شريف الله دوست

سروان ، په حدود العالم کي

حدود العالم من المشرق الی المغرب په دري ژبه لومړنی جغرافيايې اثر دی چي(مينورسکي) داټکل له مخي ابن فريغون جوزجاني ليکلی دی، دحدودالعالم دليکلو وخت (۳۷۲هــ،ق) ښودل سوی دی.( )

حدود العالم له ننه شاوخو (۱۰۶۵ کاله) پخوا (سروان) د خراسان له ناحيې څخه يوو لسم ښار ياد کړی دی هلته نوموړی دخراسان حدود داسي ښيې:

ژباړه: ((خراسان هغه ناحيه ده چي ختيځ ته يې هندوستان،سويل ته يې،دسند دښته او دکرمان دښته پرته ده او لويد يځ ته يې هري(هرات)پروت دی،شمال ته يې غرجستان،ګوزګانان = جوزجان او تخارستان دی، ددې ناحيې ځيني برخي تودې او ځيني يې سړي دي.( )

ليکوال زياتوي : ((سروان،شهرکي است،و اوراناحتي خردست کي الين( ؟) خوانند وګرمسيرست، واندر وی خرما خيزد وجای استوارست.( )

ژباړه : سروان ښارګوټی دی اوهغه کي کوچنی ناحيه ده چي الين(؟) ( )ورته وايې،توده سيمه ده،خرماپکښې کيږي او استوار او محکم ځای دی.

سروان ، په ممالک او مسالک کي

دممالک او مسالک ليکوال ((اصطخري ابو اسحق ابراهيم بن محمد اصطخري)) – (۳۴۶هــ ، ق، مړ) دی. دممالک اومسالک ارزښتناک جغرافيايې اثر ليکوال د ابو زيد بلخي (۳۲۲۱ هـ ،ق،مړ) له کتاب( صورت الاقاليم) له کتاب څخه ليکلي دي، دي کتاب کي دسراون نوم دسجستان دښارونو اړوند بلل سوی،ليکوال ليکي:

((جدول صورت سجستان وآنچه حوالی واضحات آن است اين است که ثبت کرده شده، وهريک علی حده به شرحی منقح ګفته آمده.

آما شهرها وآنچه درحوالی ونواحي آن است که يادکردن آن درين مختصر محتاج است:

اول زرنج ، بُست، دودان(سروان)،صالقان،بغنين( ، درغش،تل، بشلنګ، بنجوايې( )( )

بل ځای کي کاږي:

ژباړه: (…او سروان کوچنی ښار دی لکه قرنين،خوتر قرنين ودان دی، ډيري ميوې لري،لکه: انګور،افن او نور…

اوله بُست څخه دوه منزله( ) ليري دی، لومړی منزل ته يې فيروز قند وايې او دوهم يې (داور=زينداور) ته پرلاره(سروان)دی.

بل ځای يې( ) له بُست څخه تر سروان پوري دوه منزله يادکړی دی.

سروان ، په تاريخ سيستان کي

دتاريخ سيستان ليکوال نامعلوم دی، دليکلو اټکل يې( ۴۴۵ــ ۷۲۵ هـ) په منځ کی ښودل سوی دی چې د دري پخوانيو متونو سربيره لکه دبلعمی تاريخ، ګرديزي تا ريخ،بيهقي تاريخ يو هم سيستان تاريخ دی.

نوموړي کتاب کي د(سروان) يادونه سوې ده متن يې دلته کټ مټ دژباړي سره را اخلو:

((…امام صوافي که آنرا قسمت دګربودي،قرنين،ابر،نيشک،جالق، کهن)) اوله دي جملې څخه ((…کش صفارو ازکوره بُست : رزان او سروان دي.))

ملک شعرا بهار په لمنليک کي ورته کښلي : روذان او سروان، دبُست اړوند بللي.بلا ذري لومړی (رزان) راوړی دی او اصطخري روذان او سروان راوړی دی.( )

سروان ، په صورت الارض کي

صورت الارض د ابن حوقل، د (ابوالقاسم بن محمد ابن حوقل) -(۳۶۶هـ) شاوخواکي ژوندی او دمقدسي او اصطخري معاصرو. ددې کتاب په (۱۰۸مخ) کي دسروان يادونه سوې،ليکوال کاږي: سروان دقرنين په اندازه خوترهغه ودان او ډير وګړی دی، خرما،انګور،او نوري ميوي پراخي لري چې نورو سيموته صادريږي.( )

سروان ، په پټه خزانه کي

پټه خزانه د (محمد هوتک بن داؤد) اثر دی، چي دهوتکيانو په دوره (شاه حسين هوتک) په دوره کي ليکل سوی دی،دليکوال له خولې چي دپټي خزانې دليکلو چاري يې د ۱۱۴۱هـ کي پيل او ۱۱۴۲کي پا ی ته رسولي دي.

پټه خزانه کي ليکوال د ډيرو معتبرو ماخذونو څخه استفاده سوي ده دې کي هم يو ماخذ(لرغوني پښتانه) دشيخ کټه اثر دی . پټه خزانه د(لرغوني پښتانه) په حواله ليکي : هسي حکايت کا شيخ ټکه رحمة الله عليه چې ابو محمد هاشم دهلمند په (سروان)په سنه (۲۳۳)هجري قدسي زيږيدلی دی اوپه بُست کي يې له علمأ فصحأ څخه لوسته وکړه…)( )

اوله پورتني سند څخه معلوميږي چي (سروان)د وولس سوه کاله پخواهم يوه ښېرازه ناوه وه،پوهان اوشاعران پکي استوګن وه او دخپل وخت يوعلمي او فرهنګي مرکزو.نور بيا….

بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۴) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۳\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *