سروان ، په اشکال العالم کي –
حدود العالم من المشرق الی المغرب په دري ژبه لومړنی جغرافيايې اثر اشکال العالم، دابو القاسم بن احمد جيهاني بُستي ارزښتاک جغرافيايې اثر دی ،نوموړي دڅلورمي هجري پيړۍ په دوهمه نيمايې کي (۳۶۰هجري) شاوخوا کي هغه وخت چي يوبل تن هم داحمد جهاني په نوم دسپين ږيرتوب په وخت کي وزارت ته کانديد و ابو القاسم جهاني هم همدې وخت کي ژوند کاوه البته احمد جهاني سياسي سړی او قاسم جهاني ليکوالاو ګرځندوی و ابو القاسم جيهاني په خپل مهم اثر (اشکال العالم) کي له سمانيانو نېولې ترنوح بن منصورپوري په خپل کتاب کی ارزښتمن ياداښتونه را اخيستي دي، دکتاب له متن څخه څرګنديږي چې ابو القاسم جيهاني د المقتدر دخلافت په وخت کي په سياحت بوخت و،ځکه دې کتاب ته يونليک هم ويل سوی دی، ابو القاسم جيهاني په اشکال العالم کي دسروان نوم په(زور وان) ليکلی دی چي ماته تر ټولو آر نوم ته نژدې ښکاري يعني زوروان تر سروان(زون+وان) ته نژدي دی، ځکه دجيهاني بُستي کتاب کي دسروان يادونه ديوه ارزښت په توګه ګڼل کيدای سي.
نور بيا…
بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۵) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۱۰\ ۱۳۹۳