شپاړسمه برخه/ اتم څپرکی
دغزنوي او غوري دورې تاريخ ليکونکي لکه بيهقي،ګرديزي ،فخرمدير مبارکشاه، جوزجاني او داسي نور…. ددې خبري شاهد دي، داچي تګين اباد دغور او هرات په منځ کي دلاري پر سر موقعيت درلود، دغوريانو دعروج اوخروج په وخت کي، دپوره شهرت لرونکی و اوکومه جګړه چي دغوريانو او غزنويانو ترمنځ دې ځای کي وسوه دتګين اباد شهرت يې نورهم زيات کړ،ددې جګړې شرحه تاريخ ليکونکو په تفصيل سره کړې ده، منهاج السراج دې اړوند کاږي:
((کله چي سلطان علاؤ الدين دغور پر تخت کښېناست اود فيروز کوه واکمن سو، دغور جستان لښکري يې راټولي کړې، دغزنين په لور يې دتلو تصميم ونيوه، داچي سلطان يمين الدولة بهرام شاه طاب ثراه ته يې دعزيمت حال معلوم سو، دغزنين اوهندوستان لښکري يې راټولي کړې او دګرمسير ښار، رخج، تکناباد او زمينداور په لور رارهي سو، کله چي سلطان علاء الدين دخپل لښکر سره زمين داور ته را ورسېدی، سلطان بهرام شاه دسلطان علاء الدين مخ ته استازي ور وليږل، چي راوګرځي او خپل دنيکونو ټاټوبي غورته لاړسي( ).
کله چي استازي راوګرځېدل، د دواړو غاړو لښکرو، ديوبل وژلو اوجنګ ته چمتووالی ونيو، هغه ځای چي کوټه بازار(ګوشه باز،ګوشه ناب، ګونه او ګته بازار،باب ګوشه باز،ګوشه باز) (دخطی نسخو په اختلاف) د دواړو غاړو لښکري سره مخ سوې داچي دسلطان بهرام شاه لښکر دا حال او قتال (وژني) وليدې، ماته يې وخوړه، سلطان علاء الدين دوی ګام پرګام وڅارل، ترڅو هغه ځای ته چي (ګرم اب) ورته وايې، تکناباد ته نژدي ورسېدل.
په بل ځا کي وايې: (( کله چي دګرمسير ښار ټول ونيول سو، دتکناباد ښار چي دګرمسير له اعاظم څخه وه معز الدين ته يې وسپاره)).( )
تګين اباد هغه ځای دی چي دآل محمود سبکتګين د راغورځولو او ددې ښار دنيولو ، دغور دسلاطينوپه لاس کي کښېوت.
سلطان غازي علاء الدين يوه څلوريزه وويل او خسرو او ملک بن بهرامشاه ته يې واستول:
څلوريزه:
او پدرت نهاد کين را بنياد
تاخلق جهان جمله به بيداد افتاد
هان تاندهی ربهريک تکناباد
سرتا سرملک آل محمود بباد
دمنهاج السراج ليکنه چي پورته ذکر سوه موږ ته راڅرګنديږي چی تګين اباد دغوريانو اوغزنويانو په وختونو کي لوړ نوم او شهرت درلود او ددې هيواد له لويو ښارونو څخه شمېرل کېده، دې ته ورته قول فخر مدبرمبارک شاه په (اداب الحرب والشجاعة) کي تائيدوي، ده دتکناباد ديوه اوسېدونکي (خواجه علی کژنابادي) يوه عجيبه کيسه را اخيستي ده، خواجه علی د علاؤ الدين اوغزنه دسلطان به جګړه کي شتون درلود، دی وايې:
(( څه وخت چي په تکناباد کي دسلطان حليم خسرو شاه (رحمه الله) اوملک علاؤ الدين غوري ترمنځ جګړه وسوه، دغزنين لښکرماته وخوړه. ( )
داو دتکناباد اړوند روايات او د تکناباد پر سر دغوري او غزنوي شاهانو ترمنځ جګړه چی دهغه وخت په کتابونوکی رانقل سوي دي.
نوربيا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۱) ګڼه\ چارشنبه\ثور ۲\ ۱۳۹۴