تاند- د هلمند والي ادعا کوي چې په ولایت کې یې د طالبانو د قوماندې او کنټرول مرکز له منځه وړل شوی دی.

د هلمند والي جنرال محمد یاسین د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د طالبانو د هلمند د قوماندې او کنټرول مرکز د شپې په عملیاتو کې له منځه وړل شوی دی.

د جنرال یاسین په وینا د شپې عملیات له ۲ میاشتو راهیسې پیل شوي چې په نتیجه کې یې طالبانو ته سختې مرګ ژوبلې هم اوښتي دي.

د هلمند والي او یو شمېر نور د شپې عملیات بریالي بولي خو ځینې خلک وايي چې د شپې په عملیاتو کې ډېر ځلې ملکیانو ته هم مرګ ژوبلې اوړي.

د هلمند والي بیا وايي چې یوازې په وروستۍ یوه میاشت کې د طالبانو د ۱۱ قوماندانانو په شمول د دې ډلې لږترلږه ۲۱۱ غړي وژل شوي دي.

د هلمند له والي سره په خبري غونډه کې د دې ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق یعقوبي وویل چې د طالبانو پر ضد د عملیاتو د تشدید له کبله د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې کمې شوي دي.

په وروستیو کې طالبانو په هلمند کې د خپل والي ملاعبدالمنان وژل کېدا تایید کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *