تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د هلمند ولایت د امنیې قومندان په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د خونړیو حملو په وړاندې د جدي اقداماتو د نه کولو په خاطر له دندې ګوښه کړ.

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ ویندوی عبدالاحمد چوپان نن وویل چې امنیه قومندان جنرال باقیزوی له یوه بل امنیتي چارواکي سره پرون /دوشنبه/ له کاره برطرفه شوي دي.

افغان طالبانو او یو شمېرپاکستانیانو، چې ویل کېږي د پاکستان د پوځ غړي دي، له نژدې یوې میاشتې راهیسي د هلمند په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي پوستو او دولتي تاسیساتو بریدونه پیل کړي دي، په دې بریدونو کې په سلګونو افغانان (ملکیان او امنیتي ځواکونه) وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې د هلمند په جګړو کې شاوخوا ۸۰۰ افغان طالبان او پاکستانیان برخه لري او د بریدونو زیات تمرکز یې پر سنګین ولسوالۍ او څاروان کلا سیمه دی.

د چوپان په وینا (جمعه ګل همدرد) د باقيزوی پر ځای د هلمند امنیه قومندان ټاکل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *