شريف الله دوست
د سروان کلا او سنی جوړښت

سروان دهلمند ولايت يوه ډېره لرغونې او دبشري ژوندانه لپاره ښېرازه سیمه (اوس د سنګین په نوم ولسوالي ده) چي دهلمند په شمالي برخه کي موقعيت لري، دا سيمه اوس د (سروان کلا) په نامه ياديږي هغه چې د ګرشک ” ګرکُشک = دغره پر سر کلا او ماڼۍ ښایي دا نوم د موسی کلا وي او موسی کلا بازار کې دغره پر سرد کلا زاړه دیوالونه اوس هم سته ” او کجکي ترمنځ واقع ده، هغه لاره چې له کندهارڅخه ګرشک ته تللې ده په څلوېښت (۴۰) کيلو مترۍ کي يې سروان سيمه پرته ده او جنوب لوېديځ کي يې دسنګين بازار واقع دی.

ختیځ خوا ته دسروان او کجکي وېش سنګ سوراخ بلل سوی دی بیا تر ګرشک پوري سیمه د لرغوني سروان په حدودو کي راځي البته د تاریخ په اوږدو کي دا حدود پراخ او غوړیدلي وه خو د هیواد د معاصرو اداري تشکیلاتو سره يې حدود توږل سوي دي.

دسنګين موقعيت :

سنګين بازار د ختيځ طول البلد په ۶۴ درجو،۵۰ دقيقو، ۳۵ ثانيو او شمالي عرض البلد په ۳۳درجو، ۳ دقيقو او ۲۱ ثانيو کي شتون لري.

دسنګين او کجکي وېش سنګ سوراخ دی.

د سروان ( کلا) تاريخي‌ شاليد

سروان او يا او سنۍ سروان کلا د هيتومنت (هلمند) په تاريخ کي دپام وړ ځای لري، دسروان يادونه په يو شمېر پخوانيو اثاروکي سوې ده چې دې کي ابن حوقل په خپل اثر( صورت الارض ،۳۶۵هجري) شاوخواکي ددې ځای د ښو او پراخو ميوو يادونه کړې ده او وايې: “خرما او انګور يې زيات درلوده.اضافه کړي يې دي چې داښارګوټی يا سيمه د قرنين په اندازه دی خو تر قرنين( ) آباده او ښېرازه ده، ميوې يې بهر او نورو سيمو ته صادريږي.”( )

په اشکال العالم کي راغلي دي چې زوروان(سروان) تر قرنين کوچنی او فيروز قند ( ) ته نژدې دی او دعماراتو، زراعاتو او زياتو اوبو لرونکی دی.( )

جوزجاني په حدود العالم من المشرق الی المغرب (۳۸۹هجري) شاوخواکي، دخراسان په ښارونوکي پنځوسم ښار(سروان) بللی دی.( )

دسروان خلک يې شوخ،جنګيالي او دعصبيت څښتنان بللي دي. ( )

په قانون مسعودي کي داښار په غلطه سره زردان(سروان) ليکل سوی دی، البته دکاتبانو تيروتنه ګڼل کيږي.

البيروني هم زوران(سروان) دبُست له توابعو څخه بولي، په المهاجر کي ليکي: زابلستان ته نژدي په ډبرو او څاګانو کي دطلامعادن موجود دي او داسيمه زروان نوميږي چي د خثباجي ( ) دکلي ياسيمي په څنګ کي و. په غرو کي يې، سيم، روي، اوسپنه، سرپ، مقناطيس او نور معاد نونه سته.

ګرديزي په زين الاخبار کي( ۳۵۰ مخ)( ) دسرابن کلمه راوړې ده ، په لمنليک کي علامه حبيبي ورسره زياته کړې :

(( په سنسکريټ يې سروان (Sarvan) بولي، دالبيروني په کتاب الهند کي(سرابن) ليکل سوی دی.

سرابن او سراون اوس ساون بولي( )چي دهندوانو دکال څلورمه مياشت ده، خو دزين الاخبار په (۲۰۱مخ)کي (بت ساون) هم راغلی دی.( )

دعلامه رشاد بابا په وينا دسروان کلمه غالبًا د(زوروان)له کلمې سره چي يوه دلمر (رب النوعه وه) اړيکه لري.

ددې کلمې ذکر دمقدسي په (احسن التقاسيم فی معرفت الاقليم) کي راغلی دی، خوداچي په چاپ کي يې يوڅه تيروتنه موجوده ده کتاب کي يې دسروان پرځای (سروستان)ليکلی دی، چي ددې صحيح بڼه په صورت الاقليم کي (ابن حوقل) ظبط کړې ده او هلته د(سروان) په بڼه دی. ( )

په تاريخ سيستان کي چې ليکوال يې نامعلوم دی اوپه (۴۴۵هجري) شاوخوا کي ليکل سوی او داسيمه دبُست له توابعو څخه ګڼي .

دسروان ذکر په نورو عربي جغرافيو کي هم راغلی دی لکه دبلاذري(فتوح البُلدان)او مسعودي اثر کي چي راغلی دی.

((له بُست څخه تر سروان پوري، د دوو منزلو لارده))

د سروان د نامه وجه

لکه څنګه چي سروان (زوروان) د داور (زون+داور) سره په يوه جغرافيايي کرښه کي شتون لري،شک نسته چي دسيمو او سېدونکيو به يې ګډي دوديزي او مذهبي اړيکي لرلې او دا نوم هم د لمر يوې رب النوعي ته ورته و.

څه وخت چي تر اسلام وړاندي په (داور) کي خلکو لمرلمانځنه کول او دلمر الهه يې لرل،حتمي ده چي سروان کي به هم دلمر لمانځنه کېدل، اود لمر الهې به سروان کي هم شتون درلود او ددې سيي خلک به لمر پالونکي او لمرلمانځونکي و؛ اوهلته زينداورکي هم دزور يا زوري په نوم دلمرلمانځني الهه وه، په قوي احتمال ويلای سو چي ننی سروان به له آره (زورـ سور+ وان = سروان) چي (زور= سوراو سوريا) يې دلمر الهه او وان يې دپالونکي مانا ښندي( )کومه لويه کلا کي چي دا الهه خوندي وه اوخلک يې عبادت او لمانځني ته ورتلل نو د (زور+وان+ کلا=سروان کلا) نوم يې دعوامو پرخولو مروج سوی دی اوس يې ټول سروان کلا بولي اوپه وروستيو کي ټوله سيمه په همدې نامه ياده سوې ده تردي چې په نامه کي يې دوخت په تيريدو سره بېلابېلي ژبي او لغوي اوښتونونه رامنځته سوي دي، داچي دهغه وخت لمر لمانځني يوه لويه بشري حوزه په برکي نيول،ځکه نو ددې نامه څرک دکابل په سوريا معبد، ملتان، هند او اوسنۍ سوريې په نوم کي هم تر سترګوکيږي.( )

علامه رشاد بابا هم داخبره تائيد وي چي دسروان کلمه هم د (زور+سور+وان =سروان) له کلمې سره چي دلمر رب النوعه وه اړيکه لري. نوپه تکرار وايو چي په څرګند ډول د(سوريا) دنامه څرک په سوريانو چي له همدې سيمي راپوته سوي دی ټينګه اړه لري، لکه مخکي چي ورته نغوته وسوه، سوري،سوريا، سوروان، زوروان، زون + وان ، سون وان او داسي نوري بيلګي چي په اوسني هلمند، هندوستان ،منځني ختيځ، مرکزي اسيا حتی اورپا کي هم ددي نوم اوريښي څرک لګيږي، دبين النهرين(عراق) به ځانونه دلمر زامن بلل او خلکو به ددوی عبادت کاوه، سجدې به يې ورته کولې، دجاپان پاچهانو به هم ځانونه دلمر اولادونه بلل، چين کي هم لمر لمانځه رواج وه ، د (سور) د کلمې ريښه د نړۍ په ډيرو ځايونو کي تر سترګو کيږي ، دسور په نوم يوښار په فرانسه کي شمالي برخه کي شتون لري،سور+آباجا =سوراباجا د اندونيزيا له ښارونو څخه د (کالي ماس) د سيند پر غاړه شتون لري ، سور + ات = سورات په نوم ښار دهند په ګجرات کي سته ، د روسې د اورال په سيمه کي د ايزل سيند پرغاړه د سور + دلوسک يوښار سته . ( )

د سروان نومونه

((داسلامي دورې په تاريخونو او جغرافيو کي))

سروان په تاريخونو او جغرافيو کي په بيلا بيلو نومونو يا سوی دی چي له دې جملې څخه يې څو دبيلګي په توګه را اخلو، ديادوني ده چي لاندي نومونه دکاتبانو دتيروتنو له مخي هم غلط ليکل سوي او ثبت سوي دي، دلته سمي او ناسمي بڼي ټولي را اخلو:

سروان، روذان، زون وان، سون وان، ساون، سرابن ،شرابن، زوروان ليکل سوي او ثبت سوي دي.

د ښه وضاحت لپاره به دسروان څيره داسلامي دورې په تاريخو او جغرافيو کي وګورو: نور بيا…

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۳) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۲۶\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *