يادونه: دغه مرکه له ازادۍ راډيو سره، د ۱۳۹۵ کال د اسد مياشتي پر ۱۶ نېټه شوي ده؛ د بدلون اوونيزي اداره يې له ازادي څخه په منني خپروي.
په ولسي جرګي کې د هلمند د خلکو استازی او په هلمند کې د افغان پوځيانو پخوانی اوپراطيفي قومندان ښاغلی جبارقهرمان ستړي مشئ!
خپروني ته پخير راغلئ!
مننه چې زموږ بلنه مو ومنله؛ په هلمند کې لسګونه زره افغان ځواکونه مصروفه دي، بېلاخيره د څو سوو، وسلوالو مخالفېنو پر ضد ولي نشي درېدلی، ولي دغه جګړه نه مهار کيږي ستاسو په نظر؟
قهرمان: لومړی اورېدونکو ته، تاسو ته، ستاسو تخنېکي همکارانو ته، خپل نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم او غواړم چې ددې جګړي، لږ څه تفصلي دوه ابعاده توضيح کړم.
يو خو دا اړخ دی چې موږ له دوو مملکتونو سره هم سرحده يوو، لکه ايران او پاکستان او هغه دواړه په بېشرمانه ډول سره د افغانستان په مسايلو کې مداخله کوي او د ديارلسو کالو په جريان کې زموږ نظام ونه توانېدی چې ددغه دواړو مملکتو سره چې زموږ کم سرحد دی چې دغه سرحد دوی په دقېق ډول سره وڅارلی شي، يا يې کنټرول کړي او يا يې بند کړي.
نو وختي کې چې دې د ملا نصرالدين کلا جوړه کړي وي، دري طرفه ته دې ديوال ونه لري؛ يو طرفته دې دروازه په کښې ايښي وي، غټ قولف دې ور اچولی وي او ته په کښې ناست يې او خوشحاله يې چې زه کلا لرم. نو بيا دا ګناه په اصلاح کېدای شي،سړی هغوی ته راجع نه کړي.
ما درته وويل چې يو يې دغه منطقوي اړخ دی، خود به بل منطقوي اړخ هم لري چې له لېري ځايو څخه به خلک له دغې جګړي څخه د ځان په ګټه استفاده کوي؛ له دواړو اړخو به يې حکومتونه ګټه پورته او هم به يې د دوی هغه مافيايې ډلي او ټپلي چې د جګړو څخه ځان تمويلوي، هغه به هم ګټه ورڅخه پورته کوي.
دغه د قيضي د جريان يو اړخ دی؛ اساسي اړخ يې زموږ خپل په
کور کې دننه دی؛ ددغه پردۍ جګړي لپاره بستر چا اماده کړی دی؟
دوو ډلو؛ افغان حکومت په نامه چې څوک دي او د طالبانو په نامه چې څوک دي.
لوی مسوليت د چا په غاړه دی؟
د افغان حکومت په غاړه دی؛ هغه امکانات چې د افغان حکومت په اختيار کې دي؛ که چېري دغه د يو سالم مديريت تر اداري لاندي، واقعآ له دغو امکاناتو څه سمه استفاده وشي، د نابکاره خلکو مخ ور تور شي، هغه خلک چې ددې جګړي څخه د ځان د بلډېنګونو په فکرونو کې دي، هغه څوک چې ددې جګړي څخه د شېده وري غوا په فکر کې دي، هغه خلک چې ددې جګړي څخه خپلو بچيانو ته په خارج ملکونو کې د تعليم او زده کړو د شرايطو د برابرولو په فکر کې دي، له دغو انسانانو څخه د مديريت اخستل پکار دی؛ مديرت لايقو او سمو خلکو ته ورسپارل پکار دی.
ستانګزی: يعني څه فکر کوئ، مديريت کې اوس هم دغسي خلک شته؟
قهرمان: بلکل شته، نو که نه وي، نو دا جنګ بيا څه معنا؟
اوس که تاسي، دغه د هلمند ولس زما اواز اوري، که دغه مخالفين تاسي په شمار وشمارئ، نو دوی سوونه خلک دي؛ کله چې سوونه انسانان، چاليش واقع کېږي چې د زرونو هغو انسانانو چې هغه هم طياره ولري، هم توپ ولري، هم ټانګ ولري او دا په چاليش کې واچوي؛ ددې اساسي ضعف په کم ځای کې دی؟
خو په مديريت کې ضعف دی. که مدېريت مصمم وي، مدېريت سالم وي، نو له دې قوا څخه سالمه استفاده کوي.
لومړی د مخالف مخه په دښت کې يې سړی رانيسي، په مرز کې يې رانيسي، د کور د باندي يې رانيسي، جنګ خپل کورته نه راوړي.
دغه ديارلس کاله کيږي، دغه د دولت په نامه چې موږ کمې لښکري جوړې کړي دي؛ دوی جنګ راوړی دی خپل کلو ته.
موسی کلا يې د موسی کلايانو، په وينو لوېشت- لوېشت ورنګوله؛ نوزاد يې د نوزاديانو په وينو لوېشت – لوېشت ورنګاوی، سروان کلا يې د سروان کلايانو په وينو ورنګوله، مارجه يې د مارجي د خلکو په وينو ورنګوله؛ دغه دوې و درې ولسوالۍ پاته وي، لکه ناوه و ګرمسير او نادعلی چې په دې کې يو نسبي امنيت وو، يو نسبي کراروالی وو؛ دې ته هم ښه پوهېدل چې دا خلک هغه دې سره راټول شول، دا ما سړي اطلاع ورکړي ده چې دا خلک هغه دې سره راټول شول، دوې ورځي باد، پنځه ورځي باد، په دغه استقامت، تحرکات بايد وکړئ.
دا ممکنه وه چې ددې مخه په دښت کې نېول شوي وی، ددې مخه تر دې وخت مخکې نېول شوي وی؛ دا چې وخت کې سړی هېڅ دا کار نه کوي، د ټولو شيانو په طرف کي بې تفاوته پاتېږي، دا خو خولص پر دې دلالت کوي چې دې جنګ کې دوی خپلي ګټي پلټي؛ وخت کې چې په دې جنګ کې ددې دواړو طرفو، ددغه مسولېنو ګټي نه وي، نو بيا دا جنګ ولي نه بندېږي؟
دا د هلمند خلک زما اواز اوري؛ هلته هلمند کې د طاليبانو يو والي دی د منان په نامه باندي؛ دا منان ځوان راولاړ شو، دا زه چې هلته په هلمند کي وم، په هغه وخت کې يې يوه ښځه په څلوېښت لکه روپۍ باندي په کلايګز کې، د شهزاده په نامه د يو سړي لور وکړه.
دا دکلايګز خلک زما اواز اوري؛ ددې سړي لور يې په داسې حال کې وغوښته چې درې څلور يې مخکې هم درلودي، دا يې هم وغوښتله چې سهار يې وغوښتله، مازديګر ته يې څلويښت لکه روپۍ بيا ورکړي، بيا ورغی ورسره يو ځای شو.
اوس نو دده د پلار بېګراونډ تاسي وګورئ چې دده پلار څوک وو؟
بې ادبي دې معاف وي، هغه خر نه درلودی چې تر ژرندي پوري پېټی پري يوسي؛ مګر زوی يې په څلويښت لکه ښځه سهار کوي او ماښام يې ودوي.
نو دی چې دا ناروا جنګ په ملت باندي تحميل نه کړي، نو د کمه ځايه دا پيسي پيدا کړي؟
ستا و خواته دلته په کابل کې، دا پنځه ورځي مخکې د قول اوردو د قومندان د زوی واده وو، دې قومندان په دې ستاره هوټل کې څلوېښت، پنځوس لکه افغانۍ مصروف کړي.
دا د جنرال په معاش نه کيږي وسړيه!
ستانګزی: تبعآ افغانستان خو په فساد کې اول او دوهم راغلی دی، دا به د هغي شکارنده وي؛ په هلمند کې مو د جګړي د مديريت په اړه باندي اندېښنه وشوده، تاسو هم څه موده د جګړي مدېريت په لاس کې درلود، تاسو ته ولسمشر واکونه هم درکړي وو، تاسو څه وکړل؟
قهرمان: ښه دی چې لږ ښه توضيع و تشريح کړو، ډيرو خلکو او ډيرو دوستانو، زه تر سوال لاندي راوستلم چې وه جباره!
ته خبري ډيري کوي، مګر عملآ ولاړي هلته په ساحه کې ولي ناکام شوي؟
زه هلته د يو هماهنګ کوونکي په صفت ولاړم، نده د مجري په صفت.
مجري څوک دی، قومندان د قولي اوردو، مجري څوک دی، قومندان د پوليسو، قومندان د لېوا.
پوڅ د چا سره دی؟
پوځ دده سره دی، عسکر دده سره دي. زما مکلفيت وو، ما ورته مشوره ورکړه، زه خپله ډاکتر صاحب اشرف غني وغوښتلم چې څنګه ممکنه ده چې د هلمند مشکلاتو ته، موږ د پای ټکی کښېږدو؟
ما ورته ويل چې ددغه ټولو قوتونو تر منځ قوي همږغي، متحد خوږښت؛ داده د مشکل د حل لاره ده.
ول دا څنګه ممکنه ده؟
ما ورته وويل چې ددې په رآس يو جنرال تعين کړه!
بيا يې ماته وويل چې دا کار ته وکه؛ ولاړ سه؛ دا خلک هماهنګ کړه!
کله چې زه صحني ته ولاړم چې دوی هماهنګ او پر يوه لار يې کړم؛ کله چې ولاړم، زه اتومات دوی له ګټو سره په ټکر کې واقيع شوم.
د ګټو سره يې څنګه په ټکر کې واقيع شوم؟
ده ته ورکول شوي دي چې پنځه سوه عسکر جوړ که، دی ځوان مې لري دوه سوه عسکر، د دري سوو ده په جيب کې اچوي.
ورکول شوي ده، دري سوه ميله سلاح؛ لرم دوه سوه مېله، ورکول شوي دي، زر مرمۍ؛ لرمه دري سوه مرمۍ.
دا څه شوي، دا نوري چيري دي؟
دلته خو به اتومات، ته په ټکر کې راځي؛ دا ټول زما سره يو ډول د خصومت حالت ته ولاړل.
ولي ما بيا هم مقاومت په دې خاطر وکړ چې زه يو وار ددې جنګ حقيقي جرړه راوباسم چې ايا دا اوس مخالفين دي او که علت بل شی دی؟
ما هم د خپلو قوتونو جاج واخيستی، هم مې د مخالفېنو جاج واخيستی، هم د محيط او ولس جاج واخيستی.
ملت د دواړو تر چړو لاندي دی، له يوي خوا څخه په سپينو کالو کې د اسلام تر نامه لاندي يې چاړه پر ايښي ده؛ بل بيا برګه ورته اغوستي ده، دې هم چاړه پر ايښي ده.
دواړه ددې ملت سره هغه ناروا ظلم کوي چې ولاکه يې يا څوک له يهودو سره وکړي، يا له نصاراوو سره.
دا اوس يې ملت سپر کړی دی، دواړه د ملت په کور کې، يو په يوه کور کې ولاړ دی، بل په بل کور کي ولاړ دی او د هغه کور ښځه په منډه ده اوځغاسته ده چې يو ځای سرپناه پيدا کړي.
که د دوی زړه پر سوزل کېدلی، بايد د هغه مخاليف مخه يې په دښت کې نيولي وی؛ که د مخاليف زړه پر سوزل کېدلای، بايد په دغه کورونو کې يې جنګ نه وی کړی، بايد په هوارو کې يې جنګ کړی وی.
ستانګزی: قهرمان صاحب!
د ولس مشر د استازي په توګه، تاسو ولسمشر خبر کی چې په هلمند کې زه ددغه خلکو د شخصي ګټو پر ضد واقع شوم؟
قهرمان: زه ستا د پوښتني جواب ته راځم.
ما چې دا ټول شيان راوايستل، ټول مې د کاغذ پر مخ وليکل او رسمآ مې، د ډاکتر صاحب اشرف غني پر ميز کښېښودل او ورته ومې ويل:
ډاکتر صاحب! ما د جنګ جرړه په هلمند کې پيدا کړه.
ستاسي مخالفين دومره قوي ندې، ديرش برابره ستا امکانات پر ډير دي؛ نړيوالو تاسو ته خورا پراخ امکانات درکړي دي؛ د هلمند امکانات ددې باعث ګرځي چې د يو کوشني مملکت دفاع ورباندي وشي.
يوازي او يوازي ضعف، ستا په مديريت کې دی؛ دغه مديريت د سهمي حالت څخه وباسه، دا د قواري او چاپلوسۍ د حالته وباسه، دا په اصلاح باندي يو مصمم حالت ته وخوځوه؛ سرباز سره مينه وکه، د سرباز مشکلات ور حل که.
اصلآ ددغه ملي امنيتي نهادونو بنسټ غلت کښېښودل شو، ولي غلط کښېښودل شو؟
ته د افسر، د عسکر ژوند په واقيعت کې تضمين نه کړه، ژوند يې ور جوړ کړه؛ هغه څنګه ورته جوړ کړه؟
هغه داسي چې هم به يې معاش پوره ورکوي، هم به يې د کور شرایط ورته برابروي، هم به يې بچي ته د تعليم شرايط برابروي، هم به ورته د تداوي شرايط برابروي، هم که شهيد شو؛ پس له مرګه به دده د کورنۍ غم خوري.
ستانګزی: حکومت خو تر يوې اندازي دغه مسايل په پام کې نيولي دي، مثلا د شهېدانو وارثانو ته پيسي ورکوي، زخميانو ته د تداوۍ شرايط برابروي او معاشونه ورکوي.
قهرمان: نه – نه؛ نه يې دې کړي؛ قربان دې شم!
يوازي دولس زره افغانۍ ورکوي، په دولس زره افغانۍ باندي د سړي سره انګېزه نه پيدا کيږي چې خپل قومندان او جنرال ويني چې هغه بېلډينګ لري، وزير صاحب، جګړن صاحب او ډګروال صاحب ويني چې هغوی تعمېران جوړوي؛ د خپلي ولسوالۍ قومندان ويني چې په شپېته لکه، سهار ښځه غواړي او مازديګر يې واده کوي؛ نو دی ليونی دی چې په دولس زره افغانۍ باندي ځان وژني؟
عسکر بيا څه وایي؟
هغه وايې چي ته مې بزي وژنه، زه به دې روژي خورم؛ هغه هم بيا په اصطلاح باندي هغه صداقت چې بايد وکړي، نه يې کوي.
ستانګزی: خو خير سرتیري، خو هغه دی خپل صداقت لري؛ عملآ جګړه کوي او قرباني ورکوي.
قهرمان: يو ځان خطا ايستل دي چې موږ يې خطاباسو او يو دادی په اصطلاح باندي چې موږ په واقيعت کي د سرتیرو پر ژوند باندي فکر وکړو.
زما په نظر باندي، زما د وطن لپاره يو لک عسکر پکار دي؛ ولي سم په کار دي، د هغو ضروت بايد سم رفع شي، تر څو دی مطمين شي چې پس له مرګه هم زما د اولادو ژوند جوړ دی، زما په زخمې کېدلو کې هم جوړ دی او که زه برحاله یم هم جوړ دی؛ ولي اوس خو دا حالت نه دی قربان دې شم!
اوس نو په داسې حال کې چې مشران يې له غوا څخه شيدي خوري او کشران يې ورته ګوري؛ بيا نو که دې کشرانو ته د ملت ستونی په لاس ورغی، د ملت ستونی کښېکاږي او که مرمۍ – مرمۍ په لاس ورغله، مرمۍ په ولاکه که درپرېږدي چې خرڅه يې نه کړي.
ستانګزی: ولسمشر څه ويل، څه ژمنه يې وکړه؟
قهرمان: دا ټول شيان مې د ولسمشر پر ميز کښېښول، دا مې د وزير صاحبانو پر ميز کښېښول او ورته ومې ويل چې وه خلکو!
ستاسي د جنګ جرړه ما پيدا کړه، مشکلات مو دغه دي؛ که تاسو دا مشکلاتو ته د حل لاره غواړئ، ما ته موقيع راکړئ چې زه کار اهل کار ته وسپارم
ستانګزی: يعني د پوځيانو مديريت مو غوښت چې بدل يې کړی؟
قهرمان: بکل – بلکل؛ هغه څوک چې خدای پېژني، هغه څوک چې وطن پېژني او هغه څوک چې حب د وطن لري هغه ته دا موقيع ورکړئ چې د امکاناتو څخه اغيزمنه ګټه پورته کړي؛ که مو همداسي وکړل، زه تاسي ته خط درکوم چې په شپږ مياشتي کې په ټول هلمند کې جنګ ورکيږي.
ستانګزی: نو دوی څه وایي، دوی غواړي دغه کار؟
قهرمان: خوله يې چپه ده! خوله يې چپه ده! دغه جواب بايد دوی ورکړي چې ولي چپ ياست؟
که زه اضافه خبره کوم، زه غلط ږغيږم، لطفآ دې ما وغواړي چې جباره ولي اضافه خبري کوي؛ تا خو موږ ته دا شيان ندې راوړي؟
ولي که ما دا ټول راوړي وي، ددې دواړو طرفو ظلم مې راوړی وي او ددې ملت مظلوميت مې راوړی وي، ددوی پر ميز مې ورته ايښی وي او دی ورته چپ ناست وي؛ په اصطلاح باندي صرف دې ته خوشحاله دې چې ولا پلانی ښه سړی دی.
زه درته وايم موږ د ډاکتر صاحب اشرف غني سره، دا څو ورځي مخکې هلمند ته سفر درلودی؛ هلته دا قومندان دقول اوردو چې عمر يې هم تر دا ډاکتر صاحب اشرف غني کم ندی ، که وي هم، نو يو دوه کاله به يا کم يا به زيات وي او يا به يې همزولی وي؛ دې کس پر ځای ددې چې هغه نظامي رسم تعظيم وکړي، دی راولاړ شو د ډاکتر صاحب اشرف غني لاس يې مچ کړ.
اوس نو فکر وکړئ چې يو سړی خاين نه وي، يو سړی چې کمزوری نه وي، يو سړی چې ضعف ونه لري؛ تا لېدلی دی چې په دغه سن و سال باندي، په داسې حال کې چې يونيفورم دې هم په تن وي او منصفدار دې هم وي او دی دې راولاړ شي د چا لاس دې مچ کړي؟
شفق: تاسي په پارلمان کې د هلمند، د خلکو استازی هم ياست؛ ددغې خبري د راپورته کولو لپاره مو په پارلمان کې کله هم بحث کړی دی؟
قهرمان: وسړيه!
د پارلمان له وسيلي مې کار اخستی دی، مستقيمآ تللی يم، د خدای روی، د قران روی او د پيشوا روی؛ دا ټول مې ورته نيولي دي.
ما ورته ويلي دې چې که زه ليونی، نو ما بوځئ ديوانه خاني ته، که اضافه ږغيږم ما بوځئ په زندان کې مې واچوئ او که پر حق ږغيږم، نو خدای ته وګورئ، قران ته وګورئ ددغه مظلوم ملت له غاړي چاره پورته کړئ.
يوه په سپينو کالو کې د يوې خوا چاړه پر ايښي ده او بل د بلي خوا څخه پر ايښي ده؛ دوی مو له کوره پېراره کړي دي، تاسي يې په کورو کې ګرځئ او يو هم د خدمت ناري ورته وهئ او بل هم د خدمت ناري ورته وهئ.
نه ته خدمت ورته کوي او نه دی خدمت ورته ورکوي.
ورکړئ دې ملت ته مينه ورکړئ!
دا جنګ جعلي دی، دا جنګ پر دې ملت تحمېل شوی دی، خصوصآ پر موږ هلمنديانو دا جنګ تحمېل دی؛ موږ يې د بدبختۍ کندي ته واچولو.
اوس يو جنرال رالېږي، ول ته ته ولاړ شه عمليات وکه، په سروان کلا او سنګين کې امنيت تامېن که؛ دی رالی لس زره کورونه یې د خلکو ور وران کړل.
ولي کورونه وراني وي، وسړيه؟
ولا دا د سړک غاړي ته نږدي، په دې خاطر يې ورانوم چې زه امنيت تامېن کړم.
وسړيه!
دا تا په کم مکتب کې ويلي دي چې سړی د ولس امنيت تامېنوي کورونه دې ور ړنګ ګړي؟
سړی چې د ولس امنيت تامېنوي، کورونه يې نه ور ړنګوي؛ کور يې ورجوړوي، امنيت يې ورتامېنوي، شفخانه ورته جوړوي، مکتب ورته جوړوي.
دا بيا کم مکتب وو چې تاته يې ويلي دي چې ځئ ولاړ شئ د خلکو کورونه د امنيت راوستلو په موخه ونړوئ؟
نو خو بيا ولاړ شئ پر دا خلکو باندي ګاز استعمال کړئ، بيا خپله امنيت تامېنيږي؛ بيا به ځي او راځي، خپل ټانګ کې به خپلي سندري وايي.
انډيواله!
شترېنګ يې، د داسي خلکو په لاس ورکړی دی چې بغير له دې څخه چې غلا او ناروا پيژني، بل هيڅ هم نه پيژني.
کاشکي چې دوی مينه د وطن پيژندلی او دده بچيان هم نن داسي سرګردانه وی؛ لکه د نادعلي، مارجي، ګرمسير او سنګين خلک چې سرګردانه دي، دغسي دده کور هم رنګ شوی وی، بېلدوزر ورته ولاړ وی او يو چا ورته ويلي وی چې زه دلته امنيت تامېنوم؛ په همدې خاطر ستا کور ړنګوم؛ بيا به ده، دا درد احساس کړی وی.
ولي بدبختانه چې ددوی بچيان په خارج کې تحصيل کوي او په لوکسو کورونو کې پراته دي او د بل په زامنو يې شين غوبل جوړ کړی دی.
ستانګزی: ډيره زياته مننه کوم، په هلمند کې د افغان پوځيانو اوپراطيفي قومندان او د ولسي جرګي غړی، ښاغلی جبار قهرمان چې سټېډو ته راغلی، مننه کوم.
بدلون اوونيزه/دوهم کال/۳۸ مه / پرلپسي ۹۰ مه ګڼه/چهارشنبه/ اسد /۲۰/ ۱۳۹۵
که څه هم د هلمند د جګړی د اوږدیدو او غځیدو به نور لاملونه هم وی خو د یو موثق محلی منبعی نه می دا معلومات ترلاسه کړیدی چی وایی :
د هلمند د لوا قوماندان جنرال نورعالم نومیږی او په خټه د ننګرهار خوګیانیوال دی نوموړی تیره موده د هلمند څخه چی کله په رخصتئ کابل کی خپل کور ته راغلی ؤ نو په پټه یی د خوګیانیو ( بیار) سیمی ته چی پلرنی کلی یی دی سفر کړی ؤ او هلته یی د پاکستانی جنرالانو سره چی په شخصی جامو کی د میلمنو په شکل د طالبانو سره راغلی وو او جنرال صیب نورعالم ورته څو دانی پسونه هم حلال کړی وو د میلمستیا په ترڅ کی یی پاکستانی جنرالانو ته د هلمند د جګړی نقشه او ټول محرم اسناد افشاء او ورکړی دی پاکستانی جنرالانو له ځان سره راوړلی پیسی هم ورته ډالئ کړیدی او وسلی یی هم ورته ورکړیدی ترڅو د طالبانو د تقویی لپاره تری په خوګیانیو کی کار واخلی نو ګرانو وطنوالو چی زموږ د لوړ رتبه جنرالانو دا حال وی نو زموږ په وطن کی به څرنګه امنیت راشی .
Chat Conversation End