خبریال: بصیرالحق عادل- د هلمند د استناف څارنوالۍ رييس د يو شمېر هغه دولتي رئيسانو نومونه د رسنیو په وړان اعلان کړل، ویې ویل چې دا کسان له تېرو څو کلونو راهيسې په فساد کې ښکېل دي او دولتي ځمکې يې غصب کړي دي.
د هلمند د استناف څارنوالۍ مشر څارنمل فضل سلطان ساپي وويل، په هلمند کې تر ۳ لکه جريبه زياته ځمکه غصب شوې چې تر ډېره پکې يو شمېر اوسني او پخواني دولتي مسؤلان لاس لري.
څارنمل فضل سلطان ساپي همداراز وویل، د غاصبانو له جملې ۱۲۰ تنه د امنيه قومندانۍ له لوري جلب شوي څو څارنوالۍ ته یې حاضر کړي او حساب ورسره وشي.
فضل سلطان ساپي زیاته کړه: «د فوايد عامې رئيس ۱۵۰۰جريبه ځمکه غصب کړې، د اوبو د تنظم مشر خان آقا ۱۵۰۰زره جريبه ځمکه، د ګرمسېر پخواني امنيه قومندان توريالي د معارف ۱۲۰ جريبه ځمکه غصب کړې ده.»
دغه راز ساپي د يو شمېر ولسواليو پخواني ولسوالان، ښاروالان او د لښکرګاه پخوانی ښاروال محمد فاضل ساپی په فساد او د ځمکو په غصب کې ښکېل وبلل او ويې ويل، قانوني چلند به ورسره وشي.
نوموړي وويل، د پوهنې رياست مسؤلانو د ۱۳۹۳ل کال د شمالي ولسوالیو د هغو ښوونځيو ۸ لکه افغانۍ معاش خپلو جېبونو ته اچولی دی چې په هماغه کال سقوط وو.
نوموړي وويل، له فساد سره مبارزه به روانه ساتي او د ټولو هغو کسانو نومونه به په ډاګه کړي چې په فساد کې ښکېل دي.
د هلمند ولايتي شورا وکيل بشير احمد شاکر د څارنمل فضل سلطان ساپي جرأت او فساد ضد کړنې وستايلې او د هلمند مدني ټولنې د هغو فعالانو يادونه وکړه چې په دې ولایت کې يې فساد پر ضد مبارزه رواج کړه.
دغه راز د هلمند والي وايي، ولس ته د دولتي مسؤلينو له لوري حساب ورکول د ښې حکومتولۍ اصل دی او دا اصل بايد مروج شي.
حيات الله حيات د هلمند د استناف څارنوال کړنې او ولس ته په ډاګه حساب ورکول وستايل او مننه يې ترې وکړه چې خپل مسؤليت يې ترسره کړی.
حيات وويل، دا لړۍ به د مرکز ترڅنګ ولسواليو ته هم غځوي او ټول هغه دولتي مسؤلين به څارنوالۍ ته ورپېژني چې ولس ته په حساب ورکولو کې پاتې راشي.
د يادونې ده چې د هلمند د استناف څارنوالۍ مشر څارنمل فضل سلطان ساپي تر دې مخکې خبر ورکړی و چې د يو شمېر پخوانيو او اوسنيو دولتي مسؤلينو له فساد به پرده پورته کوي.
دغه راز د هلمند والي يو وار بيا ژمنه وکړه چې له فساد سره به کلکه مبارزه کوي او په دې برخه کې به له قانون پرته بل هيڅ ونه مني.
دهلمندولایت دعالیقدر محترم مقام اودهلمند داستناف څارنوالی محترم مقام په هلمندکی دفساد سره دمبارز ی دریځ دقدراوتاید وړدی. ، او دهلمند بی ګنا ه دردیدلی ، ځپل شوی ، چورشوی ،وهل شوی ،بی عزت شوی ،اوبی عدالت پخپل سرمحکوم شوی وژل شوی اولس به انشا الله ستاسو عالیقدرو، با احساسو مسولینو هر اړخیزه ملاتړ وکړی ، بریالی او سر لوړی اوسی .