اغا قریشي

نن سه شنبه د وري د میاشتي ۲۶مه د هلمند د ملي امنیت د څارنوالۍ نوی رئیس سید عبدالمتین آغا په دنده و ګمارل سو، هغه د یوې پرتمینې غونډې پر مهال چې پکې د هلمند د ملي امنیت رئیس جنرال مومن، د استناف څارنوال، قومي مشرانو، دولتي چارواکو او نورو مخورو ګډون کړی و، د ملي امنیت د څارنوالۍ د رئیس په توګه مرفي سو.

د ملي امنیت رئیس په خپلو خبرو کې د پخواني رئیس څخه مننه او ستاینه وکړل او د نوي رئیس ښاغلي سید عبدالمتین آغا څخه یې د ښې همږغۍ غوښتنه وکړل او ورسره یې د همکارۍ ژمنه وکړل. په وار سره د هلمند د ملي امنیت د څارونوالۍ نوي رئیس هم خبرې وکړې، هغه د هلمند ولس ته ژمنه ورکړه چې په خپله دنده کې به له عدالت او رښتنوالۍ څخه کار اخلي او د ملي امنیت د ریاست او نورو اړوند ادارو سره یې پر همږغۍ او مشورې کولو ټینګار وکړ.

د غونډي په پای کې د ملي امنیت د څارنوالۍ نوی رئیس د غونډي د ټولو ګډونوالو له لورې بدرګه سو او پر څوکۍ له کښېنولو سره سم یې هغه ته مبارکۍ وویلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *