تاند- د هلمند مدني ټولنه وايي چې د دغه ولایت په محبس کې ۱۴۰۰ بندیانو اعتصاب کړی او وايي چې تر هغو به لوږتړ ته دوام ورکړي چې د دوی ستونزې حل شوي نه وي.

د هلمند مدني ټولنه، چې د خپل ولایت ستونزې رابرسېره کوي، نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شاوخوا ۱۴ سوه بندیانو له تېرو دوو ورځو راهیسي د نه خوړولو اعتصاب پیل کړی دی.

دې ټولنې نه دي ویلي چې د بندیانو ستونزې څه دي او یا یې د کومو ستونزو په وړاندې اعتصاب کړی دی.

خو یادونه یې کړې چې بندیان وايي، نوي منتخب ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي ژمنه کړې چې په محبسونو کې به عدالت راولي نو عدالت دې د دوی په حال کې په بدلون سره پیل کړي.

د افغانستان په محبسونو کې تر دې مخکې په ځلونو بندیانو د ساتونکو د بد چلن او د اوسېدو د بدو شرایطو په اعتراض کې اعتصابونه کړي دي. په ځینو مواردو کې د اعتصاب په نتیجه کې چارواکي مجبوره شوي چې د بندیانو غوښتنې ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *