د روان ۱۳۹۶هـ ل کال د (زمري) ۳۱، نېټه د هلمند ادبي بهیر اونيزه غونډه ترسره سوه، چي په یاده غونډه کي شاعرانو، لیکوالانو او ادب مینه والو برخه لرل.

غونډه د الحاج ملا محمد ( حنفي ) لخوا د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت پيل سوه.

ورپسې د ادبي بحثونو په لړ کي دا ځل، شاعر او ليکوال او د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځۍ  د پښتو څانګي محصل لالاخان ( خروټي ) د ادب او ادبياتو د تعريف په اړه څرګندوني وکړې.

د خروټي په وينا ادب د ادبياتو جمع ده، داچي ادب یو ډېره اوږده تاریخی مخینه لري، زه غواړم یوازي دومره ووایم چي ادب څه معنی، ادب چي لا تر اوسه پوري یو ځانګړی تعریف نه لري، نه تر دې دمه د نړۍ په کچه ادب پوهان په دې توانېدلي چي د ادبیاتو لپاره یو ځانګړی تعریف رامنځ ته کړي، هر لیکوال ورته په خپل فکر او تجربه نوم ټاکلی، څوک وايي چي ادب شعر، داستان، لنډي کیسې، ناول، رومان، ادبې ټوټې ته یعني نظم او نثر ته ویل کیږي چي مراد ترې یوه خاصه موضوع وي. ځیني بیا هري ښووني او روزني ته ادبیات وايي. څوک وايې چي پوهه، ځیرکتیا، هوښیاري، اخلاق، ادب یا ادبیات دي، خو پر دې علاوه نور بیا هغه شفاهي او غیري شفاهي لیکونو ته چي په نثر او نظم سره لیکل سوي وي ادبیات وايي. خو ځیني اسلامي پوهان په دې باور دي چي هر انسان چي په اسلامی ګاڼه سمبال وي، یعنی په شرعي لاره برابر وي او د هر ډول اخلاقي فساد څخه خلاص وي، ادیب یا ادبیات بلل کیږي. خو زما په اند که چیري موږ ادب، ادیب او ادبیات یوازي شاعر، لیکوال او څېړونکي، ملا او مدرسې ته منصوب کړو، نو هغه خلګ چی له دې څخه علاوه دي او ښه اخلاق او انسانیت ولري نو دا بیا کله په ادبیاتو کي راځي، خو په پښتو کی ادیب هغه چاته ویل کیږي چي د انشاء په مټ یو څه ولیکي، یا دتیرو وختونو او اوسنیو خاطرو څخه بحث وکړي. او ادبیات هر هغه څه چي په تیرو وختونو کي تېر سوي یا اوس مهال دوام لري، یا د انساني فکر محصول وي، یا لیکل سوي اثار، یا غیري لیکل سوي دودونه او رواجونه چي په ټولونه کی مروج وي ادبیات بلل کیږي.

خو لنډه دا چي ادب ځانګړې معنی نه لري. 

دغونډي په دوهمه برخه کي: د نثرویلو لړۍ پیل سوه، چي دلیکوالانو لخوا بېلابېل هنري نثرونه  ولوستل سوه.

همدا ډول ددې ادبي ناستي درېيمه: برخه چي غزلونو او نظمونو ته ځانګړې سوې وه، د شاعرانو له خوا په خپل نوبت ترتيب سوي غزلونه او نظمونه د غونډي پر ګډونوالو ولورول.

غونډه په دعایه وینا پای ته ورسېدل.

‏د هلمند ادبي‬ بهیر نشراتي څانګه‬‬‬‬

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *