د سنبلې پر ۱۵- مه د اقتصادي عالي شورا غونډه د ولسمشر اشرف غني په مشري جوړه شوه او د نورو اقتصادي مسایلو تر څنګ، د افغانستان پر اوبو و انرژۍ هم پراخ بحث وشو؛ د بحث مرکزي ټکی د هلمند د کجکي بند دوهم فاز او زینداور کانال وو.
ښاغلي غني وویل چې د کجکي بند د دوهم فاز په تکمیل سره به ۱۸ میګاواټه برق زیات شي او د دغه بند مجموعي ظرفیت به ۱۵۱ میګاواټه ته لوړ شي؛ نوموړي د دې تر څنګ د زینداور کانال جوړېدو د امنیت له پاره د ۴ میلیون ډالرو د تخصیص خبره هم وکړه، دا هغه نېکمرغه پروژه ده چې له ۶۰ کالو راهیسي د شمالي هلمند اوسېدونکي ور ته انتظار دي.
په هلمند کې د دې سترو اقتصادي پروژو په باب، په داسې حال کې په لوړه حکومتي کچه خبرې کیږي چې دا وخت هلمند ولایت د بشري ناورین تر بریده د خونړي جنګ فاجعې را لاندي کړی دی او ګاونډی ولایت روزګان هم له ورته بحران سره خپړې لګوي.
هغه د جهان په سطحه دوهم متفکر د ډېرو جالبو، علمي و عملي طرحو لرلو سره- سره هم ناکام بریښي، دا ځکه چې دی د داسې یوه هیواد ولسمشر دی چې څلورنیمې لسیزې د ډېر ژور و مبهم جنګ په لوخړو کې راګیر دی، له هر چا څخه لار و ګودر ورک دي او دا متفکر ولسمشر یې هم ګنکس کړی دی؛ له جنګي نسل څخه د وطندوستۍ احساس ورک شوی دی ځکه له خپل دغه بېساري مشر سره د وران وطن د ودانۍ په چارو کې، نه یوازې مرسته نه کوي، بلکې لا یې له پښو خاورې باسي او هغه څوک یې د ناکامولو هڅې کوي چې ده خپله پر دندو ګومارلي دي، چې یوه ښکاره بېلګه یې د هلمند اداره ده.
په هلمند کې هر ملکي و نظامي چارواکی، پرته له دې چې لږ د شرم و خجالت احساس هم وکړي، په داسې حال کې یو بل، لکه د ګور چینجي سره خوري چې هلته غونډ هلمند د سقوط له ګواښ سره لاس و ګرېوان دی، لاعجیبه خو لا دا چې د سقوط سُرناوې یې هم خپله دوی ږغوي.
موږ په دې باور یو، که په ولایتي چارواکو، ولایتي شورا او امنیتي مسؤلینو کې یو لږ هم د خواخوږۍ احساس پیدا شي، له خپلمنځی اختلافاتو څخه لاس واخلي، سره همږغي شي، د خپل هیواد له پاره د خپل کارګر او متفکر رئیس جمهور همکار شي، نو هم به موجود بحران یو مخ ختم شي، هم به مو وطن د پرمختګ پر خوا ګامونه واخلي، هم به مو ولس د آرام او عزت خاوند شي او به دغه چارواکي په تاریخ کې د اتلانو په نوم یاد شي.
هیله ده چې نور مو په چارواکو کې د سړیتوب احساس او عقل پیدا شي او داسې کړنې وکړي چې نتیجه یې د افغانستان پرمختګ او ملي عزت شي، نه د پاکستان او تروریزم حمایت.
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/دوهم کال/۴۲ مه / پرلپسي ۹۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ سنبله /۱۷/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *