مقدمه:
اوبه يوه حياتي ماده ده چي الله تعالی د مځکي د مخ د ټولو موجوداتو لپاره پيداکړېده. اوبه نه يوازي حياتي ماده ده، بلکي د تکامل او پرمختګ لپاره هم اساسي عامل دی. د اوبو ارزښت اوس تر دې بريده رسيدلی دی چي په جرئت سره ويلای سم، بېله اوبو هيڅ تمدن او تاريخي ارزښت وده نسي کولای او په تاريخ کي چي کومو تمدني ارزښتونو ځايونه نيولي دي، دا ټول د اوبو د حياتي مادې مهمي منابع يې درلودې. په تاريخ کي لوی تمدنونه هميشه د آوبيزو سرچينو تر څنګ ودان سوي دي.
په اوسني وخت کي اوبه نه يوازي د ژوند د پايښت لپاره کارول کېږي، بلکي د صنعت، برق، کرنې، ساختمان، روغتيا او نورو لپاره هم کارول کېږي. په افغانستان کي اوبه زياتره د کرني او برق لپاره کارول کېږي، افغانستان ۷.۹ ميليونه هکتاره مځکه د کرني لپاره لري، په ۱۳۵۷ کال کي د ۲.۹ څخه تر ۳ ميليونه هکتاره مځکه تر اوبو لاندي سوه، خو د داخلي جګړو پر مهال په ۱۳۹۲ کال کي يوازي ۱.۹ ميليونه هکتاره مځکي لپاره اوبه سته، نوره مځکه هسي شاړه ده، دا چي د اوبو د تاسيساتو مديريت د اوبو په کنټرول کي مهم رول لري، له همدې کبله بايد د اوبو تاسيسات سم مديريت او ورغول سي، تر څو له يوې خوا د اوبو ضايعات کم سي او له بلي خوا د اوبو مصرف مديريت سي.
افغانستان په مرکزي اسيا کي يوازنی هيواد دی چي ۷۵ ميليارده متره مکعب خوږې اوبه لري ددې اوبو څخه يوازي ۲۰ ميليونه متره مکعبه اوبو څخه ګټه اخيستل کېږي، نوري ټولي اوبه ګاونډيو هيوادونو ته ځي. دا اوبه په مرکزي آسيا کي بل هيڅ هيواد نلري، که چيري د دې اوبو مديريت په سمه توګه وسي، د افغانستان د پرمختګ او رغووني لپاره موږ هيڅ ډول مرستو ته اړتيا نلرو.
د هلمند اوبه:
هلمند د افغانستان يو پراخ ولايت دی چي تقريباً ۶۵ زره کيلومتره مربع مساحت لري، د هلمند مځکه زياتره د کرني لپاره مساعده ده، په هلمند کي د اوبو قوي منابع سته، همدارنګه د اوبو تاسيسات هم په سُنتي ډول موجود دي، له همدې کبله دا تاسيسات د هلمند د مځکي لپاره په اوسني وخت کي بسنه نه کوي. د هلمند ولايت د هلمند پر سيند سربېره د اوبو نور تاسيسات هم لري، لکه کاريزونه، چينې، ماندونه او نور، د هلمند سيند اوبه نه يوازي په هلمند ولايت کي کارول کېږي، بلکي د هلمند د سيند د حوزې په ټولو ولايتونو کي کارول کېږي.
د هلمند د سيند د اوبو د وېشني په اړه په ۱۳۵۱ کال کي د ايران سره داسي توافق سوی و چي د هلمند د سيند اوبه په يوه ثانيه کي ۱۷۵ متره مکعبه دي، ددې څخه يوازي ايران ته ۲۶ متره مکعبه اوبه په ثانيه کي ورکول سوي دي چي په ټول کال کي ۸۲۰ ميليونه متره مکعبه کېږي، که څه هم دا تړون په همغه وخت کي يوازي د افغانستان صدر اعظم موسي شفيق لاسليک کړی و، د پارلمان لخوا تائيد سوی ندی، له دې څخه وروسته شاهي نظام ړنګ سو او سردار داود خان هم دا تړون ندی لاسليک کړی.
ايران په ۱۳۸۳ کال کي د يوه بل ذخيروي څاه پروژه هم بشپړه کړه چي تر يو ميليارده متره مکعب پوري د اوبو ذخيره لري، ددې ذخېري څخه د يوې نلليکي پر بنسټ د زهدان ښار ته اوبه ورکول کېږي، پداسي حال کي چي د زهدان، بلوچستان او سيستان د مرکزونو لپاره پدې تړون کي هيڅ ډول ماده نسته، چي دا مرکزونه بايد د هلمند د اوبو څخه ګټه واخلي.
