تاند – د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه څخه را روان شوی د سولې د ننګیالیو کاروان نن دوشنبه /د غبرګولي ۲۸مه/ سهار وختي د پلازمېنې کابل د کمپنۍ سیمې ته راورسېد.
هغوی د عبدالعلي خان کلا سیمې په یوه جومات کې اړولي چې له پلي مزل څخه وروسته او پلازمېنې ته له داخلېدلو څخه مخکې یو څه د ارام ساه واخلي.
د هلمند د سولې د حرکت ۸ تنه غړی د غوایی په ۲۳مه د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه څخه را روان شول او کندهار ته په را رسېدلو سره ۷ تنه د سولې نورفعالان هم ورسره یوځای شول. وروسته په زابل، غزني او میدان وردک ولایتونو کې نور کسان هم ورسره یوځای شول.
د کاروان یوه برخه وال، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، تاند ته وویل، چې د سولې د ننګیالیو د کاروان هغه برخه وال چې تر کابله را رسېدلي ۱۱۰ کسان دي.
هغوی به چې ویل کیږي د کابل ښار یو شمېر مدني فعالان یې بدرګې ته ور روان دي، د سهار د لمانځه له ادا کولو څخه وروسته په پلازمېنه کابل کې یوه مشخص ځای ته، چې نه غواړي د امنیتي دلایلو له امله یې رسنیو ته ووایي ځانونه رسوي او هلته به خپل پروګرام ترسره کوي.
د هلمند د سولې د حرکت غړو خپل مدنی حرکت د وری په ۴مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې له یوه لوبغالی څخه بهر د یوې چاودنې په سبا شروع کړ او د پرلت په ۵۰مه ورځ یې یو شمېر غړو د کابل په لوری پلی تګ پیل کړ او له ۳۵ ورځو پلي مزل څخه وروسته نن پلازمېنې کابل ته را ورسېدل.