انګليسي ليکنه: نجيب الله ازاد

تر ۲۰۰۲ م کال وروسته تر ټولو ډېر مصرفي، اوږدې او پېچلې جګړې پر وړاندې له ملي او نړیوالې مبارزې  څه زده کولای شو؟ په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د افغانستان او نړيوالو تر منځ  پر ترينګلو اړيکو،غلط سياست او  شخصي ګټو باندې رڼا واچول شي. د دېتحليلاساسي هدف دا دی چې لوستونکي دهلمندد اوسني کړکېچ  يو شفاف او روښانه انځور ولري.

د هلمند د جګړې کيفيت، عوامل او حل لارې پوره روښانه دي،خو د امريکا متحده ایالتونو، برېتانيا او افغان حکومتافغان ملت ته د دې جګړې کاذب او مصنوعي انځور وړاندې کړی  چې يو ستر لامل يې د مخدره توکو  مافيا ده.

د هلمند نا امني هغه وخت پيل شوه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي شېرمحمد اخوندزاده د هلمند د والي په توګه وټاکه او بيا په ۲۰۰۵م کال د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول چې دې کار هلمند نور هم د يوه لوی ګړنګ پر څنډه ودراوه.  د ولسي جرګې وکيلانوله لومړۍ ورځې څخهله خپلو صلاحيتونو څخه ناوړه ګټه اخيستل پیل کړل چې دې کار د هېواد په اکثرو ولايتونو، په تېره بيا هلمند کې ناقانونه وسلوالې ډلې وزېږولې، پر دې سربېره د ملي يووالي  حکومت خپل منځي اختلافاتو دا کړېدلی ولایتنور  هم خوږمن کړ.

پخواني ولسمشر حامد کرزي  شېرمحمد اخندزاده د  لوړ استعداد يا تصادف له مخې نه و غوره کړی، بلکې يوه شعوري هڅه وه چې هدف يې په جنوب غربي ولايتونو کې د مليشه يي، سياسي او اقتصادي ځواک جوړول و. شېر محمد اخندزاده په وار وار ويلي چې د ده د ماموريت  پر مهال ناټو او  نړيوالو ځواکونو پر هلمند يو بم هم نه دی غورځولی، يو ملکي سړی يې نه دی وژلی او طالبانو هغه مهال دا زور نه درلود چې د هلمند يوه ولسوالي هم ونیسي.  (ار, ۲۰۰۸)

که څه هم د اخوندزاده صاحب دا خبره په ښکاره سمه برېښي، خو  که لږ ورته ځير سو په دې ادعا کې دوه  متضاد ليدل کېږي.يو دا چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د نوي حکومت په لومړيو څلورو کلونو کې يوازې په هلمند کې نه، بلکې په ټول هيواد کې امنيت و . زه خپله په ۲۰۰۷  م کال کې څو واره  له کابل څخه کندهار ته په خپل موټر کې يوازېتللی او بيرته په هماغه ورځ  راغلی يم. دوهم دا چې نړيوالو  نظامي ځواکونو د ۲۰۰۶ م کال د پسرلي په مياشت کې په هلمند کې خپل پوځي ماموريت پيل کړ چېاخوندزاده صاحب څو مياشتې دمخه په دې تور له خپل مقام څخه ليري شوی و چې د تارياکو په کاروبار کې لاس لري.

اخوندزاده صاحب هغه مهال ښه فرصت درلود چې په هلمند کې د بيارغونې او پراختيايي پروژو په برخه کې د پام وړ کارونه وکړي، خو ده نه يوازې دا چې د هلمند ودې او بيا رغونې ته هيڅ پام و نه کړ، بلکې خپلو وسله والو ته يې اجازه ورکړې وه چې څه يې زړه غواړي هغه وکړي.دې ملېشو نه يوازې دا چې د ولس په زړونو کې وېره واچوله، بلکې ځينې خلک يې په ښکاره او پټ ډول ووژل او د تارياکو کاروبار خو يې د هلمند ټولو خلکو ته معلوم دی، آن دا چې په خپل کاري دفتر کې يې لسګونه زره ټنه تارياک وموندل شول او باالاخره ښاغلی کرزی د نړيوالې ټولنې د فشار له امله دې ته اړ شو چې هغه له دندې ګوښه کړي. په داسې حال کې چې افغان حکومت او نړيواله ټولنه په افغانستان کې له تارياکو سره په مبارزه بوخته وه،  اخوندزاده صاحب د تارياکو د غير قانوني کاروبار له لارې څو مليارډه ډالر جېب ته واچول.(ار, ۲۰۰۸)

اخندزاده صاحبپه ۲۰۰۹  م کال کې له نيويارک ټايمز سره په يوه مرکه کې ومنله چې د تارياکو په قاچاق کې يې لاس درلود.(الېزيبت, ۲۰۰۹)

په هلمند کې د تارياکو کښت او قاچاق د بېوزلو هلمنديانو پر دسترخوان ډوډۍ اضافه نه کړه، بلکې يوازې يې د  اخوندزاده صاحب او هغه د قبيلې او خاصو ملګرو جېبونه له ډالرو ډک کړل. د اخوندزاده صاحب ملېشو به په هلمند کې الکوزي، اسحاق زي، نورزي او بارکزي قبايل د تارياکو کښت او قاچاق ته نه پرېښوول او ويل به يې چې دا غير قانوني کار  دی، خو د ده خپله قبيله ( عليزي) له دې قانون څخه معاف وه، همدا دليل و چې خلک له دې دوه مخې چلند څخه ناراضه او حکومت له ملاتړ څخه يې لاس واخيست چې د هلمند زوال له همدې ځايه پيل شو. (راډيو, ۲۰۰۴).

کله چې اخوندزاده صاحب له هلمند څخه ګوښه شو، نو  خپل قوماندانان يې د هلمند په بېلابېلو ولسواليو کې ځای پر ځای کړل، هغوی هلته سيمه ييزې ملېشې جوړې کړې او د خلکو په ځورولو يې پيل وکړ.  دا ملېشې ظاهراً په دې پلمه جوړې شوې چې د ولسواليو امنيت ساتي، خو هغوی داسې نادوده کارونه وکړل چې طالبانو ته د مداخلې زمينه برابره شوه او باالاخره نتيجه يې دا شوه چې نن د افغانستان د نظامي ځواکونوپه مخ کې يو ستر خنډ دی.

د هلمند دناامنۍ دوهم پړاو  د ۲۰۰۵ م کال د ولسي جرګې تر انتخاباتو وروسته پيل شو.په ولسي جرګه کې هلمندي وکيلانو هلمند په خپلو منځونو  کې سره ووېشه.  د رئيسانو له استخدام څخه نيولې بيا تر ولسوالانو او امنيې قوماندانانو پورې ټول پوسټونه يې تر خپل منځ سره ووېشل. په دې وېش کې خانشين ولسواليعبدالولي عليزي ته  په وېش کې ورسېده چې پخوا د اخندزادګانو موټروان و.  ګريشکولسوالي معلم ميرولي واخيسته، موسی کلا او کجکي ولسوالۍاخندزاده ګانو ته په ونډه کې ورسېدې.  سنګين د هاشم الکوزي په برخه سو. د ګرم سېر او ناد علي ولسوالۍنسيمې نيازۍ ته په اجاره ورسېدېچې په دې وېش کې د هغه وخت مرکزي حکومت هم لاس درلود او يا لږ تر لږ ه له دې وېش سره موافق و.  په دې اړه بې شمېره ثبوتونه شته چې يوه بېلګه یې د نسيمې نيازۍ له لورې يو داسې چاته جنرالي اخيستل وه چې تر  ۱۳۸۵ ه ش کال پورې يې موټر فروشي درلوده. دا په اصطلاح جنرالمحمد ويس سليمي نوميږي چې اوس د اغلې نسيمې نيازۍ  په سپارښت او ملاتړ  د روزګان ولايت د امنيې قوماندان دی.

راجيو چندرسېکارن د( کوچنی امريکا)په نوم يو کتاب ليکلی او په  ۲۰۱۲ م کال کې چاپ شوی دی. دا ليکوال د اخوندزاد صاحب په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي څرګندونې داسې را نقلوي : (( ايا دا به ښه وي چې ستا د ټيم يو غړی قاچاقبر او که د طالبانو ملګری وي؟ )) د ښاغلي کرزي دا ډول دريځ  پر دې دلالت کوي چې ده اخندزاده صاحب ځکه د هلمند والي وټاکه چې هغه یوازې د تارياکو کاروباري او تر هغه وړاندې د طالبانو مخالف و، خو داسې ډول دريځ غوره کول يا خو د کرزي صاحب سياسي کمزوري ښيي او يا يې شخصي ګټو دا ايجابول چې د تارياکو د قاچاقبرانو ملاتړ وکړي او هلمند په لوی لاس د بلا په خوله کې ورکړي، ځکه همدا قاچاقبران وو چې د خپلو قاچاقو د خونديتوب لپاره يې په يوه او بل نوم  له طالبانو سره لاس يو کړ او عام هلمنديان يې پر سره اور کښېنول.

د هلمند په ناامنۍ کې بل ستر  لامل د اوسني او پخواني ولسمشرانو  تر منځ ناسالم  رقابت دی.ولسمشر غني ارګ ته له  ننوتو سره سم له دقيق پلان او مطالعې پرته  د جنوب غربي ولايتونو تصفيه پیل کړل، خو دې ته يې پام نه و چې دا ولايتونه د ښاغلي کرزي د نفوذ ساحه ده او ښاغلی کرزی د اوسني حکومت  لپاره يو ستر ګواښ بلل کېږي. د سياسي برياوو د لاس ته راوړلو لپاره کړندي بدلونونه راوستل، په تېره بيا جنوب غربي حوزه کې ګوتي وهل ښاغلی کرزی راوپاراوه چې دا دی نتيجه يې موږ وينو.

د ولسمشر د ځانګړي استازي  يا د هلمند د اعلی سر  قومندان په توګه د عبدالجبار قهرمان استول يوه بله نه جبران کېدونکې اشتباه وه. جبار قهرمان هغه څوک دی چې په تېره يوه لسيزه کې یې تل ښاغلی کرزی او د هغه ملاتړي غندلي او ټکولي دي چې داسې يوه ځای ته د ښاغلي قهرمان لېږل طبيعي خبره ده چې د ښاغلي کرزي  مخالفت راپاروي. د قهرمان تر استولو وروسته د ښاغلي کرزي ملګرو د هلمند ساده کليوالو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول وويل چېدا هغه پخوانی کمونست قهرمان دی چې د شوروي اتحاد د اشغال پر مهال ستاسي له پلرونو او اوس د امريکا د اشغال پر وخت ستاسې سره جنګېږي او وژني مو.

د ملي وحدت د مشرانو تر منځ اختلاف هم د هلمند په ناامنۍ کې ستر نقش لري.  که څه هم  ولسمشر غني په هلمند کې د نظامي قواوو د مديريت لپاره ځينې ګامونه پورته کړل، خو دې ګامونو نه يوازې دا چې هيڅ ګټه و نه کړه، بلکې هلمند يې نور هم د تباهۍ کندې ته واچاوه.د

( ۲۱۵ ) نمبر قول اردو عمومي قومندانمحمد معين فقيرکمزوري مديريت، بدنيت او شخصي  ګټو ته ليوالتيا په هلمند کې ناامني نوره هم ډېره کړه.  د ښاغلي قهرمان مرستيال جنرال محمد ایوب رېګوال وايي چې محمد معين فقير د (۲۱۵) نمبر قول اردو تېل او مهمات د پيسو په بدل کې د حکومت پر مخالفينو پلوري.(رېګوال, ۲۰۱۶).

د ملی وحدت حکومت د مشرانو د اختلاف له امله په دفاع  وزارت کې لوړپوړي چارواکي پر دوو لويو  ډلو (غني او عبدالله) باندې سره وېشل شوي دي. د هلمند په  قول اردو کې هغه قومندانان چې د ولسمشر غني له خوا مقرر شوي د ډاکټر  عبدالله د پلويانو له خوا پر سر وهل کېږي يا لږ تر لږ  همکاري نه ورسره کېږي او د ډاکټر عبدالله ملګري هم د ولسمشر غني له مخالفتونو سره مخامخ دي.

زما په ګډون ډېری افغانان په دې باور دي چې د ولسمشريزو ټاکنو اصلي  ګټونکی ښاغلی اشرف غني و، خو  دا په خپله ښاغلیغني و چې سياسي مصلحتونه يې تر قانون لوړ وګڼل، نو کله چې دډاکټر غني له خوا دوې خويندې پر يوه ورور حساب شوې، اوس د بشري، اسلامي او افغاني دود له مخې دواړه مشران مسئولیت لري چې ملي ګټې تر شخصي ګټو لوړې وګڼي. زه د یوه ډېر دردېدلي او کړېدلي افغان په توګه د هر هغه پلان ملاتړ کوم چې د ټوپکسالارۍ او زورواکۍ  له منځه وړلو سبب ګرځي، خو  دا پلان  د خپلو هلمنديانو، کندزیانو، ننګرهاريانو، بدخشانيانو او بغلانیانو د وينو په بيه نه شم منلای. موږ وليدل چې څرنګه سل تنه طالبان يوه ولسوالۍ په څو ورځو کې نیسي، خو بيا  همدا حکومت دی چې د يوې اوونۍ په بهير کېله لاسه وتلي سيمې بېرته نيسي.حال دا چې دفاع تر تعرض څو برابره  ارزانه اواسانه تمامېږي.

دلته پوښتنې پيدا کېږي چې څنګه او ولې؟ د دغو پوښتنو ځوابونه ډېر روښانه او ساده دي او هغه دا چې د ملي يووالي حکومت واک پر دوو برخو وېشل شوی دی. کله چې له يوه لوري ګمارل شوی نظامي افسر په جګړه بوخت وي، نو  د بل لوري ډله يې ملاتړ نه کوي، خو کله چې ولسوالۍ يا ولايت  سقوط وکړي، نو دواړه  ډلې ځکه يو د بل ملاتړ کوي چې که دا لړۍ دوام ومومي، نو نه به دوی او نه به هم د ملي وحدت حکومت پاته شيچې دا ډول دريځونه په مجموع کې پر شخصي ګټو دلالت کوي.

تر اوسه يوازې هغه ولسوالۍ او ولايتونه له سقوط سره مخ دي چې د شخصي ملېشوو تر ولکې لاندې دي. د بېلګې په توګه پکتيا يادولای شو. په تېرو پنځلسو کلونو کې پکتيا تل تر ټولو افراطي ډلې حقاني شبکې د جګړې مرکز پاتی شوی دی، خودا ولايت يو وار هم د سقوط له ګواښ سره نه دی مخ شوی، ځکه چې په دې ولايت کې موازي وسله والې ډلې او ملېشې نشته، خو  برعکس، کندز چې د ولسي جرګې د رئيس عبدالروف ابرهيمي او نظارشورا  د ملېشو له خوا اداره کېږي يو کال وړاندې سقوط شو او اوس بيا هم له سقوط سره مخ دی. ننګرهار د ظاهر قدير، هلمند د اخندزادګانو او وکيلانو، بغلان او سرپل  د جنرال دوستم او بدخشان  د شمالي ټلوالې د ملېشوو له خوا اداره کېږي چي له امنيتي پلوه له  جدي ګواښ سره مخ دي. پر دې سربېره  د ولسمشر او اجرائيه رئيس تر منځ خپلمنځي اختلافات او ناسالم رقابت هم د هلمند په سقوط کې د پام وړ رول لري. کنه نو يو  څو زره  طالبان د دې توان نه لري چې د څه کم څلور سوه زره مجهزامنيتي ځواک پر وړاندې وجنګېږي، خو په نظام کې دننه او له نظام څخه دباندې همدا فاسدې څېرې او کړۍدي چې د هلمندپه ګډون ولسونه يې  قربانيان دي.

ماخذونه

ار, ډ. ا. (۲۰۰۸, مارچ ۰۳). د جګړې او سولې په موخه اداره. Retrieved from د ډپليو ای پي ار وېبپاڼه: https://iwpr.net/global-voices/helmand-ex-governor-joins-karzai-blame-game

الېزيبت, ر. (۲۰۰۹). د کرزي تاو او پېچونه.نيويارک: نيويارک ټايمز.

راډيو, د. ب. (۲۰۰۴). په هلمند کې پر مخدروه توکو جګړه.لندن: بي بي سي راډيو.

رېګوال, ج. ا. (۲۰۱۶, اګسټ ۱۲). د هلمند قل اردو قومندان فاسد دی. (ن. ا. ازاد, Interviewer)

2 thoughts on “د هلمند د جګړې تر شا يوه بله جګړه/ ژباړه: عبدالنافع همت”
  1. هم دا مو حال دې رنګ ددې خاېنانو ورک شې که چېرې زه دې ولاېت قوماندان واېې او ېا شم هلته دا غله وکېلان هلته راتلو نلرله نه لرېلې شې او نه به ېې ولرې او که بېا راشې ددوې ځاې زندان او بېرته تګ نشته افسوس چه هلته نېم

  2. ماته دا وطن حاصېت دې ناموس لرې مګر دا وطن ډېر ګران دې زه کورېنو چارو وزارت پخوانې افسر ېم او س ترکارې دوکان لرم او ورځې ۲۰۰ افغانې ګټم او حلالې مګر خاېن غل او قاتل فاسد رشوت اخستونکې نه ېم ځکه مه قسم خوړلې دې او دا ټول غله ېو ېو پېږنم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *