۱۵ برخه
اتم څپرکی
او همداسي ليکي:
((…. اودبکتګين استازی يې را وغوښت، فرمان او منشور يې دبُست شحنګي او تکناباد ولايت ته ور وليږل)) . ( )
نو لومړنی کتاب چي د تګين اباد نوم بايد ورڅخه ترڅرګند سوی وای هغه، دحدودالعالم جغرافيه وه، چي يو نامعلوم جوزجاني ليکوال په (۳۷۲هجري) ليکلي ده داکتاب دخراسان دښارونو يادونه په تفصيل سره کوي اودې برخه کی دغور، داور،سروان، بُست، درغښ، بغنين، پنجوايې، کهک او نورو ښارونو يادونه کوي چي ډيری داځايونه همدا اوس هم پخپلو زړو او پخوانيو نومونو ياديږي ، خودې اثر کي يې د تګين اباد يادونه نه ده کړې، له دې سنده دا اټکل کولای سو چي.(۳۷۲هجري) چي سامانيانو زوال اودغزنويانو عروج و هم تګين اباد موجود ياهم مشهور نه و.
دتګين اباد دښار يادونه او شهرت له سلطان محمود غزنوي پيل کيږي.
کله چي سلطان محمودپه کال (۴۲۱هجري) کی په غزنه کي له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې، سمدستي يې امير محمد زوی دهغه ځای ونيو او دمحمودي لښکر سره تګين اباد ته راغی،دې ځای کي دلښکر مشرانو ، مخکښانو او مخور اشخاصو دامير مسعود په پلوي دمسعود کشر ورور دتګين اباد دکوهتيز(کوهټيز،کوټيز دسروان اوسنی کوټيزی؟) کلاکي بندي کړ.
او هرات ته يې دامير مسعود حضورته ليک لېږه دليک له متن څخه څر ګنديږي،چي دکوهټيز کلا د تګين اباد دښار اړوند وه، داچي محمد يې په کلا کي بندي کړ، بکتګين استازي دپنځه سوه سورو سره، دکلا دښارستان په ساتنه ګمارل سوی و او وروسته تردې چي دغزنه د امير لښکر، دامير مسعود په فرمان په هغه پسي هري(هرات) ته رهي سو، اميرمحمد يې له دې کلاڅخه دغور مندېش ته ولېږه، چي دا داستان ابو فضل بيهقي په تفصيل سره راوړی دی.( )
داستاد عبدالرحمن دقول په وينا چي د امير محمد دمطربانو او نريمانو (پهلوانانو) څخه و، هم دکوهيتيز په کلاکي دده سره يوځای و داسي وايې: (…. له ليري يوه دوړه راښکاره سوه امير وويل: هغه ښايې څه شی وي ويل يې نه پوهيږم،هغه معتمدي ته وويل درځه او وتښته…..)
دبيهقي ددې روايت څخه داسي پوهيږي چي دکوهتيز کلاډيره لوړه او پريوه لوړځای واقع ده( ماته د کوټېزو لويه کلا معلوميږي البته اوس يې ځای نومونو کي تغير راغلی دی) اوپه ښار ستان ياديده. دتګين اباد شاوخوا وه،ځکه ياده دوړه د بوبکر دبير دسورو وو چي دتګين اباد څخه دهغه مخالفت په وجه چي دمسعوديانو سره يې درلود، دکرمان او ګرمسير په لور رهي سو او دکلا له پاسه يې دوړه لېدل کيدل. دکوهتيز( ) کوهژ اويا کوهيژکلاچي دبيهقي تاريخ په خطي نسخه کي دصور په اختلاف ظبط سوی دی، ترغزنويانو مخکي هم شهرت درلود، چي په کال (۲۵۲هجري) کی صالح بن حجر ددې ناحيې حکمران و، نوموړی په رخد(رخج)کي سرکښي وکړه، يعقوب ليث صفاري يې جګړې ته راغی، په داسي حال کي چي صالح به کوهژ کلاکی و او هيڅ خبريې نه درلود،يعقوب ليث کلا محاصره څو ورځي يې سخته جګړه وکړه، کله چي صالح باوري سو چي نورنو کلانيسي ځان يې تسليم کړ.( )
نور بيا…
دوست صاحب زه چي کله ستا لیکني ګورم سخت ښه مي پر مغزو باندي لګیږي.