شريف الله دوست

سروانونه

د اصفهان سراون

دحدود العالم په تعليقاتو پنځوسم مخ کي يو سروان د(ساروان) په بڼه د اصفهان په شاوخواکي ښيې چي دکارون سيند سرچينې هم له هماغه ځايه دي.

دهند سروان

الکساندر کننګهم په خپل اثر ((Ancin Geogeaphy india)) په (۳۰۴مخ) کي ( سروان پور)( ) د(نګر) څخه سويل لويديځ ته پنځه نيم ميله ليري ښودلی دی.

دغرجستان ساروان

د حدود العالم من المشرق الی المغرب ليکوال يو ساروان په غرجستاتان کي ښودلی دی او دخراسان د ښارونو تر سرليک لاندي يې ثبت کړی دی             دخوست سروان

دافغانستان په ختيځ خوست ولايت کي هم يو کلی دی ، يوولس نيم کيلو متره ليري دمتون په شمال لويديځ کي واقع دی.( )

دبنو سروان

راورټي د Notes Of Afganistan On Bluchistanپه (۴۸۰مخ)کي د زرواني (Zarvani) ياسرواني په نوم يوځای دبنو په شاوخواکي ښوولی دی.

دکټواز سروان

په کټواز کي دسروانه په نوم يو زيارت سته.

دوهم سروان په هند کې

ريتو کالا (Ritukala) ته نژدې يوه سيمه د (جلال+ پور + سروان) ( ) په نوم شتون لري.

په هند کي د (سروان بانک ) په نوم يو بانک سته.

دځينو سړيو په نومونو کي دسروان

مختاړی او ورستاړی

تر ډيره پوري دا نومونه په هندوستان کي خوندي دي:

۱ــ سروان سنګهـ. (Sarwan Singh)

۲ـ ډونالډ سروان.(Dona ld Sarwan)

۳ــ نتاشا سروان.(Natasha Sarwan)

۴ــ انرويا سروان.(Andrea Sarwan)

۵ــ آني سروان.(Annie Sarwan)

سروان څه مانا ښندي؟

دعلم اللغات تو پونومۍ ( ) سمنټکس( ) او تاريخي پرتليزي ژبپوهني له مخي يو ويې(کلمه ،لغات) دتاريخ په تيريدولهجوي تغير، ديوه لغات تلل او ننوتل نورو ژبوته ، حتمی ده چي لغوي تغيرات به رامنځته کوي.

علامه رشاد بابا دځايونو په نومونوکي بدلونو څخه شپږو ډولو څخه يادونه کړې ده :

۱ــ کله يو ښار خراب سي او نژدي بل ورته جوړ سي نوم يې تغير وکړي.

۲ــ کله چي فاتح قومونه دمفتوحو ملکونو نومونه وژباړي نومونو کي تغيرات راسي.

۳ــ کله چي فاتح قومونه دمفتوحه ملکونو نه دخپلي ژبي له فونيټکي غوښتونو سره سم واړوي دځايونو په نومونو کي تغير رامنځته کيږي.

۴ــ کله چي فاتح قومونه نوي ښارونه کړي.

۵ــ کله چي پاچاهان نوې آبادي جوړي کړي او نوي نومونه پرکښېږدي لکه نهر سراج ، سکندراباد او…

۶ــ کله بيا دنومونو تبديلي ښکاره دليل نلري. ( )

لکه آمورود = جيهون،سرِ درياد = سيحون،ملتان = معموره.

دنني سروان يا سروان کلا په نوم کي هم جوت تغير راغلی چي دلغوي ريښې له مخي يې خپله آره بڼه اړولي خو لغوي مانا يې لا پر خپل ځای پاته ده: په بلوڅي سروان هوسۍ ته وايې اوپه اويستاکي زوروانا( ) د زمان مانا لري.په ساکي ژبه کي سروانا( ) د څارونکې ما نا ښندي اوپه سنسکريټ ژبه کي (Sarvan)په بڼه دلمر د الهې نوم دی.

په (Satva_Satva) کي (Satva) دسته او موجود مانالري دټولو وجود ماهيت يا اصل ده( ) .

په زړه پښتو او پاړسو (پهلوي) کي سروان دمشر ،پيشوا، رهبر ، سرور اورئيس او اوسلطان په ماناګانو سره راغلی دی، ايرانيانو په نوم او سنی خلک د ار دو افسرته (سروان) وايې.

يو بحث چي ديادولو وړدی هغه داچي سور، ساک د درې مدنيتونو نومونه بلل سوي دي،ځکه نو سور، سند او اباسين نومونه يوه لغوي او معنوي ريښه لري چي دې کي دوې اړيني ريښې سور = سون ( sun)چي دلمر په ناما دی ،سين د اوبو مانا ښندي چي دا دواړه لمر او اوبه د ژوند حياتي عناصر دي او ژوند يې په نشتون کي ناشونی دی ،لمر،ميو او مهر يوه مانالري چي پخپل وار يې له لرغونو آريايې ټبرونوپه عقايدوکي بيلابيلي الهې او رب النواع لرلې.( )

سور،ساک او پاکت دپښتوله لومړني قومونو څخه شمېرل کيږي داستاد حداد فرهاد په ويناچي داقومونه اروپا، امريکا،کاناډا او استرليا ته هم کوچېدلي دي.( )

بېله شکه چي د (سور) ريښه اوکلمه موږ له اريانا(افغانستان) څخه بهر هم شاهد يو لکه: اوسنۍ سوريه.

دسورپه نوم ښار دفرانسې په شمال کي هم شتون لري، همداسي(سور + آباجا) د اندونيزيا له ښارونو څخه دی هغه چي د (کالي ماس) دسيند پرغاړه شتون لري،( سور+ات) يو ښار دی چي د هند په ګجرات ايالت کي موقعيت لري، سور+ دلوسک يو ښار دی چي دروسيې د او رال په سيمه کي دايزال سيند پرغاړه جوړ دی داهغه لاحقې او سابقې دی چی د (سور) ريښه له ځان سره لري.( )

دسور سره په څنګ کي تر اسلام مخکي او وروسته د (زور) کلمه هم تر سترګو کيږي چي يوه لمر لمانځونکې الهه وه، دبلاذري په قول په (۳۰ هجري) نېټه کي عبدالرحمن بن سمره دالرحج(کندهار) له خوا بلا د داور (زينداور ښار) اوجبل الزور ( دزور غر) محاصره کړ او هغه د سرو زرو بت چي د (زور) په نوم ياديده او ياقوتي سترګي يې وې مات او ټوټه ـ ټوټه کړ( )وايي چي (زور) دلمر يو رب النوعه او الهه وه چي خلکو يې لمانځنه کول.

نور بيا…

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۷) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۲۴\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *