شريف الله دوست

څوارلسمه برخه

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۸) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۱۲\ ۱۳۹۴

اتم څپرکی

سنګين (تګين + اباد) دتاريخ او جغرافيو پرپاڼو

په تير پسی..

پردې بنسټ بايد ووايو چي په لومړي هجري پيړۍ کي دفتوحاتو او غزاګانو راويان داځای نه پيژني،که به و هم ځانګړی شهرت يې نه درلود او يا به هغه وخت په بل نامه يادېده.

دتګين اباد له کلماتو څخه داجاج اخيستلای سو چي داښار به درېيمه اوڅلورمه هجري پيړۍ کي شهرت موندلی وي،ځکه څه نومونه چي دهغه په پای کي د تګين ورستاړی راغلی،لکه الپتګين، علی تکين، (بايتګين+زمينداوري)،غزنوي دوره کي د(دزينداور والي) اوداسي نور دساماني دورې په وروستيو او غزنوي دورې په لومړيو کي شهرت او تعميم موندلی دی ، دعلامه حبيبي په ويناچي دڅلورمي هجري پيړۍ له پيله څخه تګين شتون درلود په ويناچي ماته معلوم نه و ،ځکه زما مدارک اومعلومات دهغو کتابونو څخه دي چي په دې عصر او محيط کي لاس ته راغلي دي، هغه روايات چي دتګين اباد شتون په درېيمه هجري پيړۍ کي په ثبوت رسوي هغه دطبقات ناصري جوزجاني دی چي وايې:

((…….. او صفاريان چي کله دنيمروز څخه دبُست او داور(زينداور) ښارپه لور راغلل دتکين اباد امير چي درخج له ښاره څخه و له پښو وغور ځاوه)).

دمنهاج السرا ج له دغه ليکني څخه معلوميږي چي تګين اباد خپل ځانګړي امير او واکمن درلود، يعقوب ليث صفاري(هلمندي) هغه مات کړ او داناحيه يې تر خپل واک لاندي راوستل، که دا روايت يو واحد خبر ونه اوسي کولای سو باور پر ې وکړو.( )

تکنا با د په تاريخ بيهقي کي چي دخواجه ابو فضل محمد بن حسين بيهقي، دغزنوي دربار منشي (۴۷۰هجري مړ) دخپل اثر په لومړي مخ کي دتکنا باد (تکين اباد) يادونه کوي اوليکي: (( دشوال په درېيمه په دوشنبه يې دتکنابا د مريان ياداښت کړل، دمنصور دلښکر احوال چي نن ورځ دلته مېشت دي….) ( )

بل ځای کاږي: (…… دجمعي په ورځ يې په تګيناباد کي دسلطان مسعود په نوم خطبه ولوستل، سلطاني خطيب،لوی استازي او نورټول مخور شخصيتونه دجمعې لمانځه ته حاضر سوي وه، ډير درهمونه او دينارونه يې خيرات کړل… ( )

((….. کله چي موږ له تګينا باد څخه هلته ورسېدوخوښ سو او دغزنين په لور را وګرځيدو.)) .

(…. دکلاپه اخرکي دخپل قوم سره دی او د تګين اباد ولايت اودبُست شنحګي مو دوی ته وسپارل،ترڅو بُست ته داسي خليفه وليږي چي ډېر نيک سړي وي،ترڅو خدمت وکړي.

نوربيا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *