تاند – د هغو ځوانانو ډله چې له هلمند نه پلي را روان شوي اوغواړي چې تر پلازمېنې کابل پورې خواوشا ۶۳۰ کیلومتره لاره په پښو ووهي د زابل ولایت کلات ښار ته راورسېدل.

د هلمند د سولې د حرکت ۸ تنه غړي د غوایي په ۲۳مه د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه څخه را روان شول او کندهار ته په را رسېدلو سره ۶ تنه د سولې نورفعالان هم ورسره یوځای شول.

دغه ځوانان تېرماښام /د غبرګولي ۳مه/ د زابل ولایت مرکز کلات ښار ته را ورسېدل.‌

په کلات کې د هلمند او کندهار د سولې د فعالانو تود هرکلی وشو او د سلګونو خلکو په غونډه کې یې چې د هغوی په ویاړ جوړه شوې وه برخه واخیستله.

د سولې دغه فعالان په جنګ کې له ښکېلو غاړو څخه غواړي چې نور دې ملکي خلک نه وژني او د سولې خبرو ته دې سره کېني.

د هلمند د سولې د حرکت غړو خپل مدني حرکت د وري په ۴مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې له یوه لوبغالي څخه بهر د یوې چاودنې په سبا شروع کړ او د پرلت په ۵۰مه ورځ یې یو شمېر غړو د کابل په لوری پلی تګ پیل کړ، خو دا لا معلومه نه ده چې د کندهار په څېر به د لارې د نورو ولایتونو فعالان هم د کابل په مزله ورسره ملګري شي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *