تاند- په هلمند کې لسګونوخبريالانو له دولت څخه په زابل کې د ملي تلویزیون د وژل شوي خبريال د قاتلانو د نيولوغوښتنه وکړه.
دوی، چې نن / سې شنبه/ په لښکرګاه کې د خبريالانوپه پريس کلب کې راغونډ شوي ول، د زابل د ملي راډیو تلوزیون شهيد شوي خبریال یعقوب شرافت روح ته دعا وکړه او له دولت څخه یې وغوښتل چې په د خبریالانو ساتنې ته پام زیات کړي.
دغونډې ګډونوالو په شرافت برید، په ټولو خبریالانو، دبیان په ازادۍ، رسنیو او په حقیقت ویلو برید وباله.
محمد يعقوب شرافت دوې ورځې وړاندې په کلات ښار کې په مرمزو د بې ږغه وسلې په ګولۍ وویشتل شو.
تراوسه پوري کومې ډلې د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. د یعقوب شرافت کورنۍ وايي چې نه دوی او نه شرافت له هیچا سره یې شخصي دښمني نه لرله.
تر دې پخوا هم په جنوب لوېدیځو ولایتونو په تېره بیا هلمند کې یو شمېر خبریالان وژل شوي خو تر اوسه یې قاتلان نیول شوي نه دي.