په دې شپو- ورځو کې هلمند ولایت د سقوط تر بریده د جنګ په جهنمي اور کې را ګیر دی؛ د دې جنګ عوامل د کارپوهانو له خوا بېلا بېل ښوول کيږي، لکه د هلمند پراخه جغرافیه، له ترهګر پاکستان سره اوږده او بې کنټروله پوله، د تاریاکو کر، پروسیس او قاچاق، طبیعي زېرمې، د غلو، غاصبینو او زورواکو توپکیانو د شخصي ګټو لپاره ناروا ناندرۍ، د ملکي و امنیتي چارواکو تر منځ نه همږغې، د هلمند اوبه، شرموونکي او جاهلانه قومي اختلافات، د تنظیمي شخړو زهر، بې کفایته وکیلان، تر غوږو و سږمو پورې په فساد کې ډوبه اداره، په ملي وحدت حکومت کې د واک د وېش پر سر د سپین سترګۍ تر سرحده کشمکش او….
دا به ډېره غیر منطقي وي چې د هلمند د بحران او انساني فاجعې پړه د هغو عواملو پر غاړه ور واړول شي چې هغوی هیڅ ډول قانوني، مدني او بشري برید- پولو ته احترام نه لري، تعهد نه لري، نه یې په وړاندې د کوم الزام احساس کوي او نه هم له هغوی سره د قانوني و حقوقي چینلو له لارې سوال و جواب کېدای شي؛ مثلاً، له طالب، قاچاقبر، پاکستاني یرغلګر، چیچنیایي تروریست، ازبکستاني ترهګر، عرب جګړمار، نظام ضد حزب اسلامي، وحشي داعش او بل و بل سره به د کوم اخلاقي، قانوني یا حقوقي نړیوال الزام او هوکړه لیک پر اساس حساب و کتاب کوې؟
شک نشته چې د تاریاکو کار و بار د کورنۍ، سیمه ییزې او نړیوالې مافیا مشترک ارزښت دي، په دې کې هم شک نشته چې په دې مافیا کې د سیمییزو و نړیوالو بشردوښمنو عناصرو تر څنګ، همدا د ملي وحدت حکومت لوړ پوړي و ټیټ پوړي چارواکي، مجاهدین او مفسدین مخامخ او غیرمستقیم شراکت لري، اوس له دې مافیا څخه، هغوی چې پردي دي او حکومتي چارواکي نه دي، نه څوک ګیله کولای شي، نه یې پر غاړه کوم حقوقي و قانوني مسؤلیت اچول کېدای شي؛ نه هم ور سره د بحث ور پرانیستل کېدای شي؛ دلته د مسؤلیت ګوته مخامخ مشخصو حقوقي- قانوني مراجعو ته نیول کېدای شي چې د ولس په وړاندې ژمنتیا و رسالت لري، ادرس یې مالوم دی، نړیوالو په رسمیت پېژندلي او ور سره بحث کول د منطق تقاضا ده.
په هلمند کې ادارې فساد او د ملکي- نظامي ادارو تر منځ نه همږغي هغه اساسي عامل دی چې باید حساب او تمرکز پر وشي.
نور نو د مرکزي حکومت لپاره د لوی شرم او نه جبرانېدونکي خجالت خبره ده که له دومره ښکاره فساد، بې کفایتۍ، نه همږغۍ، څرګندو درواغو او مسلسلو خیانتو سره –سره، بیا هم په وازه خوله یا بې تفاوتي سره د حالاتو غموونکې ننداره کوي؛ دا د حکومت حتمي مسؤلیت دی چې پېژندل شوی دولتي غله، غاصبین او مفسدین د حساب و کتاب میدان نه راکش کاندي؛ د زورواکو او قومي معامله ګرو بدنامې او خونړۍ لوبي رسوا کړي؛ هغه وکیلان، قومي مشران او مخور، چې د ولس د وینو او اوښکو په قیمت د خپلو ناروا ګټو لپاره د ملت او دولت تر منځ فاصلې ایجادوي، د خلکو روحیه ځپي، حکومت او امنیتي ځواکونه- کمزوري معرفي کوي او په دې توګه تروریستانو ته د مورال ور کولو احمقانه کمپاین کوي، دوی باید د قانون پنجرې ته واچول شي؛ اوس ټول پوهېدلي چې کار ډېر د پردو نه بلکې خپلو له لاسه خراب دی.
د والي حیات الله حیات مسؤلیت یوازې په دې نه اداء کیږي چې خپله فیسبوکپاڼه فعاله وساتي، خپل عکسونه خپاره کړي او رشتیا و درواغ سره ولړي او نه هم په دې بچګانه اکټو سره د هلمند مسئله اوارولای شي بلکې نوره یې هم سره پېچي؛ د هلمند د ولایتي شورا مشر کریم اتل هم پر حکومت په بې منطقه انتقاداتو سره خپل محبوبیت نه شي زیاتولای ځکه دی په دې ډول بیاناتو سره د دوښمن پر ژرنده اوبه ور ایله کوي.
حکومت په هر صورت اصلي مسؤل دی، باید خپل مسؤلیت په ایمانداري اداء کړي که نه ملت او دولت به یو ځای غونډ سره غرق شي.
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۳۸ مه / پرلپسي ۹۰ مه ګڼه/چهارشنبه/ اسد /۲۰/ ۱۳۹۵