په هلمند کي د اوبو د ښه مديريت او د اوبو د تاسيساتو د ساتني لپاره تر اوسه د اوبو د کارونکو لخوا شورا نده جوړه سوې، پداسي حال کي چي د اوبو د قانون په ۱۷ ماده کي او ددې قانون د ۱۴ مادې په ۲ بند کي د اوبو د هري حوزې لپاره د اوبو د کارونکو لپاره بايد شورا جوړه سي، تر څو په نوموړې حوزه کي د اوبو د کاروني او د اوبو د تاسيساتو د ساتني لپاره منظم کار وکړي، متاسفانه چي په هلمند کي اړونده ادارو د اوبو د قانون دا مواد نه دي تطبيق کړي او تر اوسه يې د اوبو د کارونکو شورا نده جوړه کړې.
په هلمند کي د اوبو د پراخو تاسيساتو او منابعو پر شتون سره سره، زياتي مځکي لا تر اوسه نه خړوبيږي، د دې يو علت دادی چي د پاته مځکو لپاره دولت هيڅ دول د کانالونو او يالو په برخه کي کار ندی کړی، له بلي خوا په هلمند کي د اوبو ضايعات ډېر دي، د اوبو د کاروني د يوه منظم سيستم په نه شتون سره د اوبو ضايعات ډېريږي او هغه اوبه چي بايد د زياتو مځکو لپاره بسنه وکړي، پر کمو مځکو باندي لګېږي. په کُلي ډول په هلمند کي د اوبو د تاسيساتو د ساتني او د اوبو د کاروني په اړه لاندي ستونزي او موانع موجودي دي:
۱. د اوبو د تنظيم او لګښت لپاره د ماهرانه بشري منابع نه شتون.
۲. تر مځکي لاندي او د مځکي پر سر د بهيدونکو اوبو په اړه د دقيقو ارقامو نه شتون.
۳. د اوبو د کاروني او د اوبو څخه د ګټي اخيستني لپاره د يوه اقتصادي ميکانيزم نه شتون تر څو د څښلو، لګولو او برق لپاره د اوبو په برخه کي پانګه اچونه وسي.
۴. په هلمند کي د اړوندو ادارو لپاره د مسؤليت د وېش په اړه د سمي لايحې نه موجوديت.
۵. په اوبو د لګښت او تنظيم په اړه د پروژو د تطبيق په برخه کي د وزارتونو ترمنځ د همږغۍ نه شتون.
۶. د تمويل کوونکو لخوا پر کوچنيو او عاجلو پروژو باندي تمرکز.
۷. په هلمند کي د څښلو اوبو ته لاسرسی د افغانستان د دولت د پاليسۍ سره سر نه خوري.
۸. د خپلسرو څاګانو د ايستلو له امله د هلمند د سيند، کاريزونو او ويالو د اوبو کموالی.
په اوسني وخت کي په هلمند کي د اوبو د تاسيساتو ساتني ته د دولت نه پاملرنه او له بلي خوا د اوبو د کاروني په اړه کروندګرو ته د پوهاوي نه ورکول، هغه ستونزي دي چي د هلمند اوبه ضايعات کوي او هغه اوبه چي بايد د هلمند پر مځکو ولګيږي، هغه اوبه د ايران مځکو ته ځي، په هره اندازه چي د خلکو پوهاوی د اوبو د مصرف په اړه زيات سي او د اوبو تاسيسات د سُنتي ډول څخه معاصر ډول ته واوړي په هغه اندازه به د هلمند اوبو مصرف په سمه اندازه وسي.
له بلي خوا په هلمند کي يو شمېر د اوبو داسي تاسيسات او ساختمانونه سته چي تر اوسه پوري رغول سوي ندي، بلکي رغوني ته سخته اړتيا لري، د بېلګي په توګه د هلمند د شمالي ولسواليو کاريزونه اوس وچ او خراب سوي دي، که چيري د زمينداور پر سر باندي وياله وکښل سي، ممکن دا کاريزونه بېرته فعاله سي او د مځکو د خړوبولو لپاره کافي د اوبو تاسيسات رامنځته سي، پداسي حال کي چي په نوموړو سيمو کي د کاريزونو پر ځای برمې او څاګان کښل سوي دي چي د مځکي د تل څخه اوبه په ډېر لوی مصرف راپورته کوي، دا اوبه زموږ د راتلونکو نسلونو حق دی، اوس چي دا اوبه مصرفيږي په حقيقت کي د راتلونکو نسلونو حقوق خوړل کېږي.
نو د دې لپاره چي د مځکي د تل اوبه خوندي وساتو بايد د دولت لخوا د اوبيزو بنسټونو د ساتني او نويوالي لپاره ځانګړې پاملرنه وسي. په هلمند کي د اوبو د لګولو او مصرف په اړه د هلمند ادارې ځانګړې پاملرنه نلري، دا ادارې زياتره وخت د اوبو په اړه غفلت کوي، که چيري دوی د اوبو قانون په هلمند کي په سمه توګه پلی کړي، ممکن د اوبو د ضايعاتو مخه به ونيول سي او د راتلونکو نسلونو حقوق به نه خوړل کېږي.
همدارنګه د هلمند سيند هغه اوبه چي تر قرارداد اضافه ايران ته رواني دي، د هغو د سرنوشت په اړه بايد په مرکزي کچه دقيق پلان جوړ کړل سي، دا اوبه په ميلياردونو ډالرو ارزي، په يوېشتمه پېړۍ کي د اوبو قيمت په ښه توګه ټاکل سوی دی، که چيري دا اوبه موږ پر خپلو ګاونډيو هيوادونو باندي خرڅي کړو، له يوې خوا به دوی موږ ته محتاجه وي، هره ورځ به بندرونه نه راباندي بندوي، له بلي خوا به ملي اقتصادي پياوړی سي او د اقتصادي پياوړتيا لپاره به اساسي کار سوی وي.
وړانديزونه:
۱. په هلمند کي بايد د اوبو د قانون سره سم د اوبو د کارونکو لخوا شورا رامنځته سي، دا شورا د اوبو او برېښنا وزارت په چوکاټ کي بايد وي، تر څو د اوبو د تاسيساتو د ساتني او د اوبو د ضايعاتو د مخنيوي لپاره موثره تمامه سي.
۲. په هلمند کي د اوبو تاسيستات او منابع بايد ورغول سي، تر څو په معاصر ډول د اوبو څخه د ګټي اخيستني په لاره کي زيات ضايعات ونلرو.
۳. په هلمند کي بايد د اوبو د کارونکو د پوهي کچه لوړه سي، تر څو د اوبو سم استعمال رامنځته سي او د ضايعاتو مخه ونيول سي.
۴. د اوبو ښې کاروني او د هلمند د مځکي لپاره د اوبو د رسوني لپاره بايد نوي ويالي او کانالونه وکښل سي، تر څو د هلمند هغه مځکه چي د کرني لپاره مساعده ده، تر اوبو لاندي سي، همدارنګه دا کانالونه به له يوې خوا په مستقيم ډول ځينو مځکو ته اوبه ورکړي او له بلي خوا به د اوبو سُنتي تاسيسات فعاله کړي.
۵. په هلمند کي هر کال د سيلابونو له امله زياتي اوبه په غيري منظم ډول بهيږي، ددې اوبو د مهارولو لپاره بايد دولت ځانګړی پلان ولري، تر څو د سيلابونو په وخت کي مهار سي او بيا وروسته ګټه ځيني واخيستل سي. که چيري دا اوبه په خپلسري ډول د هلمند سيند ته ولويږي، له يوې خوا دا سيلابونه د هلمنديانو مځکه د ځان سره وړي او له بلي خوا به موږ هيڅ ګټه ځيني وانخلو.
۶. د هلمند پر سيند باندي د کجکي د برېښنا بند يوه لويه اقتصادي پروژه ده، په هره اندازه چي ددې پروژې چاري چټکي سي په هغه اندازه به د هلمند د اوبو څخه د ګټي اخيستني چاره سوې وي، د دې تر څنګ د هلمند پر سيند د زياتو نورو بندونو د جوړولو امکانات هم سته او همدارنګه پر لويو ويالو باندي هم د برېښنا د کوچنيو توربينونو د نصبولو امکانات سته، که چيري د اوبو په اړه اړوندي ادارې سره همږغي سي، کولای سي چي د هلمند د اوبو څخه د توليد سوي برېښنا اندازه زياته سي او حتا ټولي جنوبي حوزې ته برېښنا ورسيږي.
۷. د هلمند سيند اوبه او د هلمند د ټولي حوزې اوبه خوږې دي، که چيري ملي پانګوال وهڅول سي، تر څو د معدني اوبو فابريکي جوړي کړي، دا چاره به وکولای سي چي له يوې خوا د هلمند اوبو څخه د ګټي اخيستني کچه لوړه سي او له بلي خوا به ملي اقتصاد پياوړی سي ددې سره تر څنګ به زيات هلمندي وګړي هم په کار بوخت سي، که چيري دولت د دې لپاره منظمه ستراتيژي ولري، د هلمند د اوبو پر بنسټ ملي اقتصاد ډېر پياوړی کولای سي.
ومن الله توفيق
په زړه پوری علمی لیکنه ده پر قلم مو برکت سه.صرف داوبو مصرف په کلنی ډول ۲۰ میلیون نه بلکی ۲۰ میلیارد دی