سنګین ولسوالي، په سنګین کې جګړو ۲۰۰ کورنۍ بې ځایه کړي

تاند- د هلمند د وروستیو جګړو له کبله د دغه ولایت په سلګونو کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي دي.

د هلمند مدني ټولنه وايي، له له تیرو څو اونیو راهیسي د دې ولایت په خانشین، ګرمسیر، نادعلی او مارجی ولسوالیو کی چی جګړی روانې دي چې له کبله یې تر ۱۰۰۰ زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د دې ټولنې په وینا بې ځایه شویو کورنیو لشکرګاه ښار او نورو ولسوالیو ته پناه وړې، ځینو یې د خپلوانو کره اړولي خو ځیني تر شنه اسمان لاندې شپې ورځې تېروي.

دوی خوړو، د څښاک اوبو او روغتیايي مرستو ته سخته اړتیا لري خو تراوسه پوري ورسره چا مرسته نه ده کړې.

د هلمند مدني ټولنې پر حکومت او مرستندویو ادارو ږغ کړی چې ژر تر ژره له دغو کورنیو سره عاجلې مرستې وکړي.

وسله والو طالبانو په وروستیو کې د هلمند ولایت د نیولو په هدف جګړې تېزې کړي، یو شمېر سیمې یې نیولي او له یو شمېر سیمو بېرته شاتګ ته مجبوره شوي دي.

په دې نښتو کې دواړو ښکېلو خواوو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

د ملکیانو د تلفاتو دقیق شمېر تراوسه پوري څرګند نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *