته راوبلي، هغه څوک چي متوجه نه دی دهغه د نوم په اخيستلو، يو جالبه جمله او يا ښه بيت ووايي ترڅو هغه په دې پوهه سي چي د غونډي وياند د غونډي نظم ته متوجه دی.

– بل همدا کوم ویناوال چي دريځ ته راغواړي دهغه د علمي کچي او شخصيت برابر القاب ورته وکاروي او دهر شخص علمي رتبه، وړتيا او مسلک بايد په پام کي ونيول سي، ځکه که يو شخص ته دهغه د علمي وړتيا او شخصيت څخه لوړ القاب وکارول سي دا يو ډول توهين دی، نو اړينه ده هرهغه چاته چي بلنه ورکوي د هغه علمي کچه، وړتيا، شخصيت او مسلک بايد له پامه ونه غورځول سي.

– وياند بايد پر دريځ د زياتو بيتونو او اوږدو جملو د ويلو څخه ډډه وکړي او کوم ويناوال ته چي يې بلنه ورکړې د هغه د وينا اصلي مفهوم ته متوجه سي کله چي ورڅخه مننه کوي د هغې موضوع اړوند يوه لنډه جمله يا يو بيت بايد ووايي.

دغونډي په دوهمه برخه کي: د نثرویلو لړۍ پیل سوه، چي دلیکوالانو لخوا بېلابېل هنري نثرونه  ولوستل سوه.

همدا ډول ددې ادبي بنډار درېيمه: برخه چي غزلونو او نظمونو ته ځانګړې سوې وه، د شاعرانو له خوا په خپل نوبت ترتيب سوي غزلونه او نظمونه د غونډي پر ګډونوالو ولورول.

غونډه په دعایه وینا پای ته ورسېدل.

هلمند ادبي‬ بهیر نشراتي څانګه.‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *