شريف الله دوست

اتم څپرکی

دتاريخ سيستان ناڅرګند ليکوال چي پورتنی روايت ليکلی دی يوازي يې دکوهژ ياکوهتيز دکلا نوم راوړی دی دې ځای کي چي ددې کتاب په پای کي دال کرت دپيښوپه بشپړونه کي دتګين اباد څخه هم يادونه کوي ،لکه:

( آمدن رسول احمد سلطان ( ) که از نسل چنګيز خان بود، وجلوس اوبه بخت ايران، وقوت دادن اسلام ومسلمان شدن او وشريفهاء ګرانمايه فرستادن جهت خداوند ملک معظم نصيرالدينوالدين خلد الله ملکه، چون فرمان وپايژه ( ) وچتر وعلم وطبل وشمشېر وقباء خاص مرصع ونوازش بسيار ومنشور دادن جهت امارت سيستان ونيه وفراه و قلعه کاه وبُست (وتکناباد) وتمامي نواحي رود وعزاز و اکرام فرمودن، درسال ششصدوهشتاد،(۶۸۰هجري) ( ).

دهمدې تاريخ سيستان په بل ځای کي کاږي:

( فرستادن شکر منصور بولايت ګرمسير وحوالي بُست و( تکناباد وجماعتي دردان ورنود را برانداختن وبعضي را قتل کردن وآن ولايت را از آن جماعت خالي ګردانيدن.( )

منهاج السراج جوزجاني هم دامير محمد بن محمود په احوال کي کاږي:دامير مسعود په پلوي لښکر يانو نوموړی (امير مسعود) په تکناباد کي ونيو او بندي يې کړ،طبقات ناصري تګين اباد په درو بڼو ثبت کړی دی(تګين اباد، تکناباد، او تکينا باد) او اضافه کوي:

((کله چی دغور سلاطينو دآل محمود مملکت په تزلزل کي واچاوه او غزنين،بُست، زمين داور او (تګين اباد) يې ددوی له لاسه وايست….)( )

بل ځای علامه حبيبي دطبقات ناصري په لمنليک دغزنوي او غوري جګړيزو سياليو اړوند کاږي: (( آب جو ش چي په طبقات ناصري کي ذکر سوی دی اوس هم دکندهار په شمال لويديځ کي يوځای دی چي شاوخوا دپنځه اويا ميله په واټن موقعيت لري،کېدای سي همدا دسروان کلا ګرماب وي)) ځکه تګين ابادهم په همدي لورباندي پروت و،منهاج السراج بل ځای دعليشاء تکشن،ترسر ليک لاندي کاږي : ((غوريانو چي کله فيروز کوه فتح کړ، عليشاء غزنين په لور ولاړ،څو وخت هلته و،وروسته تر هغه خوارزمشاه کسان ور ولېږل، او دعليشا سره يې ژمني وکړې، کله چی خپلمنځي باور را منځته سو، دغزنين څخه دخوارزم شاه له لښکر سره يوځاي سو او دتکناباد ګرمسير ته راغی.( )

نوربيا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *